تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان او پاکستاني لوري ترمنځ د شوو ژمنو پر بنسټ باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې عادي وي، خو په خبره یې پاکستان د کوچنیو پېښو له امله زور د دروازو له بندولو وباسي.
مجاهد د پاکستان ناسم سیاست ته په اشارې ویلي: ” څه موده وړاندې یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغی او دلته یې افغان چارواکو سره ناستې وکړې، همدې ناستو هیله مندي رامنځته کړه،خو په همغې شپه پاکستاني حکومت پر افغان خاوره بریدونه وکړل.”
مجاهد وايي، د پاکستان ملکي حکومت له افغانستان سره اړیکې جوړول غواړي، خو پوځي حکومت یې دا لړۍ سبوتاژ کوي.
هغه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند ناسم وباله او زیاته یې کړه، چې له یوه لوي پاکستان په زور افغان کډوال نیسي، خو بل لورته یې پر مخ د وتلو دروازې بندې کړې دي.
مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه نن پاکستان د راستنېدونکو کډوالو پرمخ د تورخم دروازه پرانیستې ده.