Homeخبرونهتورخم دروازه د راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیستل شوه

تورخم دروازه د راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیستل شوه

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) طالبان وايي، د تورخم دروازه نن شنبه، یوازې هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره پرانیستل شوه.

د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې پورې غاړې سلګونه په کډو بار موټر ولاړ وو، چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا دروازه وروسته له هغې پرانیستل کېږي، چې اسلام آباد کې د طالبانو سفیر کډوالو سره د پاکستان پر نامناسب چلند نیوکه وکړه.

هغه ویلي وو، په تېرو څو ورځو کې ۱۰ زره کډوال نیول شوي او د ستنولو مرکزونو ته وړل شوي او یا پر سړکونو هېواد ته د اوښتلو لپاره شپې ورځې تېروي.

تورخم شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پاکستاني لوري طالبانو سره د جګړې وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...