Homeخبرونهایران د دوو افغانانو په ګډون ۹ زندانیان اعدام کړي

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۹ زندانیان اعدام کړي

‏تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) د ایران د بشري حقونو سازمان «هه نګاو» ویلي، د ایران حکومت د دوو افغانانو په ګډون ۹ زندانیان اعدام کړي دي.

د راپور له مخې، د اعدام شویو افغانانو هویت نه دی څرګند شوی، خو د ځینو تورونو له امله د ایران کرج ښار کې اعدام شوي دي.

دغه راز، څو نور کسان هم د مختلفو جرمونو لکه «قصدي قتل» او «د مخدره موادو قاچاق» په تور د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

هه نګاو ویلي، د ایران قضايي ادارو دا ادعدامونه نه دي خپاره کړي او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې دغه هېواد کې افغان کډوال او بندیان له مدافع وکیل پرته محاکمه کېږي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له روان کال راهیسې لږ تر لږه ۶۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو اعدام شوو افغانانو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...