Homeخبرونهطالبانو تر دې دمه په ټول هېواد کې ۹ غصب شوي ښارګوټي...

طالبانو تر دې دمه په ټول هېواد کې ۹ غصب شوي ښارګوټي دولتي تثبیت کړي

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) د طالبانو د حکومت ‏له غضب څخه د مخنیوي کمېسیون ویلي، له جوړېدو تر اوسه یې ټول هېواد کې دلسګونو ښارګوټو دوسیې څېړلې چې په پایله کې یې ۹ ښارګوتي په بشپړ ډول دولتي تثبیت شوي.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې دغه ښارګوټي څلور ولایتونو کې تر ۵۰زره جریبه په زیاته ځمکه کې جوړ شوي.

د معلوماتو له مخې، کابل کې د ملاتره خېل، سردار داوود خان او ملاعزت ښارګوټي، بلخ کې د خالد ښارګوټی، میدان وردګو کې د نوي ښار ښارګوټی، غزني کې د حکیم سنایي او نو اباد ښارګوټي او ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي دولتي تثبیت شوي.

د یاد وزارت خبر له مخې د یو شمېر نورو ښارګوټو د ځینو برخو ځمکې یې هم دولتي تثبیت کړې او تېر کال یې د یادو ښارګوټو سربېره ټول هېواد کې شاوخوا ۴میلیونه جریبه ځمکې له غاصبینو راګرځولې او د میلیونونو جریبه ځمکو دوسیې تر څېړنو لاندې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...