جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبلوچستان کې د وسله وال برید له امله ۶ پاکستاني پوځیان وژل...

بلوچستان کې د وسله وال برید له امله ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۰مه) د رسنیو د راپورونو له مخې ‏د بلوچستان کلات ولسوالۍ په خالق آباد کې یوه برید کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

برید نامعلومه وسله والو کړی.

خو بل لورته د پاکستان پوځ وايي، سیمه کې یې د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر ضد عملیات چټک کړي دي.

راپور کې راغلي، چې په ځوابي عملیاتو کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر ځینو پټنځایونو عملیات شوي دي.

دغه راز بیا له سیمې راپورونه وايي، چې نښلول شوې لارې تړلې او مخابراتي اړیکې پرې هم پرې شوې دي.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر ضد بریدونو زور اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. درود په هغو اتلانو سي د کفریستان د صیهونیستي داړو په ضد جهاد کوي. اصل مجاهدین همدغه دي څوک سي تور دجال پنجابی مرداروي. 👍👏

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...