ډاکتر رحیم هلال
یوه مور په خپل وجود کې نهه میاشتې یو ماشوم په ډېره سختۍ او مینې ساتي. بالاخره د عملیاتو پر مېز په مېړانه د تېرو چړو نښې زغمي، او ډاکټران یې د ګېډې اوه واړه طبقې (layers) پرې کوي، ترڅو ماشوم ترې راوباسي.
دا د ژوند یوه ډېره سخته او د ازمیښت شیبه ده، خو یوه مور ورته په سړه سینه غاړه ږدي او د خپل اولاد د ژغورنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.
دې پروسې ته د ماشوم د زېږون عملیات، یا C-section ویل کېږي.
له عملیات وروسته مور باید په دولسو ساعتونو کې د ننه دننه ودرېږي قدمونه واخلي ترڅو د بدن عادي جریانونه لکه وینه او ګازونه منظم شي.
په دې سخت حالت کې د مور بدن یوازې فزیکي درد نه تېروي، بلکې د هورمونونو طوفان هم ورسره مل وي — د رحم د انقباضاتو څخه نیولې تر د شیدو د غدو (mammary glands) تر فعاله کېدو پورې، دا یو نه ختمېدونکی دردناک سفر وي.
کله چې یوه مېرمن دا مرحله تېروي، د درد له شدته د اسمان ستوري یو یو حسابوي.
خو کله چې ماشوم وزېږي، خلک مبارکۍ پلار او خپلوانو ته ورکوي، خوشحالي کوي — خو هېڅ څوک دا نه احساسوي چې د دې خوشحالۍ تر شا څومره درد، وینه او قرباني پټه ده، او چا ورکړې.
د عملیاتو له مخکې، د induction room هر بستر یوه جلا دردناکه کیسه لري:
یوه مېرمن د لوړ فشار له امله ساه لنډه وي، بله له وینې بهېدو سره لاس او پښې یخې کړې وي، او بله د عادي زېږون له سختو دردونو سره چیغې وهي.
هیڅ یوه مور نه پوهېږي چې څو ساعتونه وروسته به ورسره څه پېښېږي، یوازي دومره پوهېږي چې د ژوند په یو دردناک سفر یې قدم ایښی دی.
ډاکټران چمتو ولاړ وي، ستنې یې منډلې وي، پایپونه يې ورته تېر کړي وي او ماشینونه يې فعال کړي وي، حال دا چې د هغې وینه د اوبو په شان بهېږي.
دا هر څه د اولاد د ژغورنې لپاره وي، خو مور د مرګ او ژوند ترمنځ زګېروي کوي.
په دې سخت درشل کې ځینې میندې ژوندۍ پاتې شي، ځینې بیا خپل ماشوم ته د لومړي او وروستي ځل لپاره وګوري…
او ځینې بېچاره میندې د خپل ماشوم له لیدو مخکې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.
زموږ په ټولنه کې بیا داسې هم کېږي چې د لور په زېږېدو مور ته سپکې سپورې ویل کېږي، او دا بېعدالتي د هغې د ژوند تر پایه د پیغور دروند بار ګرځي.
واقیعت دا دی چې ټولې میندې اتلانې دي.
که یو سړی کله خپله مېرمن د C-section په درد او قربانۍ کې وویني، هېڅکله به ترخه خبره ورته ونه کړي.
خپلې میندې، مېرمنې، لوڼې او خویندې خوشحالې وساتئ او قدر یې وکړئ —
ځکه دوی د نسلونو د دوام لپاره هره قرباني ورکوي.
دوی د مینې، درناوي او ستاینې مستحقې دي.