جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهخواجه اصف وايي، افغانستان باید د پاکستان د سولې ضمانت ورکړي

خواجه اصف وايي، افغانستان باید د پاکستان د سولې ضمانت ورکړي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) په داسي حال کې چې په پاکستان کې ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي او د پاکستان پوخ یې په مخنیوي کې پاته راغلی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي چې افغانستان باید د پاکستان د سولې ضمانت وکړي، او که اوسنی وضعیت دوام ومومي، باید د هغې پایلو ته چمتو وي.

هغه «سماء ټلویزیون» ته په مرکه کې وویل چې له افغانستانه ترهګري او سرحدي بریدونه باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي، او که دوام وکړي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

خواجه آصف ټینګار وکړ چې د پاکستان د سولې ضمانت باید د کابل او ټولو اړوندو لورو له خوا ورکړل شي، ځکه چې دوامداره بې‌ثباتي به د افغانستان په زیان تمامه شي.

راپورونه وايی چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په خپله خاوره کې یې د ټولو بریدونو مخه ونیسي خو افغان طالبان وايی چې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو د مخنیوي ضمانت نه شي کولی او دا د پاکستان خپل کار دی چې مخه یې ونیسي.

هخواجه اصف څرګنده کړه چې پاکستان به د هېڅ ترهګرې ډلې، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ونه زغمي، او له پولې رااوښتونکي بریدونه به له کلک ځواب سره مخامخ شي. آصف وویل، پاکستان به هېڅکله له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په خپل دریځ کې شاتګ ونه کړي.

د هغه په وینا، د پاکستان له لوري د استانبول په خبرو کې شامل کسان به له افغان طالبانو سره په راتلونکو خبرو کې هم ګډون وکړي تر څو د هوکړې جزئیات وروستي کړي.

ده زیاته کړه: «که پرمختګ وشي، ښايي جګپوړي چارواکي هم ورسره یوځای شي. د نوومبر په ۶مه به د سرحدي فعالیتونو د څارنې لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.»

آصف وویل، افغان طالبانو د TTP د غړو د لېږد په بدل کې لس میلیارده روپۍ غوښتې وې، خو هغوی هېڅ راز ضمانت ورکولو ته چمتو نه وو. ده زیاته کړه، پاکستان چمتو و چې له دې ډېرې هم ورکړي، خو کابل د ژمنې ډاډ ور نه کړ.

هغه وویل، ترکیه او قطر د باور وړ دوستان دي او د منځګړیتوب رول لوبوي، ځکه د پاکستان ګټې دواړو هېوادونو ته مهمې دي. ده زیاته کړه: «زه په ترکیه او قطر باور لرم، خو په افغان طالبانو نه. زه د ترکیې او قطر خبره منم، نه د طالبانو.»

پاکستان وروسته له دې چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر وکړ، پر کابل او پکتیکا په دې پلمه هوايی بریدونه وکړل چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

خواجه آصف وویل، د هند صدراعظم نریندرا مودي سیاسي حیث له لاسه ورکړی او هڅه کوي چې د سیاسي امتیاز لپاره مصنوعي ډرامې جوړې کړي. ده خبرداری ورکړ چې که هند کومه تېروتنه وکړي، پاکستان به ورته سخت ځواب ورکړي.

3 COMMENTS

  1. دا سړی خو بیخي د ځنځیرونو د تړلو دی پاکستان خو یې وشرماوه او مونږ هم په حیث د ګاونډي پرې شرمیږو. که دوی علاج نشي کولی مونږ ته دې راوسپاري میا علي صاحب زیارت کې به یې یو څو شپې د لیونو سره وتړو.

  2. دغه خلک سي د پنجاب په ضد جنګیږي هیڅ تروریستان نه دي دوی اصلي مجاهدین او ازادي غوښتونکي دي. اصل تروریست د پنجاب دجالي رژیم ده سي ټوله سیمه ورنه نا امنه ده. دغه اسرائیلو سکه زامن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...