شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهازبکستان: افغانستان د برېښنا د پېرلو مالي ژمنې په بشپړ ډول پوره...

ازبکستان: افغانستان د برېښنا د پېرلو مالي ژمنې په بشپړ ډول پوره کړي دي

تاند (شنبه، د لړم، عقرب۱۰ مه) د kun.uz د راپور له مخې، د ازبکستان د برېښنا وزیر جوره بیک میرزامخمودوف ویلي چې افغانستان د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکړه کې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا پراخې همکارۍ پلان شته.

میرزامخمودوف وویل:

«له افغانستان سره زموږ همکاري ډېره ښه پر مخ روانه ده. یوازې د تېرو دوو میاشتو په موده کې درې ځله افغانستان ته تللی یم. هغوی د پرمختګ او د خپل اقتصاد د پیاوړتیا اراده لري — او دا بې له انرژۍ ممکنه نه ده.»

هغه زیاته کړه:

«افغانستان د برېښنا د وارداتو د پیسو په ورکړه کې خپلې ټولې ژمنې پوره کوي. له هغه وخته چې اوسنی حکومت واک ته رسېدلی، د پخواني حکومت ټول پاتې پورونه یې هم تصفیه کړي دي. د برېښنا شرکت مشر تایید کړې چې د افغانستان له لوري د پیسو ورکولو په برخه کې نه ځنډ شته او نه کومه ستونزه.»

ازبک وزیر په دوام کې د پلخُمري د برېښنا د لېږد نوې کرښې د جوړولو د پروژې پیل اعلان کړ.

هغه وویل:

«موږ ګډې همکارۍ پراخوو. د برېښنا مزي تر سورخندریا سیمې پورې غځول شوي او فرعي سټېشنونه پراخ شوي دي. اوس د ۵۰۰ کیلوولټه نوې کرښې، چې (پلخُمري) نومېږي، د جوړولو کار روان دی. تړون مو د سپتمبر په میاشت کې لاسلیک کړی او پروژه پیل شوې ده. هوکړه شوې چې ټول کارونه به په اتلسو میاشتو کې بشپړ شي. له دې پروژې وروسته به افغانستان ته د برېښنا صادرات څو چنده زیات شي.»

په وروستیو کې پر امو سین له ازبکستانه، افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې وه او په ترمیم یې تر یوې اوونۍ زیات وخت ولګېد. په دې موده کې د کابل په شمول د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د برېښنا پرچاوي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...