شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهد تورخم لار به نن د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شي

د تورخم لار به نن د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) د افغانستان د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست ویاند عبیدالله فاروقي پرون (جمعه) وویل چې د تورخم لار به د شنبې په ورځ (نن) د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانستل شي چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

فاروقي زیاته کړه چې دا لاره به یوازې د هغو افغان کورنیو لپاره خلاصه وي چې د بېرته تګ نیت لري، خو د دواړو غاړو تر منځ تجارتي فعالیتونه او د خلکو تګ‌راتګ به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

حاضردمه لسګونه افغان کورنۍ چې پاکستان د ایستلو پرېکړه کړې، د خیبر پښتونخوا ایالت د جمرود په یوه موقتي کمپ کې ساتل کېږي.

د تورخم لار له هغه وخته بنده ده چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې رامنځته شوي.

له پاکستانه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په ځانګړي ډول په پنجاب ایالت کې د افغان کډوالو ځورولو ته زور ورکړی دی. پیسې ورڅخه اخلي او هسي په هسي یې ځوروي.

بې شمېره کورنۍ یې له کورونو ایستلي او له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د سړکونو په غاړو تر شنه اسمان لاندې بې اوبو او بې خوړو پاتې دي. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان خپلې ټولې لارې هم بندې کړي چې له کبله یې دا کډوال خپل هیواد ته هم نه شي راتللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شفیع‌الله صافی؛ نوی‌ غږ، نوی استعداد

پوهندوی آصف بهاند د کونړ د هنرپروره درو د غرونو په لمنو کې راټوکېدلی گل شفیع‌الله صافی مشهور په شفیع‌جان د کونړ د هنرپروره درو د...