Homeخبرونهافغانستان، زمبابوې په ۲مه شل اوره لوبه کې هم مات کړ او...

افغانستان، زمبابوې په ۲مه شل اوره لوبه کې هم مات کړ او لوبلړۍ یې وګټله

تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۹مه) ‏د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ د دوه اړخیزې لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې هم افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

زمبابوې لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې افغانستان ته د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې دغه هدف په ۱۸ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او سیالې لوبډلې ته یې په دویمه لوبه کې هم ماته ورکړه.

افغانستان په دې سره په روانې لوبلړۍ کې د زمبابوې پر وړاندې ۲ صفر مخکې ده.

د افغان لوبډلې له اړخه ابراهیم ځدران ۵۷ ناسوځېدلې او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د روانې دوه اړخیزې لوبلړۍ درېیمه لوبه د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...