Homeخبرونهپاکستان سبا شنبه د افغان کډوالو پرمخ د تورخم دروازه خلاصوي

پاکستان سبا شنبه د افغان کډوالو پرمخ د تورخم دروازه خلاصوي

تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۹مه) ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي ریاست ویاند عابدالله فاروقي خبر ورکړی، چې پاکستان سبا له دغه هېواده د را ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ د تورخم دروزه پرانیزي.

فاروقي وايي، تورخم ته دې مسافر او ناروغان له ورتګ ډډه وکړي.

د نوموړي په خبره دا دروازه دا مهال یوازې هېواد ته د را ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، تورخم دروازې ته څېرمه د خیبر په جمرود سیمه کې د افغان کډوالو سلګونه کورنۍ، چې پاکستاني پولیسو په جبري ډول له خپلو مېنو ایستلي، په لنډمهالي پنډغالي کې ساتل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ یادو کډوال هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري.

پاکستان د تورخم په ګډون له دغه هېواد سره پر ډېورنډ کرښه ټولې دروازې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وروستیو نښتو او ناندریو له امله وتړلې چې له امله یې هره ورځ سوداګرۍ ته یو میلیون ډالر زیان اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...