شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، پاکستان په وروستیو کې ۱۰...

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، پاکستان په وروستیو کې ۱۰ زره افغان کډوال نیولي

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۹ مه) په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي، په وروستیو کې په پاکستان کې کابو لس زره افغان اتباع د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو او توقیف ځایونو کې بندیان دي.

سردار احمد شکیب نن (جمعه) په یوه بیان کې ویلي چې د مهمو لارو په تیره بیا د تورخم او سپین بولدک – چمن  لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ، ترانزیت او سوداګرۍ بهیر نژدې درې اوونۍ کېږي چې درېدلی دی.

ده همداراز وویل:

«د لارو د بندېدو له امله زرګونو کسانو، چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، د سړک په غاړو اړولي او په سختو وضعیت کې ژوند کوي.»

شکیب خبرداری ورکړی چې د بند پاتې شویو کسانو د روغتیا او خوندیتوب وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه هغوی د خوړو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.

“په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه د دغو شرایطو له امله مړه شوي دي.”

شکېب د پاکستان له لوري د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو روان بهیر یوه “جدي بشري اندېښنه” بللې ده.

هغه ادعا کړې چې په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب، سیالکوټ، خوشاب او اټک کې، افغان وګړي یوازې د پیسو له ورکولو وروسته له توقیفه خوشې کېږي.

په بیان کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه شوې چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او انګور اډې لارې “څومره چې ممکنه وي ژر” بېرته پرانیزي، څو افغانان وکولای شي په عزت او منظم ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

همدارنګه له اسلام‌اباده غوښتل شوي چې د افغانانو د ایستلو بهیر ودروي او تر هغو له توقیف افغانانو سره انساني چلند وکړي، څو د بېرته ستنېدو خوندي لارې بېرته فعاله شي.

د طالبانو استازي د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو نړیوالو بنسټونو هم غوښتنه کړې چې خپل ملاتړ زیات کړي، څو د هغه څه مخه ونیول شي چې دا اداره یې “یوه بشري فاجعه” ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...