ورو یې وویل:
یوه خبره درته وکم؟
د انجلۍ سلګو زور واخیست: هو
سړي په غریو غږ کې وویل:
هیڅ
تورپیکۍ هماغسې ورته کتل….
زه پښتو کتابونه ډېر نه لولم، ځکه چې کیسې یې تقریباً له یو شي راڅرخېږي ډېر څه نوي نه وې پکې او انسان پوهېږی چې څنګه پای مومي. ډېرې کیسې د کلیوالي ژوند وي یا هم د ښځو اړوند مشکلات وي، چې هغوي پکې تل مظلومې او بې وسې وې. زه ځان داسې کیسو کې نه احساسوم او نه تړاو ورسره پیدا کولی شم ځکه یې له لوستلو خوند نه اخلم.
خو د ارواښاد نصیر احمد احمدي په «یوه خبره درته وکم؟» کتاب کې د ښځې انځور جالب بیان شوی. دا داسې یوه ښځه ده چې د ځان او کورنۍ لپاره درېږي. له ډېرو سختیو او ناخوالو سره هم د ژوند او ارمتیا په لور لار وهي، لا هم مهربانه او هیله منده ان دا چې میینه شي.
د احمدي صیب دا کتاب لومړی پښتو ناول دی چې خوند یې راکړ او دومره راته جالب و چې پرته له کومې وقفې مې ولوست. پپه ناول کې هرڅه په طبیعي ډول پیښېدل، خو هره برخه یې بیا هم له هیجان او ویرې ډکه وه. د دوه معصومو ځوانانو کیسه چې ناڅاپه سره مخ شي، د اوږدې لارې ملګري شي، په یوبل میین شي او په دې ډول یوبل وژغوري.
ماته ښه ناول هغه دی چې لیکوال یا لیکواله یې په کیسه برلاسیتوب ولري او عین حال کې لوستکونکي ته د فکر او تصور کولو ازادي ورکړي. په پښتو کې ډېر کتابونه تشریحي ډول لیکل شوي، مثلاً لیکوال چې ناول لیکې داسې وي چې هرڅه له یوې کړکۍ ګوري او بیا یې کتاب کې بیانوي. خو د احمدي صیب لیکل داستاني دی، هرڅه د یوې کړکۍ له زاویې نه ګوري بلکې داسې یې لیکې ګوندې د کوټې دننه دی، لیکوال هرڅه لمس کوي، حس کوي او بیا یې لیکي. پخپلو کیسو پوره واک لري او د لوستونکو تخیل ته ډېر څه پریږدي. داسې ښکاري چې احمدي صیب یو طبیعي راوي و.
ما ته د ده بل ناول جوجو هم ډېر خوند راکړی و. جوجو یو عجیب فضايي موجود وي چې له بلې سیارې ځمکې ته د تحقیق لپاره راغلی وي. دی د خپل تحقیق پوره کولو لپاره د تواب په نوم له یوه ماشوم نه مرسته وغواړي، وخت ورسره تیر کړي، او د افغانانو/پښتنو ټول ورځني کړه وړه ورته د پوښتنې وړ وي. دې کتاب کې د ټولنې منفي اړخونه داسې راښودلي چې څوک سترګې نشي پر پټولی. څه چې ماته دې کتاب کې ډېر جالب و هغه ډیالوګ یا محاوره وه. تقریبا اتیا فیصده کتاب محاوره دی، خو خبرې یې اضافي نه وي. د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر په اوونیزو غونډو کې مې د محاورې په اړه دا زده کړل چې باید کیسه وخته یوسي، د کرکټر په اړه نوې خبره راته وکړي، او په یوه جمله کې ډېر څه رامعرفي کړي. زما په فکر د احمدي صاحب دا ناول د ښو محاورو بېلګه دی. ده په دې کیسه کې ساینس فیکشن او رښتیا داسې سره ګډ کړي چې لوستونکی ورسره اخلي. ده ډېر ژور پیغامونه د کرکټرونو تر منځ په ډیالوګ وړاندې کړي. احمدي صیب خیال او رښتیا داسې سره ګډ کړی او دومره حقیقتونه یې بیان کړي چې انسان فکر کوي دا خیالي موجود “جوجو”هم ریښتونی دی.
نیکه کتاب د یو مهم تاریخي شخصیت میرویس خان کیسه کوي، چې د صفوي حکومت پر ضد یې بغاوت کړی او لوی کندهار یې د ګرګین له ظلمونو خلاص کړی. دې کتاب کې ډېرې تاریخي پیښې د کیسې په ډول او د احمدی صیب خپل تخیل او خلاقیت په ګډیدو سره ډېرې منطقي او ښکلې بیان شوې دي. دا کیسه په ۱۱۲۰ شاوخوا ه ق کال کې پیښه شوې او ټول جزییات یې مطابق د زمان بیان کړي، د هغه وخت ټولنیز شرايط، د جنګ صحنې او وسایل، مکان او ډیالګونه ډېر په تفصیر او منطق روایت کړي.
د احمدي صاحب دا درې ناولونه په جلا، جلا «Themes» یا هم موضوعاتو او حتا ژانرونو دي. یو یې د اوسني عصر د ځوانانو کیسه ده، بل یې ساینس فیکشن دی چې موږ ته زموږ د ټولنې واقعیتونه پرې را ښيي، او دریم یې هم تاریخي ناول دی. خو دا درې واړه سبکونه یا موضوعات ده دومره ښه لیکلي چې یوه کې هم د تصنع احساس نکوې. هر کتاب دې خپلې دنیا بیایي، خو که احمدي صاحب له هرې کړکۍ کتلي موږ ټولو ته یې زموږ واقعتونه راښودلي دي. په دومره هنري او نرمه ژبه چې خپله دې قانع کوې چې وې منې او انکار نشې تر کولی.
د دوی روح دې ښاد وي.
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.