پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني: هڅه روانه ده چې د نجونو د زده کړو...

سراج الدین حقاني: هڅه روانه ده چې د نجونو د زده کړو لپاره حللار وموندل شي

تاند(سې شنبه، د اسد ۳ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه خبري غونډه کې وویل، هڅې روانې دي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره مناسبه حللار وموندل شي.

ښاغلی حقاني چې په هرات کې د دیني عالمانو، د خصوصي سیکتور د استازو او قومي مشرانو غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو مسله څه وخت ته اړتیا لري.

«د دې مسلې د منطقي حللارې لپاره هلې ځلې روانې دي. کومه ستونزه چې موږ وینو هغه دا ده کله چې یوه مسله ستونزمنه شي، د دې لپاره چې پر لانجې بدله نه شي، یو څه وخت ته اړتیا لري.»

حقاني د دوشنبې په ورځ د طالب مشرانو له یوه پلاوي سره هرات ته لاړ. هرات ته په تللي پلاوي کې د طالبانو د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني هم شامل دی. د طالبانو د سترې محکمې د ريیس په اړه ویل کېږي چې د څو نورو ګوته په شمېر طالب مشرانو په شان د ښځو له کار او تعلیم سره سخت مخالف دی.

که څه هم نوموړي په عام محضر کې په دې اړه څه نه دي ویلي خو سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب مشرانو په ځلونو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په ننګه خبرې کړي دي.

د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مخنیوی د دوی د نړیوال مشروعیت د لارې تر ټولو لوی خنډ ګڼل کېږي.

4 COMMENTS

  1. غول خورې دا احمق دا یو احمقانه ریتوریک دی چې اولسونه او نړۍ پرې خطا باسي ! دوی د مکې د منا فقینو عادات لري نن یو څه وایې او بله ورځ بل څه !
    ددې منافق او منافقینو خبرې او کړنې ټولې له حقیقته لرې خوشې د شیطان زامن دي !
    کتاب شته قلم شته، مکتبونه ، تعمیرونه شته ، اصول تدریس او پروګرامونه شته او د سر پړومۍ او حجاب هم شته نو دوی ولې مخالفت کوي ؟؟‌ او بله کومه لاره ورته پيداکوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ خو نه داعربی اود محمدي لارې جاهل غلا مان طبیعي علوم نه غواړي او په طبیعت کې خپل زوال د خپلې ديني دیکتاتوري ویني نو له دې کبله خپل منافقت ته نوی نوی شعار ورکوي !! نالت پر مذهبي استعمار ګرو

  2. هسي خو هم طالب پوړ د ډبرين سوچ او اندونو څښتنان دي، خو په دوي کي کندهاري طالبي سوچ او ذهنيت ډير د ښځو ضد دۍ او داوس لپاره دوي په اکثريت کيدي، په جنوب لويديځ افغانستان کې بهرنيو استخباراتې کړيو ډير ژور اړيکي جوړ کړيدي او ډير وفاداره اجنټان يي روزلي دي. او د دوي له لاري خپلي موخې پلي کوي، چي يوه بيلګه دښځينه ټولني ګوښه کول او دتعليم، تحصيل او کار نه ليرى ساتل دي.

  3. یوه جامعه چی با سیواده شی، تعلیم یافته شی هلته بیا ارتجاع رشد نشی کولی، د کومونیستانو په اصطلاح دوی توره ارتجاع ده او خپل ژوند او بقا په جهالت کی وینی. خلک چی تعلیم یافته شی بیا نو د پسونو ملا ته څوک نه ژاړی ـ

  4. تاسو په خپل اختیار نیاست ستاسو بادار ای اس ای دا تصمیم نیسی هغه لوې خینزیر چی کندهار کښی د هیبت په نوم په غار کښی پټ ناست ده هغه د ای اس ای جنرال ده چی تاسو له د استنجا لوټه استعمال وی ایا که تاسو واقعآ د افغانستان یاست او خلکوته خدمت کوی نو دا درامه ختمه کړی هغه خینزیر هیبتو په دار وزړوی او ځان ازاد کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب