دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د اکاډمیسین سلیمان لایق د شعر ژبنۍ ځانګړنې

د اکاډمیسین سلیمان لایق د شعر ژبنۍ ځانګړنې

څېړندویه فضیله احمدي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز علمي غړې

     لنډیز:

د لایق په شعرونو کې یو داسې کیفیت پروت دی چې په ذوق او شوق راباندې متن تر آخره لولي او دلوستلو پر مهال هم ستړي کېږو هم نه بلکې خوند راکوي.په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د دې کیفیت په اړه څېړنه ترسره شي چې اساس یې د لایق شاعرانه ژبه او د هغه دشاعرانه ژبې ځانګړنې دي چې دوه اړخونه لري. په دې مقاله کې د لایق د شعر د ژبې اُفقي اړخ (د جملو د اجزاوو ترتیب) او عمودي اړخ (کلمې او ترکیبونه) او همداسې د هغه د کلام ترنم څېړل شوی دی.

مېتود: په دې څېړنه کې له تشریحي مېتود څخه کار اخیستل شوی دی.

موخه او مبرمیت:

شاعرانه ژبه یا د شعر ژبني ځانګړنې هغه موضوع ده چې په تیوریکي لحاظ ورباندې بحثونه شوي، خو په عملي ډګر کې چا ورباندې منظم او اکاډمیک کار نه دی کړی؛  نو د همدې مبرمیت له مخې ما دا لړۍ د یو حقدار شاعر سلیمان لایق له شعرونو څخه پیل کړه چې ځانته ځانګړنې، نوښتونه او ځانګړی ترنم لري.

پوښتنې:

شاعرانه یا نا عادي ژبه کومه ژبه ده؟

د شاعرانه ژبې افقي اړخ او عمودي اړخ کوم دي؟

د لایق د شاعرانه ژبې ځانګړنې او نوښتونه کوم دي؟

سریزه:

         لایق خپل کام ته د ادب په ژبه

        فکــــــــر د ژوند او بقا راولي

له پورتني بیت څخه ښکاري چې د لایق په نظر ژبه د هغه د بیان یوازینۍ وسیله او د هغه د فکرونو او تجربو د انتقال لپاره محدود ظرف دی چې د هغه د فکر، احساس او عجیبې نړۍ ګنجایش نه لري، پر دې بنسټ هغه  د ادب له ژبې څخه کار اخلي او په دې توګه کله د ژبې په جوړښت کې، کله د ژبو په عناصرو کې تصرف او دود ماتونه کوي  او یو ښه شعر خلکو ته وړاندې کوي چې ژبه یې خوږه، ساده، شاعرانه او آهنګینه ده، دلوستونکو او اورېدونکو عاطفه پاروي،  په غوږونو ښه لګي، په لوستلو یې تر پایه نه ستړي کېږو بلکې له شاعر سره قدم په قدم مخ ته ځو او د هغه له شعر څخه خوند اخلو. لایق خپلې موخې ته د رسېدو لپاره تر ډېره حده شاعرانه ژبه کارولې، د ژبې په افقي اړخ (د جملو د اجزاوو په ترتیب) کې یې هم عادي او هم ناعادي ژبه یې کارولي او همداسې د ژبې په عمودي اړخ (د جملو د عناصرو په برخه کې قاعده جوړونه او قاعده ماتونه) کې هم ځانته خاص سبک لري، د لایق په شاعرۍ کې  د ژبې د عناصرو اوډون سربېره پر دې چې د وینا د ښکلا او تصویر جوړونې په خدمت کې دی، هغه له دغه ترتیب او ترکیب څخه د ژبې د پراختیا لپاره هم ګټه پورته کړې او دا کړنه یې په  ډېر مهارت او د بلاغت د اصولو په رڼا کې داسې تر سره کړې، چې هم ترنم لري هم ایجاز په کې شته او هم معنا په بشپړه توګه رسوي، د ژبې فزیکي او جوړښتي پراختیا، معنوي پراختیا هم له ځان سره لري او د اصولو له مخې دا دمعنا حجم دی چې شاعر نوې کلمې جوړوي.

په دې مقاله کې پر پورتنيو موضوعاتو باندې بحث شوی تر څو د لایق له شعري ژبې څخه د ژبنيو موادو په توګه د ژبپوهنې په بحثونو کې کار واخلو او  ژبه پرې بډایه کړو.

د شعر ژبه:

د شعر ژبه یو اضافي ترکیب دی چې د شعر ژبه په کې مشخصه کېږي، د شعر ژبه د علم ژبه نه ده، د ساینس او طبیعي علومو نه ده، بلکې د شعر ده. که تپه تیاره وي او موږ ووایو چې سخته تیاره ده، هېڅ شی نه ښکاري، دا عادي او ورځنۍ ژبه ده چې ټول ورسره بلد یو او د عقلاني منطق تابع ده، دا په اورېدونکي هېڅ اغېز نه کوي، ځکه چې یو معلوم او محسوس حقیقت یې په هماغه ډول بیان کړی څنګه چې د ژبې اصول حکم کوي، مګر که تپه تیاره وي او موږ ووایو چې: «د څراغونو پروا نه لرم رڼا شته دی»، دا نو بیا شاعرانه ژبه ده.ګورو چې په دغه بیت کې د څو ضمني معناوو وړتیا شته او پر اوریدونکي یا لوستونکي اغېز کوي ځکه یې د شعر ژبه بولو.د شعر ژبه د عیني او ذهني تصویر او تخییل ژبه ده، د ظاهري او باطني حواسو، دعیني او ذهني واقعیتونو، تجربو، اندروني یا نفسیاتي اغېزې او کیفیت ګډوله ده، له عادي ژبې څخه ناعادي ژبې ته تګ یا اوښتل دي.

په دې ژبه کې په عامو سېمبولونو سربېره د شخصي ذهني تجربو او نفسیاتي کیفیت او اغېز له مخې خاص سمېبولونه هم کارول کېږي. (۲: ۳۲۱، ۳۲۲مخونه)

د شعر ژبه یا نا عادي ژبه د هنري اثر ژبه ده، هنري اثر هغه اثر ته وايي چې د یو کس د تخیلي او تصویري تجربو له لارې د هغه ذهنیت او ذوق د نظم او نثر په بېلابېلو چوکاټونو کې راښيي، کله چې یوه معنا پیدا شي، هغه تر ذهني تجربو وروسته د څرګندولو لپاره ژبه او چوکاټ پیدا کوي.(۲:  ۳۲۴مخ)

د لایق د شعر ژبه:

د لایق د شعر ژبه شاعرانه ده! شاعرانه صفت د ژبې کیفیت ښيي، د ژبې روح او تومنه شاعرانه ده، شاعرانه ژبه کوم فن، هنر او پوهنه نه څرګندوي او هغې ژبې ته ویل کېږي چې کلمې او عبارات په کې خوند او کیفیت ولري او لوست یې ذوق خړوب کړي یعنې شاعرانه ژبه د شعر د ژبې په څېر کوم جوړښت نه دی، بلکې یوازې کیفیت او په لیکنه کې پروت روح دی چې په ذوق او شوق را باندې متن لولي او د لوستلو پر مهال ستړي کېږو نه، کتاب تر پایه په شوق لولو او ذهني ستړیا نه حس کوو. (۲: ۳۲۵مخ) د لایق هره شعري مجموعه دا روح او کیفیت لري چې پرته له ستړیا نه تر پایه لوستلو ته مو هڅوي او خوند راکوي.

لایق د خپل خلاق او شاعرانه ذهن او ذهنیت له مخې له طبیعت سره د خپلو ظاهري او باطني حواسو له لارې ذهني تجربې په نفسي کیفیت کې په نوې بڼه وړاندې کړي، د هغه په شعرونو کې  د کلمو، ترکیبونو او عباراتو په مفاهیمو او معناوو کې لفظي او معنوي ارزښت او اغېز پروت دی چې ورته شعریت ویل کېږي او د شاعر په نوم نومول کېږي، لکه: شخصي سېمبولونه او اساطیري روحي کیفیت …( ۲: ۳۲۳مخ)

په ټوله سیمه کې باران اوري

آسمان نارې وهي، ورېځ ژاړي

زموږ دمخه په یوه خره باندې

یوه کډه لېږدي اوږده لار رانغاړي( ۱۰: ۴مخ)

پورته د آسمان د مخ په ګونځو کې

ورکه ده له سره د نرمۍ مخه

دم په دم بنديږي تودو سیمو ته

لاره د رمو او د کېږدۍ مخه( ۱۰: ۵۷مخ)

موږ واقعیت د ژبې په وسیله درک کوو، د ژاک لکان خبره موږ په ژبه کې زنداني یو، ژبه راته واقعیت په استعارو کې نغاړي او موږ بې له ژبې چاره نه لرو، د ژبې ایجاد د انسان کمال دی؛ خو دا کمال محدود دی، ژبه دومره پراخه نه ده چې هر مفهوم چې څنګه دی همغسې بیان کړي، ځکه نو د پورونې له چارې استفاده کوي او یو مفهوم د بل مفهوم په مټ د درک وړ کوي( ۵:  استعاره د انسان د ادراک وسیله). لایق په پورتنیو دوو نظمونو کې هم همدا چاره تر سره کړې،  آسمان ته یې انساني خصلتونه ورکړي، په اوله بېلګه کې نارې وهل او په دوهمه بېلګه کې د مخ ګونځیوالی یې آسمان ته منسوب کړي چې دواړه انساني خصلتونه دي. لایق په پورتنیو بیتونو کې د ادب په واسطه هڅه کړې چې د ژبې عادي، تخیلي، عاطفي او مفهومي نقش لا برجسته کړي او یو مفهوم په یوه فکر واړوي.

د احسان الله درمل په «شعرستان» نومي اثر کې د شعر ژبې لپاره دوه اړخونه ښودل شوي دي چې یو افقي اړخ (د جملو  د اجزاوو په ترتیب) او بل د ژبې عمودي اړخ ( د جملو د عناصرو په برخه کې قاعده جوړونه او قاعده ماتونه) دي، ما هم په همدې چوکاټ کې البته په لږه زیاتونه باندې د لایق د شعر پر ژبنیو ځانګړنو باندې بحث کړی چې په لاندې ډول دي:

د لایق د شعري ژبې د افقي اړخ ځانګړنې:

شعر ژبنی هنر دی او  په یو کره جوړښت کې د کلمو او لحن له عناصرو څخه رغښت مومي چې له دې پلوه د وینا ژبې غوندې دی ځکه چې دغه  دواړه  ژبې له یو ډول عناصرو څخه جوړې شوي، خو ځینې توپیرونه لري؛ د شعر ژبه آسانه او صریحه نه ده، د شعر په ژبه کې یو څه وايې او موخه دې بل څه وي( ۴: ۹۷ مخ) .

پر دې بنسټ د شعري ژبې د ځانګړنو او اړوندو مسایلو په اړه په لاندې توګه ځینو ټکو ته اشاره کوو:

۱ـ د شعر ژبه له عادي، علمي او ساینسي ژبې سره توپیر لري، په عادي او ورځنۍ ژبه کې اړ یو چې یو لړ وضعه شوې قاعدې او قوانین مراعت کړو. دا قاعدې د تاریخ په اوږدو کې د یوې ژبې لپاره جوړې شوې دي او د ژبې د ټولو ویونکو تر منځ پرې هوکړه شوې ده، خو د شعر په ژبه کې بیا دا قاعدې ماتېږي او له نورم څخه انحراف کوي. (۲: ۳۲۱ مخ)

اورېدلې مې له چا دا کیسه ده

که مې لوستې یوه کتاب کې کومه شپه ده(۱۱: ۳۱مخ)

په پورتني بیت کې ګورو که څه هم د مفهوم له مخې ډېره ساده ده خو د شکل له مخې نا عادي ژبه ده، دوه ډوله ناعادي توب لري، اول د جملې د اساسي برخو په ترتیب کې چې اول مسند( اورېدل)  راغلی، بیا مسند الیه( کیسه) دوهم دا چې مسند له اسناد څخه لرې واقع شوی، حال دا چې په عادي ژبه کې تل څنګ په څنګ راځي.

۲ـ د جملو په کچه تغییرات خو په شاعرۍ کې له حده وتلي پېښېږي، د هرې ژبې په افقي ( سینټګماټیک) محور کې د جملې اجزا( فاعل، فعل، مفعول) ځانګړي موقعیتونه لري. شاعران د وزن او شعري ژبې د ایجاد لپاره دا موقعیتونه ګډوډوي او په ژبه کې یو نوی نظام رامنځته کوي.(۳: ۳۹۴مخ). پر دغو ځانګړنو سربېره  لایق یو له هغو لاسبرو شاعرانو څخه دی چې په ډېرو ځایونو کې شعري جملې یې د ورځنۍ ژبې له جوړښت سره سمې وي، خو بیا هم په کې وزن او شعري عناصرو ته زیان نه دی اوښتی، یعنې سره له دې چې شعر له اتوماتیکې ژبې سره سم روان وي خو تشخص او فورګراوندینګ( برجسته سازي)  هم لري، لکه لاندینۍ بېلګې:

باران خو ګورئ چې قطره، قطره دی

چې سره یو شي لوی دریاب جوړ کړي

بیا چې په یوه لار ه کې سر کېږدي

کاڼي پرې باسي او سېلاب جوړ کړي( ۱۰: ۵ مخ)

د یوه خوړ له څنګه ناست یم

ستړی شوی، سا نیولی

پښې تر دوړو لاندې پټې

وږی، تږی لمر وهلی( ۱۰: ۹ مخ)

څرنګه چې ګورو په دغو مثالونو کې د جملې په افقي نظام کې هېڅ ډول بې قاعده ګي نه تر سترګو کېږي،  مبتدا او خبر په منظم ډول له عادي ژبې سره سم راغلي دي یعنې که دا  نظم په نثر هم ولیکو، کټ مټ همداسې لیکل کېږي.

۳ـ د شاعرۍ په عام مقبولیت کې د ژبې د ساده والي عنصر نه شو هېرولی، موږ چې په شاعرۍ کې د ساده ګۍ خبرې کوو، زیاتره مو موخه دا وي چې شاعر څنګه کولای شي خپله خبره آسانه او د خلکو ژبې ته نږدې کړي ( ۳: ۳۹۶ مخ).  په معاصره شاعرۍ کې د همداسې ژبې یوه غوره بېلګه د لایق شاعري ده، چې حتی شعاري بڼه یې خپله کړې ده:

دا وطن ودان وطن

دا د لوی افغان وطن

دا په موږه ګران وطن

خاوره د غیرت ده زلزلې لري، توفان لري

غرونو کې بازان لري( ۱۳: ۱۴۰ مخ)

څرنګه چې ګورو پورتني بیتونه ډېره رواني او فصاحت لري او د دغو ځانګړنو تر څنګ په یوه آهنګینه ژبه ویل شوي، روحي او عاطفي کیفیت ترې محسوسېږي چې دا د لایق د شعري ژبې یوه خاصه ځانګړنه ده.

۴ـ فعل د شعري ژبې د افقي اړخ یوه مهمه برخه جوړوي چې لایق د دې برخې په کارولو کې ځانګړی دریځ لري، کله کله فعل لنډوي  چې په زیاترو ځایونو کې دا لنډون د ژبې د ښکلا لامل ګرځي او په دې توګه د پښتو شاعرۍ په اختیاراتو ( poetic license) کې یې حسابولای شو:

دی وايي:

اې زما ځلانده شعره په ما نازه

په پستۍ مې چا ته نه کړلې بې نمازه

++++++++++

ورسره ځغله، تر څو چې ځغلي

دا سوځوونکي د اور سېلونه

ورسره لوبه، څومره چې لوبي

دا د سرکښو، څپو سېلونه( ۱۰: ۶۷ مخ)

په اوله بېلګه کې نازه د / نازېږه / د فعل لنډه بڼه ده چې لنډون یې په دې بیت کې ښکلا رامنځته کړې او په دوهمه بېلګه کې لوبه د / لوبېږه/ او لوبي د / لوبېږي/ لنډ شکلونه دي چې د ښکلا تر څنګ معنا هم په بشپړه توګه رسوي.

ـ لایق په ځینو ځایونو کې فعلي کلمې په ډېره هنري توګه کاروي یعنې  په یوه جمله کې دوه فعلونه کله څنګ په څنګ او کله په مختلفو موقعیتونو کې داسې استعمالوي  چې په لومړي ځل کتلو یا اورېدلو مخاطب په ابهام کې اچوي خو که ورته ځیر شو بیا پوهېږو چې یوه فعلي کلمه یې د فعل دنده او بله یې په جمله کې یواځې د هڅونې دنده تر سره کوي، لکه په لاندې بیت کې:

پیشو وویل نو هله او تلوار که

ځغله ځغله د زمرک کاله ته لار که

 په دې بېلګه کې ځغله ځغله او لار کول دوه فعلي کلمې دي چې په یوه بسیطه جمله کې کارول شوې دي. که دغې بېلګې ته ځیر او معنا ته یې پام وکړو، ګورو چې لار کول اصلي فعل دی او ځغله ځغله فعلونه نه بلکې تشویقي کلمې دي چې تر اوسه دفعلي کلمو د دې ډول کارولو په اړه زموږ په ګرامرونو کې څه نه دي راغلي.

لایق چې کله  احساساتي شي، پر له پسې څو څو فعلونه کاروي چې دغه راز بېلګې د ده په کلام کې ډېرې موندلای شو:

کله آسمان کې د اوښانو غوندې

غلي خوځېږي او مزلونه وهي

کله وحشي شي، توپاني شي پسې

په غرو وردانګي یرغلونه وهي

کله هیلۍ غوندې د سین په اوبو

ښکته شي ولامبي غوپې ووهي

په پورتنۍ بېلګه کې له اولې او پنځمې مسرې څخه پرته په ټولو مسرو کې پر له پسې  څو فعلونه راغلي دي چې دا د لایق د شعر خاصه ځانګړنه ده.

  • په ډېرو لږو ځایونو کې د قافیې د ساتلو په منظور یو فعل په بله بڼه راغلی چې جملې سره سر نه خوري او په شعر کې سکته ګي رامنځته کوي:

په برېتو د مساپر کې

یوه نرۍ موسکا پیدا شوه

په ساده زړه کې یې ویښه

یوه خوب وړې تمنا شوه

کاشکې په دغو غرو کې

د کارونو یوه غوغا شوه

د کاشکې کلمه د تمنايي جملو له رغندو توکو څخه ګڼل کېږي چې استعمال یې په نږدې راتلونکي  او تېر مهال کې ځانګړي فورمولونه لري :

تېر مهال( کاشکې + فاعل + فعل( ی، ای) + وای. )

کاشکې زه تللای وای.

راتلونکی مهال[ کاشکې+ فاعل+ فعل + شم، شي. شې( کومکي فعل)]

د دې بېلګې په وروستۍ مسره کې د / شوه/ استعمال له کاشکې کلمې سره یعنې په تمنايي بڼه سمه نه ده او یو داسې ژبنی انحراف دی چې معنوي انحراف یې رامنځته کړی دی.

ـ د سلیمان لایق په پښتو آثارو کې یو نیم ځای د دري مرکب فعل ژباړه وینو چې په پښتو کې ښه نه ښکاري، لکه:

په هره ترانه کې چې کوکچې به سر کوله

کشل شوی په خوږیو خوږیو نغمو کې ښکلی شان و

غوږونه مې خوند نه وړي د رباب له ترانو نه

چې خوند وړل د خوند اخیستلو په معنا په پښتو کې نه راځي او د دري د لذت بردن ټکي په ټکي ژباړه ده. ( 7: ۵۴ مخ)

د لایق د شعري ژبې یوه جالبه ځانګړنه دا ده چې په ډېرو ځایونو کې مسرې داسې تنظیموي چې یوه یې نارینه ګردان ولري او بله یې ښځینه. د جملو دغه رقم اوډنه موږ ته دا راښيي چې د لایق د ژبې مرکزیت یوازې نارینه نه، بلکې نارینه او ښځینه دواړه دي.

ښه شو چې ایل شو دا یاغي عشقونه

ښې شوې چې تم شوې دا  ناتمه منډې

ښه شو پوره شو دا زموږ ننګونه

ښې شوې عبث شوې د آسمان ملنډې( 10: ۳۶مخ)

+++++

غرونه دې ولیدل چې ولړزېدل

درې دې ولیدې چې وخوځېدې

لېوان دې وليدل چې وتښتېدل

رمې دې ولیدې چې ونڅېدې( 10: ۳۷مخ)

د لایق د شاعرانه ژبې د عمودي اړخ ځانګړنې

د شعر د ژبې په عمودي اړخ کې د بحث محور د جملې عناصر (کلمې او ترکیبونه) دي، د شعر د ژبې په عمودي اړخ کې د مشهور ژبپوه لېچ په اند دوه موضوعات مطرح دي چې  یو ډول یې قاعده ماتېدنه            ( Deviation) ده او بل ډول یې قاعده جوړونه( Extra Regularity). د هغه په اند، همدغه دوه توکي په ژبه کې تشخص او شعریت رامنځته کوي د شعر او شعریت وسیلې کلمې دي. په شعریت کې کلمې بېلابېل مفاهیم په استعاري او سمبولیکه ژبه وړاندې کوي. د کلمو رنګارنګي او بېلابېلو مفاهیمو کارول شعر په شعریت اړوي. د شعریت ژبه د تصویر، تفکير او تخییل دی. ( 2: ۳۲۱ مخ)

قاعده جوړونه Extra Regularity) )

۱ـ د کلمو انتخاب:  شعر  خپله نړۍ، کلمه په کلمه جوړوي. له شعري چوکاټ څخه بهر کلمې مقیدې دي او یوازې خپله قاموسي معنا لري چې کلمې ته حقیقي زندان باله شي، مګر په شعري نړۍ کې شاعر کلمې آزادوي او په دې توګه په شعر کې یوه کلمه بېلابېلې معناوې او تصویرونه څرګندوي. ابن اثیر وايي: ( عبور واژه ها از ګوش؛ مانند ګذشتن افراد از مقابل چشم است.)(۴: ۵۷مخ) په شعر کې د کلمو ارزښت په نقاشۍ کې د رنګ او په مجسمه جوړونه کې د تیږې د ارزښت په شان دی . ټول شعر کلمې دي. شاعر د شعر په واسطه کلمو ته خدمت کوي، ځکه چې کلمې د هغه کار ته مواد برابروي، له همدې کبله هر شاعر هڅه کوي چې له با کیفیته او دوامدارو موادو څخه کار واخلي، هر څومره چې شاعر د کلمو په ټاکنه کې ځیر شي او له دقت څخه کار واخلي، په هماغه کچه د خپلو تجربو په لېږدولو او شریکولو کې بریالی وي، په شعر کې کلمې په مجرده توګه نه، بلکې په یوه جوړښتي اوډنه کې خپل ارزښت څرګندوي او شعري واحد رامنځته کوي. لایق هم د یوه وتلي شاعر په حیث د کلمو په انتخاب کې ډېر دقیق دی، لکه لاندې بیتونه:

د تا لمن د بې لمنو لمن

د تا هستي د بې حاصلو هستي

د تا غوغا د نازولو غوغا

د تا مستي د مستبدو مستي

( ۸: ۳۱ مخ)

په پورتنیو بیتونو کې د ( لمن) کلمه په خپله مجازي یا دوهمه  معنا ډېره پر ځای او ښایسته کارول شوې چې هم په غوږ ښه لګي او هم بېلابېل تعبیر ورڅخه کېدلای شي.

ترکیب جوړونه: د ټولنیز ژوند هغه شیان او شکلونه چې مخکې رامنځته شوي، خلکو ورته نومونه هم مخکې ورکړي دي، شاعر هغه را اخلي او د خپلې ژبې مدار ته یې دننه کوي او هغه برخه چې نوم نه لري او یا د شعر نړۍ ته ځانګړې ده، شاعر پر هغو شیانو باندې نوم ږدي او خلکو ته یې معرفي کوي. باید یادونه وکړو چې شاعر کوم ترکیبونه چې جوړوي نوي دي او نوي مفاهیم افاده کوي. کله چې ژبنۍ زېرمې د شاعر د نوي فکر د افادې لپاره لازم عناصر او وییونه و نه لري، د شاعر ژبه فعاله کېږي او نوې کلمې او ترکیبونه ورته جوړوي، شاعران چې له فکر څخه بهر ژوند کولای شي د ژبې له چوکاټ څخه بهر هم پاتې کېدلای شي. شاعر د هرې کلمې په خلق کولو کې یو نوی فکر هم تولیدوي چې د شاعر په واسطه د ژبې بډاینه همدې ته وايي( ۶: ۲۳۶ مخ). لایق هم په خپل وار د ترکیبونو په جوړولو سره د ژبې په بډاینه کې خپله فعاله ونډه اخیستې چې د استاد غضنفر په خبره  د ده په شعر کې د نویو وصفي او اضافي ترکیبونو کمی نشته. دلته ځینې بېلګې یې وړاندې کوو:

توصیفي ترکیبونه:  په شلمه پېړۍ کې فورملیستو ادبپوهانو د ادبي ژبې د ماهیت په اړه خورا مهمې خبرې وکړې. د دې خبرو یو مرکزي ټکی دا دی چې ادبي ژبه د عادي ژبې له نا آشنا کولو څخه راپیدا کېږي. که زه ووایم، بده خبره مې واورېده، دا عادي او آشنا ژبه ده خو که ووایم، توره خبره مې واورېده، دلته ژبه نا آشنا شوه ځکه توره شپه یا مثلاً تور زړه وایو خو توره خبره نه وایو او خبرې ته تور ویل نا آشنا انداز دی.

سلیمان لایق کله کله نا آشنا ترکیبونه راوړي چې ژبه ورسره غیر عادي او شاعرانه کېږي، دی وايي:

ما د یوه نارینه غوړپ په انتظار کې

د ژوند ټول خرابات وسپاره خمار ته

چا باور کړ چې دا رغنده فتنه به

د لایق د زړه په ښار باندې یرغل کړي

دلته رغنده د فتنې لپاره نوی ستاینوم دی چې د دوو متضادو شیانو د یو ځای کولو بېله ښکلا هم په کې شته. دغه راز د غوړپ لپاره د نارینه ستاینوم راوړل د ژبې نا آشنا کول دي.( ۷: ۴۹مخ )

اضافي توصیفي ترکیب

د+ اسم+ صفت+اسم

دم در حاله یوه نېشه ورباندې راغله

د مستۍ مسته څپه ورباندې راغله

نوي توصیفي ترکیبونه

وځلېږه ته ای مقدس لمره

رنګ کړه د سبا د پسرلي ګلان

دغه غمځپلې خاوره ګرمه که

وخندوه دغه ژړنی آسمان (۱۰: ۱۷ مخ)

په پورتني مثال کې ژړنی د ژړغوني پر ځای یوه نوې کارول شوې کلمه ده چې د شاعر نوښت باله شي.

که سره یو شي دا رڼې قطرې

وطن به واړه شي څپې، څپې

نرمې اوبه به شي تېرې، تېرې

د ګلو پاڼې به چړې چړې

(۱۰: ۲۹ مخ)

زموږ غوږونه له څپې څپې او تېرې تېرې ترکیبونو سره آشنا دي، خو چړې چړې په دغه بند کې داسې یو ترکیب دی چې د لومړي ځل لپاره د وینا ډګر ته راوړل شوی دی.

لایق د توصیفي ترکیبونو په لړ کې ځینې مصنوعي ترکیبونه راوړي چې بې خونده دي:

زه چې شاعر یم د انسان د مینې

ربړ ګالونکو ته شعرونه لیکم

زه په مالوچو کې لمبې کرمه

زه په باروتو کې اورونه لیکم( ۱۰: ۵۵مخ)

د ربړګالونکو پر ځای زموږ په ژبه کې د زیارکښ سوچه ترکیب شته چې تر دې ترکیب خوږ او روان دی.

د لایق په کلام کې د توصیفي ترکیبونو مثالونه ډېر دي چې د ټولو په راوړلو سره مقاله اوږدېږي ځکه نو په همدومره مثالونو باندې بسنه کوو.

اضافي ترکیبونه:

اضافي ترکیبونه هم په عادي او هم په شاعرانه ژبه کې ډېر د استعمال موارد لري، د لایق په شاعرۍ کې هم اضافي ترکیبونه زښت زیات دي چې ډېر یې نوي ترکیبونه دي چې دلته یې ځینې مثالونه را اخیستل شوي دي.

ورځه راویښ که د غضب بادونه

په سپین میدان شه د توپان هادي

ورځه ماڼو شه، د نجات ماڼو

په سختو لارو د انسان هادي( ۱۰: ۶۳مخ)

پرېږده چې لوړ شي آواز د تندر

پرېږده چې ووځي، د وینو لارې

پرېږده چې لنډ شي، پرېږده چې پرې شي

دا تور لاسونه، ناروا چارې ( ۱۰: ۶۶مخ)

ته هم دریاب یا د دریاب زوی شه

د سره هیلمند د سېلاوونو شاعر

یا د وطن د سوځوونکو ورځو

د یرغلونو، ګردشونو شاعر( ۱۰: ۶۱مخ)

د لایق د وضع کړي اضافي ترکیبونو په لړ کې داسې ترکیبونه هم زموږ پام را اړوي چې د اضافت توری دوه ځله په کې راغلی دی، زما د معلوماتو له مخې زموږ په ګرامرونو کې د دې ډول اضافي ترکیب یادونه نه ده شوې؛ خو زه ورته د / غبرګ اضافي ترکیبونه/ نوم ورکوم:

دی د وطن د کړاوونو ناره

دی د تاریخ د مرسلانو امیر

دی د جهان د حوادثو نهنګ

دی د زمان د آسمانونو قجیر

د پورتنۍ بېلګې په درېمه مسره کې/ د جهان د حوادثو نهنګ/ او په څلورمه مسره کې/ د زمان د آسمانونو قجیر/ غبرګ اضافي ترکیبونه دي چې فورمول یې ورته داسې لیکلی شو: (د+ اسم+ د+ اسم + اسم).

قاعده ماتېدنه

۱ـ لوي شاعران د خپلې ژبې کمیت او کیفیت پېژني او د هغې د پراختیا لپاره هڅه او داسې ګامونه پورته کوي چې ژبه د پرمختیا لوري ته بیايي، مثلاً د لایق په لاندې بیت کې د / لمبه ناک/ ترکیب:

ور دمخه شوه بې باکه لمبه ناکه

وې یې ای زړه ډبرینه اې سفاکه( ۱۱: ۳۲ مخ)

د ژبې په تاریخ کې تر اوسه د / ناک/ روستاړی هم په دري او هم به پښتو ژبه کې له معنا نوم سره یو ځای راځي؛ خو لایق دا قاعده ماتوي او / لمبه/ چې مادي وجود لري یا ذات نوم دی / ناک/ سره یو ځای او یو ښه ترکیب رامنځته کوي چې په غوږ ‌ ډېر ښه لګي، ځکه چې زموږ غوږونه د خطرناک، مینه ناک، وحشتناک …. سره آشنا وي خو دا نا آشنا ترکیب چې غوږ ته راځي، ډېر توجه جلبوي.

۲ـ په پښتو کې د یو اضافي ترکیب جوړښت په داسې ډول دی چې اول د اضافت /د/ راځي بیا مضاف الیه راځي او وروسته بیا مضاف راځي( د + مضاف الیه+ مضاف)، خو ډېر ځله لایق د شعر د ښکلا او موسیقي لپاره دا دود ماتوي او په لاندې ترتیب کې یو اضافي ترکیب وړاندې کوي:

باد د غضب به په دره دره کې

بولۍ د ولس د ویښېدو خوره کړي

دا د ظالمو د دوران نښې به

واړه له بېخ او ريښې چپه کړي( ۱۰: ۳۲ مخ)

راته ښکارېږي چې اوس لمر خېژي

د شپې لمنې کې رڼا ښکاري

د زړه کړکۍ چې څنګه خلاصه کمه

منظر د نوې پښتونخوا ښکاري(۱۰: ۴۵مخ)

 

ګلونه وغوړوه جار دې شم

شپې د بهار دي چې بهار شي مست

خیر دی خیر دی که تږی یمه

پرېږده چې ننداره او خمار شي مست

( ۸: ۳۳مخ)

د دغو قاعده ماتونو تر څنګ لایق په ځینو ځایونو کې دا ترتیب له عادي ژبې سره سم استعمالوي، لکه:

ستا په هر موټي کې د ژوند سرود

له ورایه وینم چې څپان خوځي

ځکه زما په لېوني شعر کې

د ځوانو هیلو یو جهان خوځي(۸: ۳۳ مخ)

۳ـ د عطف واو عمومي قاعده دا ده چې دا د دوو اسمونو، ترکیبونو او جملو تر منځ راځي او هغه دواړه له یو بل سره نښلوي ؛ خو لایق دا قاعده ماتوي او / او/ د اهنګین غږ په توګه د جملې په سر کې راوړي او د خپل شعر ژبه ورباندې ښایسته کوي.

       او دا پاڼه پاڼه نه ده

دا یو ګل دی رژېدلی

بې باغوانه راشین شوی

لکه ستوری ځلېدلی( ۱۰: ۹مخ)

۴ـ  د ژبې د اصالت ساتنه: لایق سره له دې چې په ژبه کې ځینې نوښتونه او قاعده ماتونې کړي، د ژبې د کلمو په استعمال کې د هغو اصالت ته یې هم پام کړی، لکه د / ورځ/ د کلمې په استعمال کې چې د ایتمولوژیکي بحثونو له نظره له آره / ورځه / ده، ده هم / ورځه/ کارولې:

ورځه وروسته چې له ښکاره راستانه شول

سره کېناستل د زړونو په خواله شول

۵ ـ د ځینو نورو ژبنيو موادو عرضه:  د لایق د شعري ژبې په واسطه موږ هغو ډېرو ساده ټکو ته متوجه کېږو چې په خپله ژبه کې یې ډېر کاروو، خو په ګرامرونو کې تر اوسه شرحه یې نه ده راغلې، لکه: په لاندې بیت کې د ګنې اړیکوییکی.

وایه ژر شه ای بدبخته بې ادبه

ځواب راکه ګنې پرې به دې کم ژبه( ۱۱: ۴۲ مخ)

تر اوسه موږ په کتابونو کې لوستي چې موږ درې / که، یا، سره/ اړیکوییکي لرو خو څرنګه چې ګورو د دې بیت په استناد یو بل هم شته چې / ګنې/ دی او که په ژبه کې دقت وشي، شاید نور هم وي.

د لایق په شعرونو کې د منځتاړي ډېرې ښې بېلګې موندلای شو چې اوس زموږ په ژبنیو بحثونو کې یوه نوې موضوع ده:

      يه مسته مسته، کونړه مسته

په ځګو پټه، په تګ بدمسته

پېړۍ تېرېږي، ته ورته ناڅې

اوړې را اوړې فرار دې نسته( ۱۱: ۴۷مخ)

لکه مار له ډېره درده په ځای تاو شو

له غصې په ملا غبرګ شو تاو را تاو شو (۱۰: ۵۲ مخ)

په پورتنیو بېلګو کې / اوړي را اوړي/ او / تاوراتاو/ هغه دوې دوې همجنسې کلمې دي چې د /را/ په واسطه یو بل سره یوځای شوي او نوې معناوې یې رامنځ ته کړې دي.

 ـ د لایق د ژبې ترنم( موسیقي)

د کلام یا نظم موسیقي په دوه ډوله ده: خارجي او داخلي موسیقي؛  له خارجي موسیقۍ څخه منظور آهنګ (قافیه، ردیف، تون) دی چې هغه جلا بحث دی او له داخلي موسیقۍ څخه منظور هغه آهنګ دی چې په هره شعري جمله، نیم بیتي یا بیت کې له موجودو توریو او کلمو او د یو بل په څنګ کې د هغوی له خاص ترتیبه راولاړیږي چې د انسان پر حواسو اغېز کوي، د انسان زړه او د بدن نور غړي په یو منظم حرکت راولي یا د کلماتو ترتیب او تناسب ته وايي( ۱: ۲۰۶مخ) ، ښایي د لایق د شعر محبوبیت تر ټولو لویه وجه د هغه د کلام یا ژبې موسیقي وي.

ده په خپل یوه کتاب کې چې ( سندرې په سویو واټونو کې)  نومېږي، د چونغر ترانو په اړه لیکي: د ترانو وزن زما خپل دی. دا وزن په تېره بیا د طبیعت په ترسیم کې د خیال د مرکبو تصویرونو په هستونه کې مرسته کوي، ځکه ما هغه اختراع کړ تر څو د سیاست او وطنپالنې لپاره یوه رومانتیکه شاعرانه ژبه پیدا کړم. داسې چې سیاسي مضامینو ته تغزلي او شاعرانه ساه ورکړي.

بېګا مې خوب لیده چې چونغر مړ دی

د غرونو مشر شمله ور مړ دی

سپوږمۍ اغوستی د تیارې پړونی

عالم تباه دی، ته وا لمر مړ دی

دا وزن د یوه مات زړه د بیان لپاره ډېر مناسب دی چې پښتو ادب ته د لایق لویه ډالۍ ده.

لایق د پښتو څلوريزې مشهور وزن قطعو او اوږدو شعرونو ته استخدام کړ چې کامیاب نوښت و. دی د چستو او حماسي ډوله آهنګونو په انتخاب کې هم استاد دی.

د لایق د شعر ترنم او خوږوالی په درېيو مواردو کې دي: تکرار، سجع، تجنیس.

الف: تکرار

په عادي ژبه کې تکرار د کلام ضعف ګڼل کېږي؛ خو لایق له تکرار څخه داسې ګټه اخیستې چې هم یې خپل کلام ورباندې ښایسته او هم قوی کړی دی، د ده په کلام کې تکرار تر هر څه نه ډېر محسوس دی. هغه له تورو نه نيولې تر جملو پورې په خپل شعر کې تکرار، تکرار راوړي چې د لوستونکو ذهن پرې تازه او ذوق یې خړوبېږي. د لایق په بیتونو او مصرعو کې د توریو، څپو او کلمو له تکراره را ولاړه شوې موسیقي خورا عالي ده. موسیقي په اصل کې د اواز د تکرار پیداوار وي، د لایق په شعرونو کې د توریو، څپو او کلمو، جملو، نحوي جوړښتونو  د تکرار مختلفې طریقې او ډېرې بېلګې موندلای شو. د ده د موسیقي یوه طریقه دا هم ده چې کلمې څنګ په څنګ تکراروي:

د تورو تکرار

سوځي به د خلکو په اورونو عذابونو کې

چا چې دا جنت وطن جوړ کړی جهنم

په پورتني بیت کې د څپو او د /ج/ د غږ تکرار په دویمه مسره کې یوه خاصه موسیقي رامنځته کړې ده.

د مسرو په پیل کې د قید تکرار

په لاندې مثال کې ټولې مسرې د ( دلته) په قید پیلېږي چې موسیقي او تاکید رامنځ ته کوي:

دلته زموږ خلکو د دښمن ژامې ځپلې دي

دلته مېړنیو خپلې وینې بهولې دي

د نحوي جوړښتونو تکرار: دا د لایق د شعر د موسیقي بل پیاوړی عامل دی. وايي:

څومره ټيټه ده شېوه د نامردیو

څومره لوړه ده سره لاره د مردیو

څومره سخته آبادي د خوارو خلکو

څه آسانه سرشته د بربادیو

دلته څلور مسرې، څلور اسمي جملې دي. په لومړیو دوو کې اسنادي فعل ( ده) څرګند او په دوو نورو کې پټ دی. څلو جملې د تعجب په کلمو پیلېږي او څلور سره د ( مضاف + مضاف الیه) په ترکیبونو ختمیږي چې دغسې مشابهتونه په کلام کې ترنم پیدا کوي، لایق یو هغه شاعر دی چې د جملو له نحوي مشابهتونو رامنځ ته شوې موسیقي یې خورا پیاوړې ده. ( ۷: ۵۴مخ)

د جملو تکرار

راځئ چې یو شو، راځئ چې یو شو

په ګډه مات کړو دا ځنځیرونه

راځئ چې پرې کړو، راځئ چې وران کړو

مرغلین پړي، تور زندانونه( ۱۰: ۲مخ)

د بېدیا هېر شوی ګله

ته لا ښه یې، زه دې ستایم

زه که مرم که تباه کېږم

یک تنها یم، یک تنها یم

د څپو یا کلمو تکرار

یه مسته مسته کونړه مسته

په ځګو پټه، په تګ بدمسته

د ژوند جاله مې در کې لاهو کړه

اوس یې درنیسه ای زبردسته( ۱۰: ۴۹ مخ)

هله دریاب، دریاب دریاب ښکاري

د قدرتونو د عظمتونو زانګو

ستر برېښي، ښکلی او ژوندی برېښي

د حرکت او بدلونونو زانګو ( ۱۰: ۶۰ مخ)

همدې یاغي، یاغي، یاغي ته ګوره

څومره قوي او هیبتناک ښکاري

رعب او وېره او پرتم خوروي

آزاد او ښکلی او بې باک ښکاري(۱۰: ۶۱مخ)

د سجعې کلمې

هره ورځ وینم سلګونه شیطانان

بې غوږونه، بې نظره بې ایمان

ځوروي مې، پاروي مې، خوځوي مې

ژړوي مې، وېروي مې، سوزوي مې( ۱۱: ۶۸ مخ)

تجنیس

یه خلکو خلکو، د وطن خلکو

یه وږیو تږیو، د غرو وګړو

( ۱۰: ۱مخ)

  • پرله پسې د دوو قریب المخرجو غږونو استعمال

لایق یو نیم ځای کې دوه قریب المخرجه غږونه څنګ په څنګ ډېر هنري استعمالوي چې د موسیقي یا ترنم د تولید لامل ګرځي، لکه:

پښه پخه ږده، وارخطا نه شې

دا د مېړانو، لومړنی باب دی

په دې کې نه شي، د ناز خوبونه

دا انقلاب دی، دا انقلاب دی( ۱۰: ۶۷مخ)

محاوروي ژبه

هغې کلمې او مفاهیم چې ولسي رنګ او ښکلا لري، ډېر عام شوي تر دې چې نور کلیشه شوي دي، لکه متلونه، اصطلاحات، محاورې، ترکیبونه، عبارات او … دغه کلمې او مفاهیم په ټوله کې هنریت، شعریت او تخیل دي. که همدغه مفاهیم په نویو انځورونو او بڼو کې داسې راشي چې معنوي اولفظي ښکلا یې نوی فکر او نوی تخیل وړاندې کړي، د ژبې نوښت په زړو یا تکراري انځورونو کې نوې ساه پو کول دي؛. (۲: ۳۲۲ مخ) محلي او عامیانه ژبه شاعرۍ ته ډېر له هندي سبک سره راننوتې ده، شاعر کله کله د محلي او ورځنۍ ژبې په کارولو سره خپله ژبه نا آشنا کوي، محلي ژبه د متلونو، کنایو، اصطلاحاتو ، محاورو او ځانګړي تلفظ له امله شاعر ته دا چانس ورکوي چې د هغې له بېلابېلو ښکلاوو څخه په مناسب ځای کې ګټه واخلي او د خپل شعر ژبه ځانګړې کړي، (۳: ۴۱۰ مخ)   لایق  هم د یوه معاصر لیکوال په توګه دا کار کړی دی چې تر ټولو درنه برخه یې د متلونو او عامو اصطلاحاتو کارونه ده.ځینې بېلګې یې وړاندې کېږي:

متلونه

مهال د تورې درنه تېر نه شي

فرصت په خپله د امکان لار ده

پلرو ویلي او موږ منلي

ژرنده د پلار هم که وي په وار ده(۹: ۱۰۱مخ)

اې څومره تریخ یې د غربت اوره

چې سړی ورک کړې له خپله کوره

پرده د هېچا په چا کې نه شي

یا خپله کوره یا خپله ګوره( ۹: ۱۶ مخ)

واعظان وايي تا چې کرلي

بیا دې په خپله هغه رېبلي

نه نه زه نه یم، هېڅکله نه یم

بل چا شېندلي، بل چا تللي( ۹: ۱۳۰ مخ)

یورپ وړیا کړه د حسن برخه

مینه برباد شوه له سپکه نرخه

بربنډتوپ لوټ کړ د حیا نظم

اوبه اوښتې تر خپله ورخه( ۹: ۱۶۷مخ)

وايي چې کوږ بار تر مزل نه رسي

دلته بې درنګه تر مزل رسي

زړه مې مرور دی له ملګرو نه

هرې خوا ته تښتي له کابله ځي( ۸: ۳۱ مخ)

عام اصطلاحات

کنه ژامې به دې هسې کړمه ماتې

چې عبرت شي ټول عالم ته ځنې پاتې( ۱۱: ۴۲ مخ)

دا ته نه وینې صورت مې ټول رپېږي

له غضبه مې ماغزه درته اېشېږي( ۱۱: ۴۳ مخ)

زه هغه ته په شرمو یم شرمېدلی

ګناکار، بې حیثیته، ښویېدلی( ۱۱: ۶۱ مخ)

په اوله بېلګه کې د قهر په وخت او د یوې تېروتنې په مقابل کې د ژامو ماتول د نورو د عبرت لپاره، په دوهمه بېلګه کې له غضبه د ماغزو ایشېدل او درېمه بېلګه کې په شرمونو شرمېدل هغه عام اصطلاحات دي چې عوام یې ډېر کاروي.

عام تشبیهات

لکه بُت بې حرکته په ځای ودرېد

بیا بې حس شو لکه زوړ دېوال راولوېد (۱۱: ۵۷ مخ)

بې حرکت لکه بُت بېخي عام سمبول دی چې په ځانګړو بېلګو کې د استعمال مورد لري. د یادونې وړ بولم چې د لایق په شاعرۍ کې د عامو تشبیهاتو بېلګې ډېرې دي.

پایله

شعر هغه ظریف هنر دی چې د خپل وجود د اثبات او ظهور لپاره ژبه د وسیلې په ډول استخداموي، که ژبه نه وي شعر نشته. موسیقي، انځورګري، ډبرتوږنه او نور هنرونه د اظهار لپاره نورې وسیلې لري، خو شعر چې د شاعر له ذهن څخه د حواسو نړۍ ته راځي؛ نو باید د ژبې جامې واغوندي. د شعر ټول عناصر، لکه: تخیل، عواطف، آهنګ او فکر د خپل اظهار لپاره ژبې ته اړتیا لري او که ژبه نه وي، ممکن انسان د خپل تخیل او مافي الضمیر د اظهار لپاره بله وسیله وکاروي خو تخلیق ته یې شعر نه شو ویلای، د شعر ژبه له عادي ژبې سره توپیر لري چې د شاعرانه یا عاطفي ژبې ( Emotive language) په نامه یادېږي.

په دې مقاله کې د لایق د شعر اُفقي اړخ( د جملو د اجزاوو ترتیب) او عمودي اړخ( کلمې او ترکیبونه) او همداسې د هغه د کلام د ترنم په اړه لنډه څېړنه شوې ده.

د ژبې په افقي اړخ کې لایق ځان ته سبک لري، ژبه یې ساده، روانه او فصیحه ده او له عادي ژبې سره توپیر لري، د جملو د اجزاوو په ترتیب کې یې هم هنریت کارولی او همداسې د جملې د خبر د برخې د یوه مهم عنصر چې فعل دی په کارولو کې خاص مهارت  لري، فعل کله لنډوي، کله تکراروي، کله څو څو فعلونه څنګ په څنګ راوړي او خپل کلام ورباندې شاعرانه کوي.

د ژبې په عمودي برخه کې چې د بحث محور  په کې کلمې او ترکیبونه دي، د قاعده جوړونې او ماتېدنې په وسیله یې په ژبه کې شاعرانه نوښتونه رامنځ ته کړي او ښایسته ترنم یې ورته ورکړی چې د ده د شعري ژبې ترنم د تورو، کلمو او د جملو له تکرار څخه رامنځته شوی او د محاوروي ژبې په کارونې سره یې په خلکو کې عام مقبولیت پیدا کړی دی.

مأخذونه

۱ـ ازمون، لعل پاچا. پښتو نظم پوهنه، د ختیځ خپرندویه ټولنې تخنیکي څانګه، جلال آباد، ۱۳۹۷ل.

۲ـ ازمون، لعل پاچا. شعر پوهنه، د افغانستان د علومو اکاډمي: کابل، ۱۳۹۹ل.

۳ـ درمل، احسان الله. شعرستان(د شعر د جوړښت او تخنیک په اړه)، دوهم چاپ، سروش کتابپلورنځی: کابل، ۱۳۹۷ل.

۴ـ شریف، شریف الله. ویژه ګیهای کلمه سازی در شعر دری، اکادمی علوم افغانستان: کابل، ۱۳۹۸ هجری شمسی.

۵ـ ښکلی، اجمل.  استعاره د انسان د ادراک وسیله، تاند ویبپاڼه.

۶ـ علي پور، مصطفی. ساختار زبان شعر امروز( پژوهشی در واژه ګان و ساخت زبان شعر امروز)، چاپ سوم، انتشارات فرودس: تهران، ۱۳۸۷ ش.

۷ـ غضنفر، اسدالله. د سیاست او ادب لایق، پښتونواله (مجله)، د سلیمان لایق ځانګړې ګڼه، پنځلسمه ګڼه، پښتو مرکه: پېښور، ۲۰۲۱م.

۸ـ  لایق ، سلیمان. چونغر(شعري ټولګه)، دوهم چاپ، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو علمي او تحقیقي مرکز: کابل، ۱۳۶۱هـ، ش.

۹ـ لایق، سلیمان. سپرغکې، عازم خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۸ لمریز.

 ۱۰ـ لایق، سلیمان. کېږدۍ، عازم خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۸ لمریز.

۱۱ـ لایق، سلیمان. کیسې او زمانې، عازم خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۸ لمریز کال.

۱۲ـ لایق، سلیمان. یادونه او درمندونه(شعري ټولګه)، لومړی چاپ، د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت، دولتي مطبعه: کابل، ۱۳۵۷ هـ.ش.

۱۳ـ لایق، سلیمان. یادونه او درمندونه، د اطلاعات او کلتور وزارت: کابل، ۱۳۵۷ کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب