پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+داغ او نسترن | پوهندوی ګل رحمن رحماني

داغ او نسترن | پوهندوی ګل رحمن رحماني

داغ او نسترن له خپلو عیني مفاهیمو ورها خوا ذهني انځور او چاپېریال هم لري، نسترن د ګلونو په منځ کې په خپل رنګ، خوشبو او خاکسارۍ شهرت لري، نرمي یا لطافت او ندرت یې وجود منفرد کړی دی، خو داغ بیا د درد، خاطرې، نښې او یوې پېښې خاپ دی، عارفان او صوفیان ورته د خال او وحدت له زاویې هم ګوري، ځکه خو نسترن د زړه لپاره ښه استعاره ده او کله چې داغ ورباندې لوېږي، نو له زړه څخه زړه جوړېږي او بې داغه زړه د عشق او جانان له شتمنۍ څخه بې برخې او یا په بله اصطلاح ویده وي، داسې زړونه بیا که دنیا ته ویده راځي، خو ویده هم ځي، همدا داغ دی چې زړه بیداروي او د سترګو غړولو، انسانیت او ویښ شعور دنیا پراخوي. خوشحال بابا دا وینا هسې نه ده کړې:

هر چې خوږ د ښکلي مخ په مینه نه وي

د دنیا په مخ اوده راغی اوده لاړ

دا خبرې مې د پیاوړې او نوښتګرې شاعرې اغلې شمائلې سلیمې د نوې شعري ټولګې «داغ په نسترن» په باب وکړې. له وړاندې باید ووایم چې دا ټولګه په پښتو بیا په ځانګړي ډول د ښځینه ادیبانو او شاعرانو د اثارو په لړ کې یوه ډېره غوره زیاتونه ده، پر دې مو باوري کوي چې ښځې د ژوند او هنر په پېژندنه او تحلیل کې تر نارینه تېز نظرې او باریک لیدې وې.

زه به کوښښ وکړم چې د اغلې سلیمې د نوې چاپ شوې شعري ټولګې د یوه لوستونکي له لیده خپل ځينې تاثرات بیان کړم، ځکه چې ښه شعر په بیا بیا لوستنه ارزي او بیا د ادب او شعر مین لوستونکی په کې هر ځل خپله ورکه او د تخلیق لپاره نوې زاویې موندلی شي.

مېرمن سلیمي اوسمهال له هېواده اوه غرونه او سمندرونه لرې کډواله ده او د ژوند یوه ستره برخه یې هلته تېره کړې ده، ځکه یې پر دغه چاپ شوې شعري ټولګه د نوستالژیا او جلا وطنۍ یو ډول سیوری هم خپور دی، خو دا سیوری تیارې نه، بلکې رڼاګانې خپروي، ځکه د ماضي یادونه یې په سمندر کې د سپینو ډبرو په څېر راڼه دي چې له هرې څنډې روښانه ښکاري.

اوس له هغه ښاره هېڅ خبر د جانان نه راځي

غږ ترېنه د مینې  د نغمې او اذان نه راځي

یا به په کې ژوند نه وي ممکن چې پکې اوسمه

یا به مې جونګړې ته جرس د کاروان نه راځي

ځمکه هسې رنګ بې مور او پلاره راته ښکاري نن

ښايي دې نه پس یې څوک قاصد د اسمان نه راځي

دا ښار کوم ښار دی، چېرته دی، ښار او جانان چېرته پاتې دي، د جانان احوال ولې نه راځي، د مینې د نغمې او د اذان غږ چا د هغې له غوږونو لرې کړی؟  او کله چې ښار او جانان له چا نه پاتې شي، د مینې د نغمو او اذانونو ازانګې پاتې شي؛ بیا نو انسان او د هغه ژوند ځانته کومه مانا خپلوي؟ دا ستر درد او اندېښنه خامخا له یو چا شاعر جوړوي او یوازې شاعر یې ښه درک کولی شي. له یوې اوږدې چوپتیا وروسته بیا شاعر ورته خپل دلیل او د ځان قانع کولو ځواب هم ګوري، وايي: ممکن هغه ځای چې اوس په کې اوسمه، د ژوند کولو نه وي، ځکه دې جونګړې ته هېڅ د کاروان جرس او د پښو غبار ورته نه راځي. دا عارفانه تجاهل د جلا وطنۍ د نوستالژیکې تراژیدي انځور دی او شاعره په پای کې ځان ته په همدې قناعت ورکوي چې اوس دا ځمکه یتیمه شوې ده، مور او پلار نه لري. د اسمان قاصد (لارښود) هم  ورته نه راځي چې د ژوند لاره ورته وښيي.

 داغ او نسترن په عمومي ډول د غزل ټولګه ده، غزل د شاعرۍ تر ټولو منلی او ټولخوښی ژانر دی، شاعرې په خپل غزل کې خپله اوچته شاعرانه طبعه ازمویلې ده او د غزلونو په اننګو کې د تغزل سرخي او خواږه څرکونه وهي، تغزل د غزل رنګ او کیفیت دی، یا ورته د غزل دروني جوهر ویلی شو چې ډېر کوم شاعران په غزل کې له دغه تغزلي جوهر څخه برخمن دي.

تکیه راکړه خپله ځانه، یو څو ګامه راسره شه

پاتې کېږم له کاروانه، یو څو ګامه راسره شه

تصور د رنځ او غم مې، د ژوند لارې کړې خنډنې

بې درمانه یم درمانه، یو څو ګامه راسره شه

د مجنون او فرهاد مینې، راته ووې شمائلې

په وتو یو له داستانه، یو څو ګامه راسره شه

 دلته اوښتونکې تصویرونه، د غزل مسوسیقي او همغږي، اوږد خو ښکلی ردیف او له قافیې سره هنري پخلاینه او د «خنډنې» نوې کلمه د هر لوستونکي پام ور اړوي، خو د مجنون او فرهاد د معشوقو (لیلا او شیرینۍ) پر ځای د هغوی یادونه د شاعرې په باب د بل بحث دروازه پرانېزي چې وروسته یې یادونه کوو. همداسې د تغزل تر څنګ اغلې سلیمي له پراخه تلمېحاتو څخه استفاده کړې ده، تلمیح په شعر کې د یوې پخوانۍ پېښې او کیسې یادونه ده او د کلام لوستونکي ته د ژوند په اړه پرتلیز جاج ورکوي.

د سلیمي غزلونه او نظمونه دواړه د لفظ له ښکلا او مانا له ژور والي مالامال دی، د لوستنې پر مهال یې د هغې د ادبي مطالعې او فرهنګي لیدلوري ژور والی درک کولی شو، په اکثره غزلونو کې یې ځینې داسې مفاهیم امو مسایل راغلي چې له ابتدايي مطالعې سره یې تر مفهومه نه رسېږو، مجبور یوو د تاریخ او فرهنګ د کتابونو پاڼې ورپسې واړوو.

اسطوره او شعر هم یو له بل سره تړلي دي، د پښتو شعر اسطورې هم له خپلو پښتني اسطورو څخه اخیستل شوې او هم د نړیوالو او سیمه ییزو اسطورو څرک په کې دی. ددې ټولګې د شاعرۍ یوه زیاته برخه هم پر اسطورو ولاړه ده چې ملي او سیمه ییزې اسطورې دي، یا له نړیوالو اسطورو څخه د شاعرې پراخه استفاده هم ورته ویلی شو، خو اسطورې د شعر تابع ګرځېدلې او شعر یې په اسطورو پسې نه دی تللی چې بیا هم لوستونکی مطالعې ته اړباسي.

که څه هم سلیمې زموږ د زمانې ژوندۍ شاعره ده، خو که شاعري یې په ځانګړي ډول غزل یې مطالعه شي؛ نو د پښتو کلاسیک غزل ژور اغېز ورباندې خپور دی، لحن، ژبه او کلمې یې د پښتو ژبې د کلاسیکې دورې د غزل په څېر دي، ژبه یې پېچلې او ګڼې عربي او پارسي کلمې په کې راغلې چې عامو ممکن لوستونکو ته یې تحلیل ګران وي، خو دا چې شاعر د ښکلا او هنر تابع دی، دلته هم شاعرې ورپسې ډېر سر نه دی ګرځولې.

ددې تر څنګ د ولسي شعر او غزل رنګ هم ورباندې خپور دی، د پښتني ولسي ادب، دود دستور، کلي کور او کړو وړو داسې اړخونه یې انځور کړی چې د یوه ولسي فورم تنده هم ورباندې ماتېږي او هېڅ ګومان نه کېږي چې شاعرې دې دا بیتونه ډېر لرې په امریکا کې پنځولي وي، خو یوه برخه غزلونه یې بیا بیخي د معاصر غزل د ښکلا جلا بېلګې جوړوي.

د شاعرې ددې ټولګې په شاعرۍ کې د پارسې ژبې پرېمانه کلمات او ترکیبونه راغلي دي، یو لامل یې شاید د دري ژبې د شعر مطالعه او بل په داسې چاپېریال کې ژوند او زده کړه وي چې تر پښتو زیات دري اصطلاحات او محاورې په کې معمول وي، په دې کلمو کې ځینې داسې دي چې ښايي لوستونکی یې مانا او دلته اصلي مفهوم له ډېکشنرۍ یا یوه بل کس له مرستې پرته پیدا نه شي کړلی، کله کله  د شعر مانا او ښکلا ته هم د ګټې په ځان زیان رسوي، غیر شاعرانه ابهام رامنځته کوي، خو تر څنګ یې د اطناب او ایجاز له هنر څخه کار اخیستی چې دا یې غوره ځانګړنه ده.

د لهجې په لحاظ  که څه هم شاعره د وردګو اوسېدونکې ده، په شاعرۍ کې د کندهار او کوټې لهجې حاکمې دي، د هغوی جلا اصطلاحات او لحن یې په ګڼو شعرونو کې کارولی دی، سره ددې چې دې ته کوم عیب نه شو ویلی، خو د عمومي یا معیاري ژبي لوستونکې او شعر تر منځ ډېر ځله خنډ کېدلی شي.

د ټولګې په شعرونو کې ډېر ځله نارینه جنسیت حاکم دی، مثلا په څو بیتونو کې ما د مجنون د شان ستاینه او یادونه ولیده، هغه یې سیمبول او تشبېه کړې وه، حال دا چې که لیلا نه وی مجنون به نه و، د لیلا مینه وه چې قیس یې مجنون کړل، دلته او په نورو ځایونو کې مناسبه وه چې د لیلا او ښځینه تاثراتو خبرې وشي او دا په شاعرۍ کې خوږې هم راځي. مثلا لاندې بیت باید یوې بازیګرې ته نارینه شاعر ویلی وی.

د مینو زړو له حاله نا خبرې

د فلک په کرسۍ ناستې بازیګرې

پر ټولګه باندې پر لیکلو سریزو هم ډېرې خبرې کېدی شي، لومړی خو خورا زیاتې دي او په اوس وخت کې پر یوه کتاب بیا هم شعري ټولګه دومره زیاتې لیکنې معمول هم نه دي، ځکه چې د لوستونکي او شعر تر منځ خنډ ګرځي او بل که په شعر کې څه وي، هغه د سریزې له لارښوونې پرته هم لوستونکی پیدا کوي او که خدای مه کړه شعر، شعر نه وي؛ بیا یې سریزې هم نه شي ژغورلی.

د سریزو لیکونکو له ډلې رحمت شاه فراز صاحب یو ځای لیکي: د شمائلې شعر د فکر له شدید قحط سره مخ دی. حال دا چې وړاندې په خپله سریزه د سیند، ساحل او ونې تخیلي اوږده تشرېح کې دومره ژور تللی چې دوې پاڼې یې له یوې مخې نیولې، بیا اصلي بحث ته راځي، خو پای کې بیا هم ونې ته، چې دده یو ذهني او تخیلی ایډیال دی، ورګرځېدلی دی. دلته سیند، ساحل او ونه د فکر د تولید سرچینې دي، د یوه حالت سیمبولونه دي، کټ مټ لکه ځانځاني ښامار چې ښامار، صحرا او خلک د یوه فکري رشد او قحط سیمبولونه لېږدوي، خو پر دې سربېره هم وايي چې فکري قحط لري، حال دا چې سلیمې په خپل هنر کې ګڼې فکري زېرمې لري.

 بل مهم ټکی دا دی چې په ګڼو شعرونو کې ډېر پېچلي او سخت ترکیبونه کارېدلی، شاعرې یې د ساده کولو او شاعرانه کولو زیار نه دی ګاللی، چې ممکن د هغې سبک ورته ووایو، ځکه د شاعرې په یادښت کې هم چې یو مخ دی، شاوخوا شل داسې پېچلې او نا پښتو کلمې راغلې چې د اوسني نثر او شعر روان والي ته ضرر رسوي او له معاصرې شاعرۍ سره په ټکر کې راځي، د یوه کلاسیک متن ګومان ورباندې کېږي.

د خپل یادښت په پای کې باید ووایم چې اغلې شمائله له اره د یوې فرهنګپال کهول غړې ده چې قلم او فرهنګ ورته له خپل فرهنګپال پلاره میراثي پاتې دي. د نوموړې پلار ارواښاد محمد ارسلان سلیمي د خپل وخت ممتاز او لوپوړی دولتي مدیر و، خو ورسره فرهنګي شخصیت او فرهنګپال هم و چې په ننګرهار کې د حکومتي مسوولیت پر مهال یې نارنج ګل کلنۍ مشاعره هم د ادبي او فرهنګي چوپړ او ملاتړ غوره لاسته راوړنه یادولی شو چې اوس ورباندې پنځوس کلونه اوړي، خو ممکن ددې مشاعرو کمو ګډونوالو ته به د نوموړي نوم په یاد وي.

پای

2 COMMENTS

  1. ډېر ښه ډېر عالى، تر يايه مې ولوسته؛ ځينې خبرې يې ما لپاره جالبې وې، نه پوهېږم جالبې وې او د که د فکري التضاد پيرايه کې ليکل شوى لکه

    په شعر کې په ټوله معنا د خپل جنسيت اظهار کول او دا اظهار برقرار ساتل. يا هم بازيګرې ته بازيګره ويل د يو مجرد جنس سره ښايي نه له مٶنث سره، حال دا چې دا د فلک په کرسۍ ناسته بازيګره، اروا هم کېدلى شي او سا هم.
    د رحمت شاه فراز خبرې په ريښتيا هم ضد و ناقص انداز خپلوي، چې يوه خوا نه خيالي داستاني نوم ورکوي ناول نما پېکر ورکوي او بل خوا يې د فکر او معنا نه خالي ګڼي، نور هم داسې نکات دې رابرسېر کړي چې د تنقيدي Justice نمائندګي کولى شي، خو د جنسيت خبره ماته مهمه او وزني ځکه نه ښکاري، چې شعر د عکاسۍ او وارداتو ژبه ده، ډېر ځله دې د عکاسۍ بهير کې نر د مادې او ماده د نر په نمائندګۍ غږېدلي. غني خان ځان لولکې سره تشبيه کړى، له مريم او نورو سره چې متضاد جنسونه او متضاد نوعيتونه لري، په دې که فکر وشي بهتره به وي ځکه دا ستحي تنقېد دى او افاقي تنقيدونه دا وړ تهيوريانې نه قبلوي.

  2. محترم استاده
    ډیره ښکلې، عالمانه او منطقي لیکنه مو کړې ده او مننه چې د ډیرې ښې او دنشمندې شاعرې سلیمي صاحبې د هنر سره مو بلد کړم. کور ودان. ستا غوندې استادانو او د سلیمې صاحبې غوندې شاعرانو ته زمونږه د فرهنګ اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب