سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د شعر ځنګل/اجمل ښکلی

د شعر ځنګل/اجمل ښکلی

لیکنه: اجمل ښکلب

يو غني ادبي متن ګڼې اشارې او نښې لري. چې په دې نښو کې ځينې ښکاره او ځينې پټې وي. ممکن ځېنې دومره پټې وي، چې هر لوستونکى يې په اسانه راونه سپړلاى شي. ځيرک لوستونکى هغه دى، چې د متن ښکاره، پټې، سيده او ناسيده نښې پيدا او ارجاعو ته يې ځان ورسوي.

کله د متن خوند په دغو پټو نښو کې نغښتى وي. که مخاطب د متن له سپړلو سره اشنا نه وي او ادبي ذوق يې کمزورى وي، له متن سره سطحي چلن کوي او هغه خوند ترې نشي اخيستلاى، چې د ماتن موخه ده. دا ستونزه تر ډېره په سېمبوليکو او سېمبوليکو کنايي متونو کې پېښېږي.
ممتازه ما ته چل د غمرازۍ نه راځي نور
د سوي چنار سيوري ته کېنمه او بيا ځم

که مخاطب د متن له شننې سره اشنا نه وي، ممکن داسې وانګېري، چې شاعر مازې دا کمال کړى، چې د غمرازۍ يوه نوې طريقه يې د ځان لپاره غوره کړې، چې هغه د سوي چنار سيوري ته کېناستل دي؛ خو که لوستونکى ځيرک وي، له ځانه پوښتنه کوي، چې ولې د سوي چنار سيورى؟ او په دې ډول د متن د شننې لړۍ پيل کړي.

هر متن چې مخاطب پرې پوه نشي، د مخاطب په ذهن کې پوښتنې پيدا کوي او مخاطب د دې پوښتنو په ځواب پسي روانېږي، کتابونه پسې ګوري، د نښو ترمنځ پر تړاو فکر کوي، د شاعر ژوندليک ګوري، د هغه وخت له شاعرانه روايت سره اړيکه ورکوي. دا هر څه ممکن ډېر وخت و نه نيسي. دا د هر پېچلي متن د تحليل يوه لار ده.

ولې سوى چنار؟ ځکه چې چنار خلک شعوري نه سوزوي، تاوان لري؛ نو سوى چنار يوه ناورين ته اشاره کوي. دا ناورين يو اور دى، چې د جګړې په پايله کې پر چنار لګېدلى، دلته جګړه ښکېله شوه، پوه شو، چې سوى چنار د نښې په توګه له ځان پرته يوه بل څيز ته اشاري کوي، چې هغه جګړه ده. دا جګړه يو انځور لري. په يوه ځاى کې جګړه ده، بمونه الوځي، بمبارۍ کېږي، د خلکو کورونه پکې ويجاړېږي، خلک پکې مري او دا يو ناورين دى. دا ټولې خبرې د “سوي چنار” په سېمبول کې راټول شوي متراکم مفاهيم دي، چې موږ د دې بيت اصل مانا ته رسوي.

خو سوى چنار کله سيورى لري. يو متناقض حالت؛ خو دا متناقض حالت يوه مانا لري او هغه مانا يې په مدلول کې ده. که د يوه ملګري زلمى زوى مو مړ وي او تاسو غمرازۍ ورته ورشئ، نو هڅه مو دا وي، چې هغه د زوى د نشت احساس يې د شتون په احساس بدل کړئ. يعنې داسې يوه هيله ورکړئ، چې د زوى د نشت غم يې راکم شي. د چنار څانګې ګنې د زوى د مټو نشت نه رايادوي؟ د يوه چا د نشت احساس ګنې په دې شعر کې په شدت سره نه احساسوو؟ هر متن يو حالت او عاطفه لري. که هغې ته ځان و نه رسوو، له متن نه خوند نشو اخيستلاى.

په غمرازۍ کې هم موږ خواخوږۍ ته څه ساعت کېنو او بيا نور په خپل کار پسې روان شو، د خپلو اړتياوو په دوړو کې ورک شو. دا د تګ مفهوم په “… او بيا ځم” رديف کې وړاندې شوى؛ خو د غمرازۍ د مفهوم پر وړاندې تت او حاشيه يي دى، ځکه ورته د لوستونکي نه پام کېږي.

خو دا بيت تر دې هاخوا نورې خبرې هم لري: داسې فرض کړئ، چې دا هېڅ ډول سېمبوليک مدلول او مصداق نه لري. همدا پخپله چنار دى. چنار د چنار په توګه زموږ د شاعرۍ په روايت کې تر دې مخکې کاروان صاحب ياد کړى، “د چنار خبرې کوي” په سرليک يې يو نظم ورته ليکلى. داسې موږ د چنار په اړه مخکې له مخکې د شاعرۍ په مټ يوه توليد شوې عاطفه لرو، چې دلته ترې شاعر استفاده کړې. د دې پاسني بيت چنار مو هغه سوي چنارونه سترګو ته دروي، چې په مخکنيو شعري متونو کې راغلي دي.

د چنار تر خپلواک وييز مفهوم به تېر شو او د دې ټولې جملې مفهوم به په پام کې ونيسو. جمله د کلمو ترمنځ اړيکه پيدا کوي او يو حالت او يوه پېښه انځوروي. ادراکي ژبپوهنه وايي، چې مانا انځور دى. د “چنار” کلمه زموږ په ذهن کې يو انځور لري او دا ټوله جمله(ممتازه ما ته د غمرازۍ نور چل نه راځي، د سوي چنار سيوري ته کېنمه او بيا ځم) هم د يوه حالت او يوې صحنې انځور دى. د لوستونکي په توګه يې چې زما په ذهن کې کوم انځور جوړ کړ، زه به هغه لاندې وليکم:

زما په ذهن کې يو کلى دى. شاوخوا فصلونه دي، چې ثمر ته رسېدلي. د يوه پټي په بر سر کې يو چنار ولاړ دى دا چنار هم په جګړه کې سوى دى. يوازې يو څو غټ ښاخونه يې پاتې دي. يو مجذوب غوندې سړى ترې لاندې ناست دى.

ممکن دا زما د ژوند له کومې تجربې يا مشاهدې سره هم اړيکه ولري، ځکه چې که ما سوى چنار نه واى ليدلى، د پاسني شعر په مانا به څرنګه پوهېدم. ممکن له همدې امله وي، چې دا پاسنى انځور ما ته يو خوند راکوي.

کوم مجذوب سړى چې ما ياد کړ، هغه لکه بودا، لکه ګاندي، لکه باچا خان. تاسو به وايئ، چې هلته د “ممتاز” نوم شته. په شعر کې نومونه او ضميرونه په خپل حالت نه پاتېږي، په نښو بدلېږي. په شعر کې ممکن “زه” “ته” وي يا برعکس، “موږ” ملت وي، “تاسو” يا “هغوى” بل يا نور.

په بيت کې مجذوب سړى ما ته ځکه باچا خان تداعي کوي، چې د شاعر له ژوندليک خبر يم. داسې نو د عدم تشدد فلسفه په دې غمرازۍ کې راښکاره کېږي او داسې د باچا خان د احتجاج ډول، چې د ظالم پر وړاندې له مظلوم سره غمرازي ښيي. په دې غمرازۍ کې د عدم تشدد فلسفه لکه د اسمان په يوه لرې ګوټ کې يو پړکېدونکى ستورى؛ خو ما ته پکې ښکاري او همدا راته په دې بيت کې د “نور” مانا روښانوي. د نورو طريقه به مختلفه وي، خو زما د غمرازۍ ډول مختلف له خلوص او رښتينې مينې سرچينه اخلي، چې ورځم او سوي چنار ته دا احساس ورکوم، چې ته لا هم سورى لرې او ته لا هم خواخوږى لرې.

د دې غزل مطلع هم ګڼې خبرې لري:
کيسه د يوه څراغ کوم تورتمه او بيا ځم
په کړس يوه خندا کومه غمه او بيا ځم

لوستونکي به فکر کوي، چې د دې دوو مسرو ترمنځ څه اړيکه ده؟ که دا پوښتنه درته پيدا وي، راځئ، چې د دې بيت د نښو ترمنځ اړيکه پيدا کړو. په دې بيت کې کيسه، څراغ، تورتم، تلل، په کړس خندا او غم نښې دي. د څراغ رڼا او د کړس خندا ترمنځ اړيکه په اسانه پيدا کولاى شو. د کړس خندا د څراغ رڼا راتداعي کوي او غم راته تورتم برېښي. پښتانه وايي، له ډېره غمه مې په سترګو توره شپه شوه. توره ورځ هم د غم نښه ده. د مسرو ترمنځ اړيکې خبره حل شوه؛ خو د کيسې او کړس ترمنځ څه اړيکه ده؟
“کړس” د خندا لپاره صٖفت دى، چې د هغه څرنګوالى بيانوي او “کيسه کول” له څراغ سره شوې يوه حادثه ده؛ خو شاعر داسې هم ويلاى شو، چې “رڼا د يوه څراغ کوم تورتمه او بيا ځم”. خو شاعر تورتم ته مازې د څراغ د کيسې کولو اجازه غواړي، څراغ ته رڼا نه کوي او دا د شديدي بېوسۍ حالت ښيي. يعنې د څراغ رڼول خو پرځاى پرېږده، چې مازې د څراغ تاريخ او کيسه ورته وکړم، هم لويه خبره ده. دا بېوسي په کړس خندا کې هم ښکاري. يعنې غم خو ختمولاى نشم؛ خو دومره اجازه دې راکړي، چې يوه بې اختياره خندا وکړم او رخصت شم.

ما په پاس پراګراف کې د تاريخ کلمه راوړه. تاسو فکر وکړئ، چې دا بيت ګنې د يوه قوم او د يوه ملت په توګه زموږ بېوسي نه ښيي؟ موږ څوک خپلو څراغونو رڼولو ته پرېږدي؟ يوازې کيسې ته مو هم نه پرېږدي، چې په نصاب و کتاب کې يې ځاى کړو.
زه نه غواړم، چې مانا منحصره کړم، ځکه دې بيت کې به تاسو د پښتون لوستونکي په توګه د خپل فردي ژوند بېوسي وينئ، د خپلې مينې له لاسه وتل، د ژوند کړاوونه او …. دا ځکه، چې څراغ، تورتم، خندا او غم د سېمبولونو او نښو په توګه دا ټولې ماناوې رانغاړلاى شي.

تر کومه ځايه چې په دې بيت کې د “…او بيا ځم” خبره ده. موږ “تګ” د مړينې لپاره د استعارې په توګه معمولا کاروو. وايو، پلانى لاړ، مړ شو، ځکه چې موږ فکر کوو، مرګ له يوه ځايه بل ته تګ دى؛ نو دا بيت ګنې راته نه وايي، چې زموږ ژوند بس دغه دى، چې يو کړس خندا هم په سوال غواړو او بيا په همدې ارمان مړ شو.

ښه شعر ژورې ماناوې درلودلاى شي، چې ګرځېدل پسې داسې خوند لري، لکه د صحرا يو اوسېدونکى چې په ګڼ ځنګل کې په زبزبانۍ ښاپېرۍ پسې ګرځي؛ خو له شاوخوا ونو، ګلونو، اوبو او رنګارنګو حيواناتو هم خوند اخلي.

مشهور سېمبوليست شاعر ميلارمى ويلي وو، چې موږ د سېمبولونو په ځنګل کې اوسېږو. شاعر په شعر کې هم د سېمبولونو يو ځنګل جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب