پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهبایډن: په تېرو ۱۷ ورځو کې يې۱۲۰ زره کسان له افغانستان نه...

بایډن: په تېرو ۱۷ ورځو کې يې۱۲۰ زره کسان له افغانستان نه ويستلي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۹) د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په تېرو ۱۷ ورځو کې یې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان له افغانستان ویستلي دي.

بایډن زیاته کړې، په دې کسانو کې امریکايي وګړي، د امریکا د متحدو هېوادونو وګړي، د دوی افغان همکاران او نور کسان شامل دي.

نوموړي ویلي چې دا ماموریت د امریکا په تاریخ کې بې مخینې و او په همدې سره یې په افغانستان کې شل کلن نظامي حضور هم پای ته ورسېد.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن د دې سیاسي بدلون د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان په هکله “نوی باب” پیل شو.

بلینکن وایي سر له نن څخه یې په افغانستان کې نظامي حضور پای ته ورسېده او ديپلوماتان یې قطر ته ولېږدول.

نوموړي وویل چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته طالبان باید خپلې کړې ژمني پر ځای کړي او زیاته یې کړه چې”مشروعیت او ملاتړ باید وګټل شي. “

هغه دغه راز زیاته کړه، چې طالبان باید خلکو ته د سفر کولو آزادي ورکړي، د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او پرېنږدي چې دا هیواد د ترهګرو په اډې بدل شي.

دغه راز بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې طالبانو په بېلابېلو برخو کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او هغه باید عملي کړي.

سرچینه کاږي چې طالبانو دغه راز له افغانستان د خوندي سفر ژمنه هم کړې ده او باید عمل ورباندې وکړي.

د ملګرو ملتونو تازه پرېکړه لیک ته له روسیې او چین پرته ۱۳ هېوادونو مثبته رایه ورکړې ده.

پرېکړه لیک همدا راز په افغانستان کې د ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې روانې ناندرۍ باید د خبرو له لارې حل شي.

سرچینه همدا راز له طالبانو غواړي چې له قید او شرط پرته نړیوالو موسسو ته په افغانستان کې د بشري فعالیتونو اجازه ورکړي او دغه راز باید ښځو او اقلیتونو ته په افغان حکومت کې محسوس او معنی دار ګډون ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب