Home+په پولنډ کې یو افغان ماشوم ځیګر ته اړتیا لري

په پولنډ کې یو افغان ماشوم ځیګر ته اړتیا لري

تاند- د یوه افغان ماشوم، چې له کابل څخه پولنډ ته رسول شوی و، د زهرجنې پوڅکۍ د خوړلو له کبله ځیګر یا ینه له کاره لوېدلې ده.

د پولنډ د پلازمېنې وارسا ښاروال ارتور څیسینسکي پر خلکو غږ کړی چې که څوک خپل ځیګر ورته عطیه کړي نو د پیوند له لارې به د ماشوم ژوند وژغورل شي.

ماشوم د وارسا په یوه روغتون کې دی او ډاکتران وايي چې ځیګر یې پیوند ته اړتیا لري.

ټاکل شوې وه چې ماشوم د کورنۍ له غړیو سره یې په بل ټپال کې بریتانیا ته لېږدول شوي وای.

په اروپا کې یو شمېر خلک تر مړینې مخکې وصیت کوي چې د بدن غړي دې یې هغو کسانو ته ورکړل شي چې ورته اړتیا لري.

تمه ده چې افغان ماشوم ته د چا له لوري عطیه شوی ځیګر پیدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...