شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شوراله طالبانو وغوښتل چې افغانان پرېږدي چې بهر ته لاړ شي

امنیت شوراله طالبانو وغوښتل چې افغانان پرېږدي چې بهر ته لاړ شي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) له افغانستان څخه د امریکايي پوخیانو د وتلو په درشل کې د ملګروملتو امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته هم افغانان پرېږدي چې له خپل هیواده ووځي.

 نن د اګست ۳۱ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او طالبانو ته د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سپارلو ورځ ده.

امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله غونډه کې وویل، هغه افغانان، چې ځان په خطر کې احساسوي او همداراز بهرنیان باید پرېښودل شي چې له افغانستانه ووځي.

د امنیت شورا غړیو په یوه پرېکړه لیک کې طالبانو ته خبرداری وکړ چې د سې شنبې په ورځ د کابل له هوايي ډګره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

دې شورا د طالبانو له لوري د یو شمېر خلکو د مخنیوي یادونه هم کړې ده.

پرېکړه لیک، چې مسوده یې بریتانیا، امریکا او فرانسې چمتو کړې وه، د روسیې او چین په ګډون د امنیت شورا ټولو ۱۳ حاضرو غړیو په یوه خوله تصویب کړ.

امنیت شورا ۵ دایمي او ۱۰ غیر دایمي غړي لري خو د تېرې شپې په غونډه کې ۱۳ غړیو یې ګډون درلود.

امنیت شورا د طالبانو د ژمنې یادونه کړې چې افغانان به پرېږدي چې بهر ته لاړ شي او اجازه به ورکړي چې کله دوی غوښتل بېرته خپل هیواد ته راشي.

2 COMMENTS

  1. WESTERN WORLD COUNTRY NEED FOR SOURCE OF ENERGY.
    YOUG MAN ARE SPECIAL EDUCATED ARE BEST SOURCE OF ENERGY.
    THEY BRING YOUNG PEOPLES TO DO WORK HARD,
    THEY WORKING HARD IN RESTAURANTS OR WORKING HARD IN FARM WITH FARMERS.THEY GETTING VERY SMALL AMOUNT OF SALARY
    MOTHER ONTHER IS NOT MERCIFULL FROM REAL MOTHER,WESTERN WORLD NEED TO YOUNGS.
    IF TALIBS STOP FUNISHMENT OF YOUNGS AND AFGHAN STAY IN COUNTRY ,THIS IS VERY GOOD ADVICE FOR ALL.

  2. په نړئ کې همدغه مهمه موضوع وه چې دوي دې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه رابللې وه، ملګري ملتونه که چېرې په رښتیا سره چې نوم یې دی خپله بې طرفي ساتلې وای او د نړۍ څخه یې د جنګ، تروریزم، فقر او بې سوادۍ دې ته ورته نورو مهمو ستونزو د مخنیوی او له منځه وړلو په اړه یې خبرې کړی وای نړۍ یې ژغورلې وای او نړۍ ته یې د خوشحالیو د راوستو په اړه غونډه او خبرې کړې وای. دا چې نړۍ د ډول ډول تروریزم سره مخ ده په اړه یې هیڅ نه ویل کیړی، باید مسلمان هېوادونه نور لداسې یوه بنسټ څخه راوځي او په ګډه سره خپل یو تنظیم جوړ کړی. که داسې شونی نه وي باید اسیا لویه وچه ځانته یوه ټولنه ولری چې د هغې خپل اقتصاد، تجارت او پوځ ولري ترڅو د نورو وجو او زورورو هېوادونو له سیاسی نظامي اقتصادی یرغلونو څخه بچ باتې شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب