جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهخلوتگر د مینه ناکو تجربو شاعر/ عزت الله شمسزی

خلوتگر د مینه ناکو تجربو شاعر/ عزت الله شمسزی

زه او “خلوتگر” لکه “قهارعاصي” او ” اسحق ننګیال” دواړه د یوه مسلک، یوې رشتې او یوې هنري لارې ملګري یو، یوازې په دومره توپیر چې هغه دواړه د مقاومتي خو موږ د ارامې طبعې خاوندان یو. د هغو دواړو په شاعرۍ کې رزمي او حماسي رنګ زیات دی او موږ دواړه د جګړو ناخوالو ستړي کړې یو او د یوې مینه ناکې انساني ټولنې د رامنځته کېدو په ارمان یو. ددې خبرې د ازبات لپاره مې مخې ته د ښاغلي عبدالمجیب “خلوتگر” درې شعري ټولګې “بگذار نفسهایت را بشمارم”؛ … ارزوهایم مهمان چشمان تو…” او ” ترا از ترانه دزدیدم” غوړېدلي دي.

د درې واړو ټولګو شعرونه د ښکلیو سترګو د ارامۍ په څېر ښایسته او زړه راښکونکي دي. د لېونتوب، جګړې، نژادپالنې او قوم پالنې، اضطراب او بوخت ژوند په دې پېړۍ کې د “خلوتگر” شاعرانه تجربي یوازي د میني او عشق تجربې دي. شاعري چې یې سر تر پایه ولټول شي له تورو او کلیمو سره بې مانا لوبې، بې ځایه مبالغې او د ژوند له پېښو سره د احساساتي چلند انځورونه په کې نه لیدل کېږي.

په درې واړو ټولګو کې تعالي او ځان ستاینه نه شته، په ټوله کې له اشرف المخلوقات او بیا په ځانګړي ډول له لطیف جنس سره د مینې او محبت کومه لیکه چې یې په خپل ذهن کې جوړه کړې په هماغه لیکه مستقیم روان دی. د شاعرۍ مضمون یې له عشق او مینې مالامال دی او د ژوند بېلابېلو کیفیتونو ته په کې د مینې له لیدلوري کتل شوي دي. دی د عشق په سودا کې کله کله دومره جلالي شي چې لمن لمن مینه او غېږه غېږه عشق د نسرین دګلو په یوې څانګي پلوري، کله کله خو لا ان دومره د مینې پیریان پرې زورور شي چې غواړي د مجنون په څېر عشق عشق چیغې کړي او په خپل زړه کې د شته محبت او مینې لیلام ته خلک را وبولي:

” لیلام”

میني ته مي نن شپه زړه دی

غواړم عشق عشق چیغه کړم

عشق و کرم

د ستونې لمن به مې وغوړوم

چیغې به وکړم

” راځئ او خلکو!

پورته کړئ

عشق مې راوړی

لیلام دی

وړیا یې یوسئ”

څوک به راشي چې

یوه غېږه مینه پورته کړي

او پر ځای یې

یوازې

د نسرین د ګل یوه څانګه راته پرېږدي؟.

                                                                     ” ژباړه: بگذار ارزوهایم پیش چشمان تو باشد، 10 مخ”

د یوه رښتیني شاعر دنده همدغه ده چې پر خپلو خلکو مینه وویشي او د تیارې او کرکې جنګ ته یې وهڅوي. که په یوه ټولنه کې خلک هر لوري او هرې ډلې ټپلې پسې منډي وهي خو دی له خپل هنر سره، په خپل روح کې د هنر پټې ښاپیرۍ سره مینه وپالي. خوشال بابا وایي:

توره چې تېره شي خو ګوزار لره که نه

زلفې چې ول ول شي خو خپل یار لره که نه

شیخ دې مونځ روژه کا زه به ډکې پیالې اخلم

هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره که نه

عبدالمجیب خلوتګر د خوشحال بابا په لارښوونه یوازې خپل کار کوي، په ورغوي کې یې څراغ دی او چېرته چې د چا په زړه کې تیاره وویني په سندرو سندرو یې خواته ورځي او زړه یې روښانه کوي. د ارواپوهانو له نظره دهر هنرمند اثر دهغه د باطني احوالو تصویر وي، عواطف او تخیلات یې موږ ته راښیي. شعر او ادب د هنر د نورو ډولونو په څېر په لومړي سر کې دیوه نوې نړۍ د ایجادولو په نیت پنځول کېږي، چې ددغې تازه نړۍ به ښودلو سره هنرمن هڅه کوي په زړه او روح کې ښکلا وغوړوي.

زما د مطالعې له مخې، د “خلوتگر” د شاعرۍ کمال په دې کې دی چې ظاهراً عامیانه او معمولي خبره کوي، شعرونه یې لکه بحر ډېر ساده ښکاري، خو چې لږ ور تم شې او ژورو ته یې ننوځې ګورې به چې له ملغلرو ډک دی، هره یوه کلیمه یې بېل مفهوم بیانوي او د ماناو ستوري په کې سترګګ وهي. اوسمهال چې په شاعرۍ کې پېچلې خبرې کول او شور ګډول یو دود ګرځېدلی، مګر په همدغسې یو وخت کې د “خلوتگر” د بیان ژبه پرمختللې، عام فهمه ، زړه یې ارامه او غږ یې تازه دی. ښایي همدا یې لامل وي چې په ایران، تاجکستان او افغانستان کې ځانګړي مینه وال لري، ان کله کله چې یې شعرونه پر فیسبوک نشر شي یو شمېر پښتانه شاعران یې هم لایک کوي او علاقمندي ورسره ښیي. دی کله کله ډېر ساده موضوعات دومره په شاعرانه انداز بیانوي چې د مفهوم ښکلا او د بیان انداز ته یې لوستونکي حیران شي، لکه دا لاندې لنډ ازاد شعر:

” غلا”

سپوږمۍ به غلا کړم

په بغل جیب کې به یې کېږدم

پرېږده چې نور دې څوک

ښایسته مخ

له سپوږمۍ سره تشبیه نه کړي

ته !

یوازې ځان ته پاتې کېږې.

                                                         ” ژباړه: بگذار ارزوهایم پیش چشمان تو باشد، ۸۶ مخ”

او یا دا شعرونه:

روزگار

روزگار هره ورځ تکرارېږي

کله زما او ستا په نامه

یوه ورځ د پروین او … (۱)

او یوه ورځ

د ټولو هغو کسانو په نوم چې موږ یې نه پېژنو

اما؛

روزګار هره ورځ تکرارېږي.

” ويره “

نړۍ څومره ارامه شي

کله چې د سیند تر ورانۍ وروسته

د توپان غوسه کمېږي

زه له توپانه ویرېږم

نه د توپان له ویرانۍ

او نه له سیلابونو څخه

نه هېڅکله نه …

زه له توپانه وروسته

له خاموشه نړۍ ویرېږم.

                                                                                 ” ژباړه: ترا از ترانه دزدیدم، 17 مخ”

دا چې له عشقه پرته دنیا له سلو نورو غمونو هم ډک دی، د “خلوتگر” په شعرونو کې مې ځای ځای وموندل چې دده پر بڼو هم د زمانې د حادثو ګردونه پریوځي، مګر دی هره ورځ خپلې سترګې د چا د نظر په ویاله کې مینځي او هره ورځ د عشق یوه نوې سندره زمزمه کوي چې د زمانې نادودې هېرې کړي. یو شی چې ماته ډېر جالبه دی هغه داده سره له دې چې ” خلوتگر” د افغانستان د روانو ناورینونو یو ژوندی شاهد دی، په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوي چې دده زیاتره همزولي په کې د ټوپک په ماشه خبرې کوي، مګر جالبه داده چې دده په ټوله شاعرۍ کې ټوپک نه دی یاد شوی، شعارونه په کې نه شته، د خپلې ټولنې هغه ناخوالې په شعر کې ځایوي چې موخه یې د خلکو په زړونو کې د عاطفې ژوندی کول وي. په لاندې شعر کې به وګورو چې د سوالګرې پېغلې د غځېدلي لاس په لیدلو ځان ته څنګه هنري پیغور ورکوي او څنګه خپل احساس او زړه تنګۍ له موږ سره شریکوي :

ګدایي

کله چې تر چادرۍ لاندې

د سوالګرې پېغلې لاس

راوغځېږي

کټ مټ

ته وا توره له تیکې راووځي

او زما پر تندي ولګېږي.

دا یي هم یوه نمونه له

او یا دا بل شعر:

سلام ځمکې!

زه د ادم اولاد یم

له مودې په تا کې سرګردانه

کله کله مې زړه ډک شي

غواړم چیغه وکړم، اما پوهېږم

ته اوبلن یې، ته هېرجن یې

یا غر یې، صبور او سخت زړی

غږ مې نه پېژنې

پر خاوره لوېدلې اوښکې دې

سترګې پټې کړي

او ته بیا هم

هغې تبعید خونې ته پاتې کېږي

چې عاشق په کې سر په تلي ګرځوی، اما

اما ډېر بې باوره

کله چې مې زړه تنګ شي

ستا د دواړو سترګو ګاټي مي تا ګوري

ستا حجم

ستا شکل….

ګرانې ځمکې!

پوهېږې څومره یې؟

نه؟

کله کله مې تر زړه هم کوچنی یې

څو ځله کوچنی؟

                                                           ” ژباړه: بگذار ارزوهایم پیش چشمان تو باشد، ۴۵ مخ”

دا چي “خلوتگر” خپله مینه له ترانو او سندرو غلا کړې او که دا خوندورې ترانې یې له مینې پټې کړي په دې اړه څه نه شم ویلای، خو دومره پوهېږم چې د چا له نظره خامخا فیض اخلي. په لږ زماني واټن کې د درېیو ټولګو چاپول یې دا راته ثابتوي چې د خیال ښاپیرۍ یې ملګرې ده او د ښکلیو تورو او کلیماتو یوه غني ذخیره یې په ذهن کې پرته ده. هغه څه چې د ښاغلي “خلوتگر” په شاعرۍ کې ماته لږ ښکاري هغه حسي تصویرونه او رواني کیفیتونه دي. روایت او د مثلونو استعمال هم دده په شاعرۍ کې کم دی، زه په دقیقه توګه نه پوهېږم چې لامل به یې څه وي یوازې د “خلوتگر” نه بلکې د ډېرو دري ژبو شاعرانو په شعرونو کې نن سبا روایت ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي، ښایي یو لامل به یې دا وي چې په دري ژبه کې غزل لیکل کم شوي او غزل یو له هغو چوکاټونو څخه دی چې بې له روایته نیمګړې ښکاري. دده په شاعرۍ کې هم غزلې کمې دي.

یوه خبره چې یادونه یې اړین بولم، په شعر کې ساده هنري ژبه کارول بده نه ده، خو که یو شعر لږ ابهام ولري نو د وخت په تېرېدو سره یې خوند زیاتېږي، بېلابېل لوستونکي ترې بېلابېلې ماناوې اخلي. که زه د “خلوتگر” پر ځای وای نو ددغسې یوې ښاپیرۍ ملګرې او د لغاتو د غني ذخیرې په مرسته مې دخپل شعر ژبه د استعارو، سمبولونو او ترکیبونو په مرسته لږه غیر معمولي کوله. ځکه ډېری وخت نېغ په نېغه په ساده خبرو کې د محتوا بیانول د شعر شعریت، هنري کیفیت او خوند له منځه وړي. محتوا کېدای شي په نثر کې هم بیان شي، خو که د شعر رنګینه ژبه، د استعارې او سمبولونو ځواک او نور هنري توکي ورسره ملګري شي نو بیا رسا په زړه لګېږي.

په پای کې باید ووایم چې ددې لیکنې موخه یوازې پښتو ژبې ته د “خلوتگر” د شاعرۍ پېژندنه ده، د شعر پر ډېرو اړخونو یې بحث له دې امله نه شوی چې پښتانه نقادان او د شعر مینه وال یې له شعر سره زیات بلد نه دي او دده پر شاعرۍ په جزئیاتو سره زما قضاوت به هغوی ته دومره په زړه پورې نه وي. د ښاغلي “خلوتگر”د نویو هنري پنځونو په هیله لاس لپه کوم او وړاندیز مې دادی چې په راتلونکي کې خپلو شعري ټولګو ته شمېره ورکړي، ځکه همدا اوس ددې لیکنې پر مهال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ټولګې په پېژندلو کې ماته هم ستونزه پیدا کېده، ددې ترڅنګ که څوک په راتلونکي کې د “خلوتگر” د شاعرۍ ارتقایي سفر ارزوي نو که د شعري تولګو مشره او کشره یې معلومه نه وي ارزول به یې لږ ستونزمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب