یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+د پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح علمي او سیاسي تبحر

د پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح علمي او سیاسي تبحر

لیکوال:  څېړنیار محمد اسحاق مومند

ارواښاد شهید پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح په ۱۳۰۶ لمریز کال د پښتو ژبې د نامتو لیکوال او سیاستوال ارواښاد سید شمس الدین مجروح په کور کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. د سید بها‌‌ءالدین مجروح په خټه کې د شعر رېښې موجودې وې، ځکه چې مشر مجروح هم د پښتو ژبې او ادب لوی لیکوال او شاعر و.

ښاغلي سید بهاءالدین مجروح په تنکۍ ځوانۍ کې په شعر ویلو باندې پیل کړی دی، او د وخت و زمان په چاپي خپرونو کې به د ده شعرونه چاپېدل. استاد سید بهاءالدین مجروح فکري نبوغ درلود، په خپلو درسونو کې ډېر وړاندې او تکړه و. پوهاند مجروح د شاعرۍ ترڅنګ لیکوالي هم کوله، د پوهنتون تر فراغت وروسته فرانسې ته ولاړ او په فلسفه کې یې لوړې زده کړې وکړې، چې تر لوړو زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو. دلته د کابل پوهنتون د فلسفې په څانګه کې د استاد په حیث دنده پیل کړه. پوهاند ډاکټر مجروح د استادۍ تر څنګ په علمي او ادبي برخو کې لیکنې کولې او له بېلا بېلو خپرونو سره یې همکاري درلوده. نوموړي به فلسفي او ادبي مقالې لیکلې، شاعري یې کوله او ورو ورو د یوه پوخ لیکوال او څېړونکي په حیث وپېژندل شو، چې په هر ځای کې به د ده د لیکنو او شاعرۍ هرکلی کېدو.استاد مجروح د یوه لیکوال، شاعر، ټولنپوه او فیلسوف په حیث له هغو لومړنیو افغانانو څخه و چې د افغانستان او افغانانو په ګټه یې ملي مبارزه کوله.

استاد رفیع وایي (مجروح صاحب په ۱۳۴۹ لمریز کال په یوه ترافیکي پېښه کې ډېر سخت مجروح شو، یوه پښه یې ماته او وجود یې درنده ضربه ولیده، تداوۍ یې تر یوه کال زیاته موده ونیوه. د تداوۍ لپاره هند ته ولاړ، هلته په یوه روغتون کې بستر شو.مجروح صاحب د وجود دردونو، تنهایۍ، تشویشونو، غمونو، چرتونو او فکرونو د یوه عالم او متفکر په توګه یوې نوې دنیا ته لار ومونده او د جسمي ناروغۍ په بدل کې د یوه نوي معنوي ژوند لورینه پرې وشوه، د اشراق وړانګې ورته وځلېدې، د الهام دروازې ورته پرانیستل شوې. په خپله فلسفه کې د استغراق پوړۍ ته ورسېد او یو پراخه فکري تمرکز یې وموند، داسې پراخ فکري تمرکز چې د زمان او مکان پولې ورته ړنګې شوې په انفرادي توګه یې د یوه ارواپوه په توګه په هر انسان کې د هغه ښامار کشف کړ او په ټولنیزه توګه یې د یوه ټولنپوه په حیث هغه سیاسي ښاماران د خپل زړه په سترګو ولیدل چې د افغانستان د سیاسي ژوند  په را وروسته لسیزو کې یو پر بل پسې را روان وو. دې تنهایۍ او مایوسۍ ورته نوی دوران ورکړ او دیوه نوي جهان ننداره یې وکړه.) (۱: ب مخ)

پوهاند مجرح له هغو لومړنیو افغانانو څخه و چې غوښتل یې د دې خاورې او دې وطن په ګټه روښانفکري وکړي. د هغه غوښتنه دا وه چې د انسان په ګټه د ارزښتونو په استخدام کار وکړي، نه دا چې د ځینو ارزښتونو لپاره د افغان انسان وینه توې شي، هڅه یې دا وه چې د ارزښتونو په مقابل کې د افغان انسان وینه تویول نوره بنده شي او دا لړۍ دې د تل لپاره ودرول شي. پوهاند مجروح انساني طبیعت ته خوشبین و او په دې باور و چې انسان د اخلاقو او ښېګڼو لوی فضیلت لري او باید انسان د نیکو اخلاقو څښتن واوسي. د استاد مجروح بله لویه خبره دا وه، چې انسان دې خپل انسانیت ته وفادار واوسي او باید په خپل نفس باندې حاکم.

پوهاند مجروح په دې اند دی چې انساني عقل داسې یو ساکن او تغییر نه منونکی واقیعت نه دی، چې د زمانې له تحول څخه په یوه ابدي او مطلقه دنیا کې واقع وي. عقل د زمانې مولود دی او د فردي اختیار او آزادۍ اساس جوړوي. خو د تاریخ په بهیر کې د دې آزادۍ څخه اسارت را ولاړېږي او انساني فرد د خپلې آزادۍ غلامېږي. ډېرو کسانو خپل ځانونه په زندانونو او خپل نفس یې په ځنځیرونو تړلی وي. د دې جبر علت کوم خارجي قدرت یا کوم ماوراء الطبیعي سرنوشت نه وي، بلکې علت یې د انسان مختاره اراده وي. ځکه چې انسان د خپل کرکټر، خوی او عادت مسئول دی. که کوهي ته غورځېږي، دا هغه کوهی دی چې ده په خپل لاس کیندلی وي، که په ځنځیرونو تړل کېږي، دا هغه ځنځیرونه دي چې انسان یې په خپل لاس له خپلو پښو څخه چاپېروي.ځینې خلک چې ځان ورته د طبیعت یا ټولنې په قید کې بندي ښکاري، په حقیقت کې د خپل نفس او ځینو نفسي حوادثو قیدیان دي. د انسان په روح کې یو داسې تمایل موجود دی، چې یو وګړی خپل روحي حالات او اندونه په بهر دنیا کې منعکسوي او د دې انعکاس په اثر خپل خیالات، تصورات، آرزوګانې، امیدونه، غم، ښادي په بهر دنیا کې مجسم ویني. هر وګړی ځانته ځانګړې روحي نشو نما او وده لري، او هر یو ځانته ځانګړی کرکټر، خوی او عادت لري. برسېره پر دې د انسان روحي فعالیتونه تل په نورمال او صحیح ډول نه شو اندازه کولی. پوهاند مجروح د ژوندانه د مقصدونو په اړه داسې نظر لري:

د ژوندانه مقاصد په دوه ډوله دي: یو هغه ډول مقصدونه دي چې هغې ته د رسېدو امکانات له انسان سره موجود وي، او بل ډول یې هغه، دي چې د انسان د ژوند رسېدل ورته په واقیعت کې غیر ممکن وي. غیر ممکنه مقصدونو پسې هڅه او هاند روحي ناروغۍ او انحرافونه را پیداکوي، او د انسان د خپل نفس مریي کوي. کینه، بخل، حسادت، ځان غوښتنه او دې ته ورته ټول د یو داسې کرکټر علایم دي، چې یو څوک یې د یوه  د ناممکن هدف په لوري هڅه کوي. دا ناممکن هدف، دا نه پوره کېدونکی آرمان او دا نه پوره کېدونکی ایډیال د مطلقې برترۍ او ځان غوښتنې پلټنه ده.

استاد مجروح په دې اند و، چې هر وخت د انسان عقل په نفسیاتو باندې غالب نه شي، انسان یوې رښتینې آزادۍ او پرمختګ ته نه رسېږي. د پوهاند مجروح په اند معرفت یوه روانه سلسله ده، چې دا سلسله ختمېدل نه لري او زموږ معرفت باید په رښتینې بڼه وي. پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح اصلآ یو لوی انتخاب و او د خدای ج لویه لورینه وه چې په افغاني خاوره یې کړې وه. د نوموړي به چې هر څه زده وو هغه به یې له خپلو زده کړیالانو، ملګرو او پوهانو، نه سپمول. دی د خپلو زده کونکو لپاره یو ځلانده لمر و، زده کوونکو به د ستورو په څېر روښنایي ترېنه اخیسته. استاد مجروح د خپلو ملګرو لپاره یو مهربان او عاطفي انسان و. نوموړي کوښښ کاوه چې د شرقي عالمانو مفکورې غرب ته ورسوي او په غرب کې د شرقي عالمانو مفکورې خپرې کړي.

پوهاند مجروح په دې اند دی هر انسان چې ځانته انسان وایي باید خپل ځان ته د ښو او بدو معیار معلوم کړي او په لا شعوري ډول هر شي ته د ښو او بدو په سترګو ونه ګوري.

پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د (اژدهای خودي) په نوم اثر په کابل کې چاپ شو، ورپسې یې په پښتو کې د (ځانځاني ښامار) په نوم بل کتاب ولیکه. استاد نجیب منلی وایي چې همدغه اثر په فرانسوي ژبه کې د ( (Ego Monster په نامه چاپ او خپور شو. د پوهاند مجروح د اثر درې ګونې بڼې سره دومره توپېرونه لري، چې په ګرانه به یې د یو متن بېلا بېل شکلونه وبللای شو. اژدهای خودي  ښاغلي مجروح لیکلی او د هغه تر نظر لاندې چاپ شوی دی. ځانځاني ښامار هم د استاد مجروح له خپل قلمه څڅېدلې هنري پنځونه ده. او دا اثر د اژدهای خودي ژباړه نشي کېدای. د ( Ego Monster ) په ۱۳۵۵ او ۱۳۵۶ لمریز کال کې استاد مجروح په خپله خپلو فرانسوي دوستانو ته لوستی او ژباړلی دی. همدغه د استاد په خپله ژبه ژباړل شوی متن دوو فرانسوي شاعرانو، آندري وېلېتر او سېرژ سوترو لیکلی دی. (۲: ۱۷۹)

استاد مجروح یو رښتینی انسان و او په حقیقت ویلو کې یې ساری نه و، نوموړي  اژدهای خودي او ځانځاني ښامار د هېواد په ډېرو سختو او حساسو حالاتو کې ولیکل. په ځانځاني ښامار کې یې د حقیقت موندلو په اړه داسې ویلي دي:

که انسان رښتیا طلب د حقیقت کړي

نــــو په کار دی، چــــې را پـــاڅــــي

زنــځــــیرونه خــپل خــپل مات کړي

لـــــه زنـــــدانـه خـــــپل را ووځــــي

بـــیا بــــــهر له ســـمڅـــــې هـــلـته

پـــه رڼــــــا د حقیقت کـې. ( ۳: ۱۱۲)

په پښتو کې اصطلاح لرو: سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره. مجروح د سیاست سړی نه و، ده خو له سیاستوالو سره ډېر توپیر درلود، نو ولې یې دا افغان فیلسوف شهید کړ؟ دا ځکه چې دی رښتینی و او رښتیا به یې ویل نو ځکه یې نوموړی شهید کړ او د تل لپاره یې په مرۍ اوبه ور بندې کړې.

موږ نه پوهېږو چې دی به په کومه اندازه بد وو او ولې باید د ده د مرګ تړون شوی وای؟ او ایا هغه خلکو چې د ده د مرګ په ساز وباز کې یې لاس درلوده ذهني آرامي لري؟ خو نه! که چېرې دې خلکو ذهنیت درلودلی او فکري بنسټ یې جوړ وای، نو هېڅ کله به یې استاد مجروح ترور او شهید کړی نه وای، بلکې د پوهاند مجروح به یې ډېر درناوی هم کړی وای.

لیکوال او شاعر عصمت قانع لیکي: د ۱۹۸۸ ع کال د فبرورۍ لسمه وه، زه څه خبر وم چې سبا به د خپل هېواد د انسان د اعتلا د فلسفي شعور په دغه هدیره کې خاورو ته سپارم. زه څه خبر وم، چې د بیان د آزادۍ، د انساني کرامت د درناوي او د استقلال مجسم مفهوم به سبا په دغه هریره کې خاورو ته سپارم. ما ویل سل مې سپارلي خو  د سلو میر لا شته، زما د وطن د استقلال او آزادۍ فلسفه ژوندۍ ده، خو سبا یې چې د فبرورۍ یولسمه وه، د ناورین یو بل خبر د پېښور په کوڅو کې انګازې وکړې، بهاءالدین مجروح یې وویشت. د خبر په اورېدو سره ګنګس شوم، نه پوهېدم پر کومه خوا ولاړ شم. ژبه مې ګونګه شوه، د سترګو په کاسو کې مې اوښکې قحطې شوې لکه غړي چې مې وتښتېدل، دنیا راته مړه ښکارېده، ژوند راته یو بایللی قمار معلومېدلو، غم دروند و، دومره دروند غم چې د دروندوالي اندازه یې صرف پرهر او زخمي زړونه کولای شي.

د فبرورۍ پر دولسمه مو د مجروح جسد د غریب آباد هدیرې ته یووړ، جنازه څو تنو ژوندیو مړیو پر اوږه اخیستې وه. جسمآ خو دغه مرده ګان ژوندي معلومېدل، خو روحونه یې د زخمونو کهکشانونه وو. سپین ږیری شمس الدین مجروح په مخ روان وو، هغه د دې پر ځای چې خپله جنازه د زوی پر اوږو هدیرې پورې، یوسي خپله یې د زوی جنازې ته اوږه ورکړه. څو کاله وروسته مې د دروېش دراني یو شعر ولوست چې هماغه صحنه په کې انځور شوې وه.

لـــحده نیسه یې کـــرار غېږه کـې

یو زاره چاودی او خوږمن در سپارو

د صــداقت لـــه ګلو ډکه چـې وه

ټــوټـــه ټــوټه هغه لـمن در سپارو

د مجروح پر جنازه څو تنه لیکوالان، ادیبان، شاعران او ملي مبارزین را ټول شوي وو. ټول هغه کسان چې د مرګي مطلوب وو او د مقاماتو مغضوب پر هدیره کې سره را غونډ شوي وو. کله چې مو د مجروح جسد قبر ته سپارلو، د پسرلي صاحب له سترګو اوښکې را توې شوې، په خپلو ډنګرو ګوتو یې د سترګو د کسو لاندنی نم وچ کړ او بیا رفیع صاحب ور مخکې شو، کله چې یې د مجروح وروستی دیدار وکړ، رفیع صاحب هم وژړل. (۴: ۴۳)

د پوهاند مجروح ترور د علم ترور و، د مجروح ترور د یوه رسا غږ ترور و، د مجروح ترور د یوه استاد ترور و، د مجروج ترور د یوه زده کوونکي ترور و، د یوه ښوونځي ترور و، د یوې لارې ترور و، د یوه تصوف ترور و، د یوه فیلسوف ترور و او د مجروح ترور د ټول افغان ملت د ښکلا ګانو ترور و.

مأخذونه

۱ـ رفیع، حبیب الله. ځانځاني ښامار، کلید ګروپ او د فرانسې سفارت د خپرونو مرکز، کابل: ۱۳۸۵ لمریز کال.

۲ـ قانع، عصمت. یادونه او برېتونه، د چاپ ځای (.)، کابل: ۱۳۹۷ لمریز کال.

۳ـ مجروح، سید بهاءالدین. ځانځاني ښامار، کلید ګروپ او د فرانسې سفارت د خپرونو مرکز، کابل: ۱۳۸۵ لمریز کال.

۴ـ مجروح، سید بهاءالدین، د جبر او اختیار دیالکتیک، کابل پوهنتون، دولتي مطبعه، کابل: ۱۳۵۳ لمریزکال.

۵ـ منلی، نجیب. کابل مجله ( ۷ـ ۸ ) ګڼه، د افغانستان د علومو اکاډ‌مي، کابل: ۱۳۹۲ لمریز کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب