سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهنیکلاسن که طالبان یو لړ شرطونه ومني، اروپايي اتحادیه به ورسره اړیکې...

نیکلاسن که طالبان یو لړ شرطونه ومني، اروپايي اتحادیه به ورسره اړیکې وپالي

تاند (یکشنبه، د دلوې 23) د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی، چې هند ته په سفر تللی، وايي چې اروپايي ټولنه به د طالبانو د وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه کړي.

توماس نیکلاسن د هند له «هندو» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، که طالبانو د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی وای، له هغوی سره به یې لا رغنده او ښې اړیکې ټینګې کړې وای او د افغانستان له اقتصادي ثبات سره به یې مرسته کړې وای.

ده له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د ښه کېدو شرطونه یاد کړل، ویې ویل: په حمل کې د نجونو د ټولو ښوونځیو پرانیستل، د سیاسي خبرواترو د پیلولو لپاره د مثبتو ګامونو اخیستل، له خبریالانو سره نرم چلند کول، د پخواني حکومت د چارواکو لپاره د عمومي عفوې بریالۍ اجرا او د پخواني اساسي قانون په رسمیت پېژندل او یا د یوه نوي اساسي قانون وړاندیزول او د قانون د حاکمیت عملي کول.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي دې ته په اشارې چې طالب چارواکو د دغو مواردو لپاره هڅه نه ده کړې، خبرداری ورکړ چې د طالبانو له لوري د نړیوالې ټولنې د غوښتنو نه عملي کېدا ممکن له افغانستان سره د نړۍ پر مالي ملاتړ اغېز وکړي.

ده همداراز وویل، د اروپايي اتحادیې د باندنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، چې د فبرورۍ په شلمه په بروکسل کې جوړېږي، ښايي دا پوښتنه مطرح شي چې غړي هیوادونه دې افغانستان ته پر بشري مرستو سربېره نورې مرستې وکړي او که ونه کړي.

نیکلاسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اروپايي ټولنه د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ په پام کې لري او که نه؟ وویل:«اروپايي اتحادیه د وسله والو ډلو پر ملاتړ یا پر پوځي مداخلې غور نه کوي.»

ده زیاته کړه:«فکر کوم، هرڅوک چې دا کار کوي، باید زیات خطرونه په پام کې ونیسي؛ که یو هیواد د یوې ډلې ملاتړ وکړيو دا خطر ورسره شته چې بل هیواد د بولې ډلې ملاتړ ته راودانګي او یو ار بیا به په افغانستان کې یو ګډوډ او خطرناک حالت رامنځته شي.»

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي همداراز وویل:«حاضردمه له هیواده دباندې افغانانو په منځ کې اکثریت د هغو ډلو دی چې ځانونه سیاسي الترناتیف ښيي او ډېر یې له پخوانیو وزیرانو، سیاستوالو، سفیرانو او په ځینو مواردو کې هغو افغانانو څخه عبارت دي چې جګړه مار ګڼل کېږي.»

ده دا هم وویل چې اکثره افغانان پر دغو کسانو باور نه لري او هغوی ته د پخواني حکومت د فاسدو کسانو په سترګه ګوري.

ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې په لنډ یا اوږد وخت کې هر ډول بدلون له داخله راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب