Homeخبرونههند یو وار بیا وویل چې د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او...

هند یو وار بیا وویل چې د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ ته ژمن دی

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۸ مه) د افغانستان او پاکستان د روان کړکېچ په منځ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال د پنجشنبې په ورځ وویل چې هند د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ملاتړ ته ژمن دی.

هغه دا څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد د تاوتریخجنو اړیکو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې کړکېچونو ته په اشارې وکړې.

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې سختې خرابې شوې دي. دواړه هېوادونه پر یو بل د بریدونو او د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي.

له اوربند وروسته، په ترکیه کې خبرې پیل شوې وې تر څو داسې یو میکانیزم جوړ شي چې د دواړو خواوو ژمنې وڅاري چې ایا دوی د یو بل په خاوره کې د بریدونو د مخنیوي په برخه کې عملي ګامونه اخلي که نه.

په یوه خبري ناسته کې د هند د باندنیو چارو وزارت له  ویاند څخه پوښتنه وشوه چې ولې پاکستان د ترهګریزو بریدونو پړه پر یوې ډلې «ټي ټي پي»، چې اسلام اباد یې د هند نیابتي بولي، اچوي؟ او د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف دا ولې ویلي چې کابل د هند په استازیتوب یو نیابتي جنګ پر مخ وړي؟

جایسوال په ځواب کې وویل:

«ما په خپله تیره خبري ناسته کې د دې موضوع په اړه د هند دریځ روښانه کړی و. پاکستان له دې امله غوسه  دی چې افغانستان د خپلې خاورې پر سر خپل حاکمیت عملي کوي. پاکستان داسې انګیري چې ګواکي له پولو هاخوا د ترهګرۍ د ترسره کولو حق لري، خو د هغه ګاونډیان دا عمل نه شي منلی.»

هغه زیاته کړه:

«هند د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ملاتړ په اړه خپله ژمنه بیا تائیدوي.»

کله چې له ویاند څخه د هند د هغو پروژو په اړه پوښتنه وشوه چې اوس هم په افغانستان کې روانې دي، ده د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستي سفر ته اشاره وکړه چې هند ته یې کړی و.

جایسوال وویل:

«د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره شوې وه، چې پکې دا څرګنده شوې وه چې هند چمتو دی له افغانستان سره په هغو هڅو کې مرسته وکړي چې د اوبو د سرچینو د پایدار مدیریت لپاره ترسره کېږي — په ځانګړي ډول د برېښنا کوټونو د (هایډروالېکټریک) پروژو په برخه کې.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...