یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونههند، افغانستان سره د اوبو مدیریت او د برېښنا د تولید پروژو...

هند، افغانستان سره د اوبو مدیریت او د برېښنا د تولید پروژو برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۸مه) ‏د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نوی ډیلي چمتو دی چې له افغانستان سره د اوبو د مدیریت او د برېښنا د تولید د پروژو په برخه کې همکاري وکړي.

د دغه وزارت ویاند رندیر جیسوال نن یوه خبري غونډه کې وویل، هند د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي څو خپلې اوبه په دوامدار ډول اداره کړي او د اوبو له سرچینو د برېښنا د تولید لپاره ګټه واخلي.

جيسوال د کونړ پر سیند د احتمالي بندونو جوړولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې، دواړه هېوادونه د اوبو په برخه کې د اوږدې همکارۍ تاریخ لري.

سلما بند چې د تېر جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی، ښکاره مثال ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور څو ورځې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې ویلي وو، افغانان د خپلو اوبو د مدیریت حق لري.

هغه ټینګار کړی و چې پر کونړ سیند د بند جوړولو لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره خبرې روانې دي، خو ویې ویل چې دغه بند به د پاکستان په زیان نه وي.

په همدې حال کې طالبانو تر اوسه د دغې ژمنې لپاره هېڅ بودیجه، عملي پلان او یا د شوې سروې جزییات نه دي څرګند کړي.

کارپوهان وايي، د کونړ پر سیند د بند جوړول یوه لویه او پېچلې ملي پروژه ده چې پراخو بشري سرچینو، لوړو مالي امکاناتو او اوږدمهاله تخنیکي پلان ته اړتیا لري.

بل لورته عام خلک هم د اوبو د مدیریت برخه کې پر چټکتیا ټینګار کوي او وایي، چې حکومت دې ژر د وطن اوبه مهار کړي.

2 COMMENTS

  1. داوبو مهارول داوبو مدیریت داوبو قدر اوعزت ستر ملی ګام دی . اوبه دافغانستان ملی ودې ، پیاوړتیا، مالی منابعو ، معاصرې کرهڼې او سرسبزی کې فعاله ونډه لری . اوبه زموږ کورنی سیاست ، زمکنۍ زېرمه او انرژی بلل کیږی .ځنډ په کار نه دی هندوستان په مسلکی لحاظ بشری او تخنیکی ډول مرسته کولای شی اوبه د یوه اقتصادی عنصر په توګه ډیر ه برېښنا هم تولید ولی شی . اوبه یعنی چمتو شوې انرژی !

  2. THIS WILL BE GREAT JOB IF INDIA HELP IN BUILDIN OF KUNER RIVER PROJECT.
    ALL AFGHANS WANT THAT,
    AFGHANISTAN NECESSARY CHEAP ELECTRICITY.
    I HOPE INDIA HELP WITH AFGHANISTAN IN THE CONTROL OF WATER,
    AGRECALTURE WILL GOT PROGREESS AND AFGHANS WILL GET JOBS HOME AND POVERTY WILL FINISH
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...