دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Homeخبرونهد افغانستان د ښځو جلاوطنې لوبډلې د چاډ لوبډله ۷-۰ ماته کړه

د افغانستان د ښځو جلاوطنې لوبډلې د چاډ لوبډله ۷-۰ ماته کړه

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) د افغانستان د ښځو متحد ټیم، چې د ملي ټیم تبعیدي بڼه ده، په مراکش کې د «فیفا یونایټس: د ښځو لړۍ» سیالیو کې لیبیا ته ۷ پر صفر ماته ورکړه. دا د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې لپاره یو تاریخی بری دی.

د ښځو فوټبال ټیم چې اوس په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د شنبې په ورځ په مراکش کې د یادې سیالۍ په ترڅ کې د لیبیا ټیم په بشپړه توګه مات کړ، او خپله تر ټولو ستره بریا یې ثبت کړه.

تر دې وړاندې د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د سیالیو په لومړیو لوبو کې پر چاډ ۶–۱ ماته خوړلې وه.

دا ټیم د روان کال په مې میاشت کې د فیفا په ملاتړ بېرته جوړ شو، او اوس د پاولین هیمل (Pauline Hamill) تر روزنې لاندې دی. د ټیم غړې له بېلابېلو هېوادونو لکه استرالیا، بریتانیا، او ډنمارک څخه راټولې شوې دي، او هلته د بیا مېشتېدو چانسونه ورکړل شوي دي.

«افغانستان ویمن یونایټډ» نه یوازې یو سپورتي ټیم دی، بلکې د ځپل شویو ښځو د مقاومت او زغم یو پیاوړی سمبول هم دی، چې د افغانستان بیرغ او د برابرۍ پیغام د تبعید له لرې ځایونو څخه د نړۍ غوږونو ته رسوي.

له دې کبله چې طالبانو نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع کړي، نړیوال د افغان نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې د ملاتړ له لارې له افغان ښځو سره خواخوږي ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...