Homeخبرونه‏متقي له ازبکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې...

‏متقي له ازبکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۱مه) د طالبانو د  بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره ټیلفوني خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د سیمې په عمومي وضعیت خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان د سیمې په چارو کې ډيپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي او ټولو ګاونډیو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې غواړي.

متقي ازبکستان سره مثبت تعامل ته په اشارې ویلي، افغان حکومت د ټیکاو، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز تفاهم ملاتړ دی.

په ورته مهال د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي، ازبکستان د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسئولیت ګڼې او باور لري، چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل باور فضا پیاوړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...