Homeخبرونه‏ د برېښنا رئیس په (CIET) نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره...

‏ د برېښنا رئیس په (CIET) نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته لاړ

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۱مه) د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوی د ترکمنستان انرژۍ، ساختمان، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵ (CIET) نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته لاړ.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دغه کنفرانس چې ترکمن باشي ښار کې جوړیږي د برېښنا انرژي په اړه به په کې بحثونه وشي.

د مالوماتو له مخې یاد کنفرانس کې به د برېښنا لېږد او برېښنایي شبکو عصري تجهیزات هم نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت رئیس به د یاد کنفرانس څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو برېښنا انرژۍ لوړ پوړو مسئولانو سره د همکاریو پیاوړتیا په موخه هم لیدنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....