جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغان لوبډلې له زمبابوې څخه د شل ‌اوره لوبلړۍ درې واړه لوبې...

افغان لوبډلې له زمبابوې څخه د شل ‌اوره لوبلړۍ درې واړه لوبې وګټلې

تاند ( یکشنبه د لړم – عقرب ۱۱مه) افغان کرکټ ملي لوبډلې، زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته د شل‌اوره لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې «درې پر صفر» وګټله.

په نننۍ درېیمه لوبه کې لومړی افغان لوبډلې توپوهنه وکړه او زمبابوې لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.

د افغان لوبډلې د توپوهنې په برخه کې تر ټولو ډېرې منډې (۹۲) رحمن الله ګربز وکړې، ابراهیم ځدراڼ په ۴۹ بالونو ۶۰ منډې جوړې کړې او ورپسې ځوان لوبغاړي صدیق اتل په ۱۵ توپونو ۳۵ چټکې منډې وکړې.

زمبابوې لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو ۲۰۱ منډې وکړې او دا درېیمه لوبه یې هم افغانستان ته د ۹ منډو په توپیر وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی، رحمن الله ګربز او د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو چې ،په درې واړو لوبو کې یې درې پنځوسیزې وهلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...