Homeخبرونهایران بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزې طرح رسمي کړه

ایران بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزې طرح رسمي کړه

تاند ( یکشنبه د لړم – عقرب ۱۱مه) ایران د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له پیل راهیسې د بهرنیو اتباعو کار قانوني او په ځینو اقتصادي سکتورونو کې د کاري ځواک کمښت پوره کولو لپاره د “کار ویزې” طرح عملي کړې ده.

د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت اعلان وکړ چې کار غوښتونکي کولی شي د کار وزارت د رسمي ویب پاڼې له لارې د بهرنیو کارګرانو لپاره غوښتنه وکړي.

یاده اداره زیاتوي چې، د کاري وېزو غوښتنلیکونه به یوازې هغه وخت ومنل شي کله چې د مطلوب کار لپاره هېڅ ایرانی کارګر موجود نه وي.

سرچینه زیاتوي، هغه بهرني اتباع چې د دې ویزې لپاره غوښتنه کوي باید ځینې شرایط پوره کړي.

شرايط:

د اعتبار وړ استوګنې اسناد چمتو کول، جرمي ریکارډ نه درلودل، او د مجاز کار ورکوونکي لخوا معرفي کول باید پوره کړي.

د سرچینې په وینا هغه کسان چې مخکې په خپله خوښه له ایران څخه وتلي دي د ویزو ترلاسه کولو لپاره هم لومړیتوب ورکول کیږي.

د ایران د کار وزارت چارواکو ټینګار کړی چې د دې طرحې پلي کول د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو سره په همکارۍ ترسره شوي او هدف یې د مختلفو اقتصادي سکتورونو لپاره اړین کاري ځواک چمتو کول دي.

دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د ساختماني، کرنې او خدماتو سکتورونو کې لوی شمېر کډوال، په ځانګړي توګه افغانان کار کوي.

خو د روان کال تر نیمایي پورې، نږدې دوه میلیونه افغان مهاجرین له هیواده وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...