دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Homeخبرونهمشهور سیاستوال هدابت امین ارسلا په جلاوطنۍ کې وفات شو

مشهور سیاستوال هدابت امین ارسلا په جلاوطنۍ کې وفات شو

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر هدایت امین ارسلا د ورپېښې ناروغۍ له کبله د امریکا په ویرجنیا کې په حق ورسېد.

ارسلا د مجاهدینو د حکومت د ماليې او بهرنیو چارو وزیر و او وروسته د حامد کرزي د حکومت پر مهال د سوداګرۍ وزیر او د ولسمشر مرستیال پاتې شوی دی.

هغه د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون، د ملي احصایې کمېسیون او د اقتصادي همکاریو د کمېټې مشري هم کړې وه، او د یوې مودې لپاره د ولسمشر حامد کرزي سلاکار پاتې شوی و.

دی د ۲۰۱۳ تر اکتوبر پورې د حامد کرزي په حکومت کې د مرستیال ولسمشر او مالیې وزیر په توګه کار کړی دی.

ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم ځان کاندید کړی و.

ارسلا د ۱۹۴۲ د جنورۍ په ۱۲ مه زېږېدلی و.

ارسلا، اصلاً د ننګرهار ولایت دی خو په کابل کې لوی شوی، همالته یې لېسه لوستې ده. لیسنانس او ماستري یې د امریکا په جنوبي الیونایز پوهنتون کې ترلاسه کړې وه. افتخاري دوکتورا یا پي ایچ ډي یې په ۲۰۰۸ کال د واشنګټن ډي سي له جورج واشنګټن څخه ترلاسه کړې ده.

ده په ۱۹۶۹ م کال په نړیوال بانک کې کار پیل کړ، هلته یې ۱۸ کاله کار وکړ

حاجي عبدالقدیر، دین محمد او عبدالحق یې د تره زامن وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...