Homeخبرونهد افغانستان په شمال کې د زلزلې شدید ټکانونه

د افغانستان په شمال کې د زلزلې شدید ټکانونه

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د زلزله پېژندنې نړیوالې ادارې وايي چې نن شپه (د افغانستان په وخت په ۱۲ بجې او ۵۸ دقیقې) یوې شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ و، د هیواد شمالي ولایتونه لړزولي دي.

د جرمني د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بلخ ولایت له خُلم ولسوالۍ څخه ۳۵ کیلومتره لیري و.

د زلزلې د مرکز د ژوروالي په اړه تر دې دمه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

والکانودیسکوري (https://www.volcanodiscovery.com/)، چې د زلزلو په اړه معلومات خپروي، وايي چې د دې زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۳۵ کیلږمتره لاندې و. خو په عین حال کې یې ویلي چې ممکن دا اندازه دقیقه نه وي او ښايي په راتلونکو څو ساعتونو یا دقیقو کې یې دقیق ځای اعلان کړي.

د سږ کال د سنبلې په میاشت کې د افغانستان په ختیځ په تېره بیا کونړ کې شدیده زلزله وشوه.

دې زلزلې یوازې په کونړ کې (د رسمي ارقامو له مخې) ۱۴۵۷ تنه ووژل او تر ۳ زره ۵۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل. لسګونه زره کورونه یې ویجاړ او زرګونه څاروي یې مړه کړل.

د زلزلې نور جزییات همدلته خپریږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...