پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مخالفانو د بهرنیانو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په...

د طالبانو مخالفانو د بهرنیانو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په خپل منځ کې د یووالي غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د دلوې ۲۳مه) د طالبانو د حکومت مخالفانو پرون په یوه غونډه کې، چې ډیرو مشرانو یې انلاین ویناوې وکړې، په خپل منځ کې پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل تر څو چې په خپل منځ کې یې اتحاد ثابت کړی نه وي، د بهرنیو هیوادونو له ملاتړه نه شي برخمن کېدای.

په دې غونډه کې، چې د ملي مقاومت جبهې د یوه وژل شوي قوماندان، خیرمحمد اندرابي د څلوېښتۍ په پلمه په لندن کې جوړه شوې وه له ترکیې، تاجکستان او نورو هیوادونو څخه د طالبانو مخالفو مشرانو لکه عبدالرب رسول سیاف، عطامحمد نور، محمدمحقق، عبدالرشید دوستم، لطیف پدرام او احمد مسعود ویناوې وکړې.

سیاف د طالبانو پر ضد جګړې ته د غونډې د برخوالو د بللو په ترڅ کې وویل:«ازادي څوک چا ته نه ورکوي بلکې باید واخیستل شي.»

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د طالبانو ټولو مخالفانو ته بلنه ورکړه چې اختلافات پای ته ورسوي او یو بل ته لاسونه ورکړي.

محمد محقق وویل، د طالبانو مخالفان باید دا وړتیا ومومي چې ځان د یوه بدیل ځواک په توګه مطرح کړي څو د سیمې او نړۍ هیوادونه یې ملاتړ وکړي.

ده وویل، که د طالبانو مخالفان په خپل منځ کې د اوس په شان اختلاف ولري، حتي هغه هیوادونه چې غواړي د دوی ملاتړ وکړي نه به پوهیږي چې د چا ملاتړ وکړي.

پرون د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر د خپل ماموریت په پای کې وویل، له طالبانو سره له تعامله پرته بله لار نه شته او جګړه په دغه هیواد کې د داعش له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

د هوګو شارتر اشاره د طالبانو د مخالفانو ضعف ته وه. ده وویل: ویلي:«هیواد یې دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې له ۴۰ کلونو جګړو وروسته، نښتې او تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی. بې ثباتي او کورنۍ جګړې د لا ژور انساني کړکېچ او د داعش د بیا پیاوړي کېدو سبب کېږي.»

د امریکا بروکینګز څیړنیز انستیتیوت په یوه تازه شننه کې ویلي چې د طالبانو د مخالفانو په ځانګړي ډول د مقاومت جبهې حملې هیڅ نتیجه نه لري. نو ښه دا ده چې د سختدریځو طالبانو پر ځای له نرمدریځو سره تعامل وشي.

 امریکايي چارواکو هم په ځلونو ویلي چې د طالبانو پر ضد به د هغوی د وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه کړي ځکه چې له دې سره په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي چې د افغانانو د کړاوونو له زیاتېدو پرته بله ګټه نه لري.

خو د لندن په غونډه کې د طالبانو مشرانو، چې په تېرو څه باندې ۲ لسیزو کې یې ډیر امتیازونه لرل، ټینګار وکړ چې له جګړې پرته بله لار نه شته.

په دې غونډه کې عبدالرشید دوستم د افغانستان له شمالي هیوادونو په تیره بیا ازبکستان څخه ګیله وکړه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره اړیکې پالي.

4 COMMENTS

  1. تاسی خبیثو څیرو ته د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو څخه وروسته د افغانستان بیچاره او نا خبره ولس ډیر وخت درکړ ، بیا دغه شل کاله مو دبدارانو تر څنګ څومره امتیازات درودل مقابل کی مو ولس ته د لوپری ، بد نامی او بد معاشی بل څه عملنامه پری نښودله ، اوس افغان ولس تاسی ته نور چانس نه درکوی

  2. آزموده را آزمودن خطاست . په پښتو کې وایی : زوړ غویی کنجاړه په خوب ویني .

    جنګسالارانو په نولس و نوي یمو کلونو کې ټول افغانستان او خصوصا د کابل ښار لومړی چور او بیا یې په خپل منځي جګړو کې په کنډواله بدل کړ. له هلکانو سره یې نکاحې وتړلې . تر اویازرو زیات کابلیان یې ووژل ، په میلیونونو یې مهاجرت ته اړکړل . ملي اردو اوملي بیرغ یې له منځه یووړل . له 700 زیاتې جنګي ، ترانسپورتي او تعلیمي الوتکې ، شاوخوا 5000 چینه ټانکونه ، سلګونه د لونا ، سکات ، اوراګان توغندیو دستګاوې ګاونډیو هېوادونو ته تسلیم کړې او یا یې د کباړ په بیه خرڅې کړې . د جنایتونو په لړ کې د ژوندیو انسانانو په سرو مېخونه ووهل شول ، د ښځو سینې اوتیونه پرې کړل ، د ماشوم دپیدایښت تجربې یې وکړې ، رقص مرده یې د نړۍ د جنایتونو په تاریخ کې یو نوی ابتکار وو چې باید د هاګ په نړیواله محکمه کې ثبت شي . د افشارو د سیلو د فاجعې یادونه په همدې ورځو کې کیږي .

    د دوی په دوهم ځل راتګ سره په زرګونو میلیاردونو دالرو نړیوالې مرستې افغانستان کې حیف او میل شوې ، د خلکو مځکې ، دولتي ډاګونه او دښتې چور او بیا په خلکو د ښارګوټو په ډول سره خرڅې شوې . تورن اسمعیل خان شاوخوا درې میلیارده دالره نړیواله مرسته د بندونو او برښنا تخصیص په خپل جیب کې کېښودل او له ایرانه یې تاریخ تېرشوي ډیزلي جنراتورونه راوړل چې دوه میاشتې ئې هم کار ونکړ.

    له یوې ولسوالۍ چې مجموعي نفوس یې 60 زره تنه دی ، شاوخوا 600 بېسواده کسان د جنرالۍ رتبو ته ورسېدل . د همدې ولسوالۍ نه څلور پنځه مهم وزارتونه ، د والیانو ، ولسوالانو ، رئیسانو ، سفیرانو په توګه مقرر کړل او نور اکثریت مقامونه د همدې ولسوالۍ په واک کې ورکړل شول . لا تر اوسه نژدې ټول دیپلوماتان د همدوی د کورنیو غړي دي . په انتخاباتو کې دوی جعلکاري او تقلب وکړل. هغه څوک چې چا ئې نوم نه پیژاند د قاضی القضات په حیث راوست او د ولسمشر د لوړې مراسمو په ورځ یې په قرآن مجید لاس کېښود او قسم یې یاد کړ چې خیانت به نه کوي ، خو په سبا یې بیا بلې تشریفاتي چوکې کې ځان ټینګ کړاو د ولسمشر واک یې د دوهم ځل لپاره نیم کړ .
    ټالبانو راتګ ته یې زمینه برابره کړه ، اساسي قانون د دوی له خوا بې اعتباره شو، پارلمان کې سګ جنګي دوی شروع کړه او د جنرال جرئت ، الله ګل نا مجاهد ، عطا محمد نور په شان کسانو حتی ولسمشر ته اخطارونه ورکړل . نیم وزارتونه ، نیم ریاستونه او نیم سفیران یې غوښتل. د ورځې څوک په لارو نه شول تېرېدلی . غلا ،اختطاف او فساد دومره زیات شو چې افغانستان یې د نړۍ مفسد هېواد نړیوالو ته معرفي کړ. دا لست دومره اوږد دی چې کتابونه پرې لیکل کیږي .
    لنډه دا چې د دوی د خیانتونو او فساد له امله دادی نن افغانستان یو ځل بیا د ټالب او د منځنیو پېړیو د فکر لرونکو کسانو په لاس کې پرېوت ، اساسي قانون د تعلیق په حالت کې راغي . افغانستان نن ملي سرود او ملي بیرغ نه لري . د ملي اردو مجرب او زړور سرتېري هره ورځ وژل کیږي . ځوانانو د بېکارۍ له لاسه کډوالۍ ته ملا تړلې او د نجونو پرمخ د ښوونځیو ، پوهنتونونو ، دفترونو او د خپل سرنوشت د تعیینولو دروازې وتړل شوې . افغانستان له نړۍ سره په مطلقه انزوا کې واقع او د نړۍ د تمدن له کاروان نه بیا په شا پاته شو . دوی په سختو ورځو کې ولس او خپل ملاتړي یواځې پرېښودل ، خو دوی یوځل د واک او قدرت خوبونه ویني .

  3. د تاسي په طاغوتي جهاد کې میتیازې وکړم. تف لعنت ستاسي په اتحاد. رذیلانو دغه هیواد خو تاسي په کڼډواله بدل او چور کړ. هر هغه څوک سي ستاسي ملاتړ کوي هغه ددجال ملاتړي دي 🤮😡🐖

  4. لسو طالبانو تر کوهې کاف ها خوا وځغلولاست. دریښي مو هم طالبانو ته پاته سوې ولاړاست مور مو وغوول سوه. هو چور او چپاول مو ښه وکړه سي کړوسیان به مو چړچې ورباندي کوي. دا حرام به په وینو بدل سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب