دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د بنو ولسي پاڅون ته خلک وبلل

منظور پښتین د بنو ولسي پاڅون ته خلک وبلل

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۳مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ لارښود منظور پښتین خلکو ته بلنه ورکړې چې نن (یکشنبه/ اتوار) د ولسي پاڅون په غونډه کې، چې په بنو کې رابلل شوې ده، ګډون وکړي.

د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړی چې د مظاهرو له لارې د ناامنیو د پای ته رسولو ته د چارواکو پام واړوي.

منظور پښتینپر خپله ټویټرپاڼه له خلکو غوښتي چې د سهار په لس بجې د بنو د پریس کلب مخې ته څانونه ورسوي او په ولسي پاڅون کې ګډون وکړي.

بنو د خېرپښتونخوا له لکي مروت او شمالي وزیرستان ضلعو سره پولې لري او په وروستیو کې هلته په امنیتي ځواکونو بریدوړنه زیات شوي او له بلې خوا په جاني خېل سیمه کې د ځایي خلکو د هدفي وژنو لړۍ په دوام داره توګه روانه پاتې شوې ده.

ځايي اوسیدونکي د خلکو هدفي وژنې له امنیتي ځواکونو سره تړلې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب