سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+پښتو ټپه که د مظلوم انسان د اعتراض کړيکه

پښتو ټپه که د مظلوم انسان د اعتراض کړيکه

محمداکبر کرګر

موږ د خپل لرغوني فرهنگ دعوه کوو، خو لا په دې نه يو توانيدلي  چې د دې بډاى فرهنگ ارزښتمن عناصر د نويو ټولنيزو پوهنو د احکامو او اصولو په رڼا کې په ډاگه کړو. يو له هغو سوغاتونو  چې پښتانه يي د خپل فرهنگ په ځولۍ کې لري هغه ټپه يا لنډۍ ده. لنډي د پښتون اولس د طبيعي ژوند او د هغه له روان سره اړيکه لري. په دې مانا که له يوې خوا د طبعيت سره د مخامخ کيدو په لړ کې په لنډيوکي خپل تاءثر بيانوي نو له بلې خوا ديو ژوندي موجود په توگه چې په زمان اومکان  او راتلونکي فکر کولي شي له ماضي نه خپل تاءثر بيانولي شي، خپل دروني تاءثرات هم بهر په يو قالب کې يا د لنډيو په قالب کې بهر ته راباسلي شي چې په دې ډول ټپه د انسان دپيام وړاندې کولو له پاره غوره وسيله ده.

د پښتو لنډيو په اړوند يو سطحي چلند له دې امله و، چې د ليک لوست او مطبوعاتو په خپريدو سره زياترو کسانو اويا ليکوالو، د لنډيو  عمق اوژوروالي ته پام نه کاوه. داسې مقالي کښل کيدلې چې سرليكونه به يي و «سترگې په لنډيو كې»، «شونډې په لنډيو يا زلفي په لنډيوكې» او داسې نورو ډولونو به يې ستاينه كيدله. داسمه ده. په لنډيو کې کيداى شي د هغو استيتيکي عناصرو يادونه وشي خو نه په مسخره ډول.

دتېرې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې خداى بخښلي استاد پوهاند مجروح په يوه سيمينار کې د پښتو لنډيو په اړوند يوه درنه او له نوښت ډكه مقاله وړاندې کړه. په دې مقاله کې، څو ټکو ته د اعماقو د سايکالوژۍ او فلسفې په رڼا کې پاملرنه شوې وه. د لنډيو د منځ پانگې له مخې د هغو اصلي ويونکي مشخص شوي و. د بې سواده او باسوادو كسانو له خوا ويل شويو  لنډ يو توپيرونو ته اشاره شوې وه . دلنډيو داصلي ويونکو يعنې  دمحرومو او ستم لاندې ښځو دمحروميت او د هغو د تحت الشعور د اواز په توگه څيړل شوې وې. په هماغه کلونو کې  نوميالي شاعر سليمان لايق دپښتو ټولنې د زيرې په جريده کې د پښتو لنډيو په باب يوه  لړۍ پيل کړې وه  چې دسبک اوتحليل له مخې يې زيات نويوالى درلود. دغه مقالې  بيا دپښتنې سندرو په نوې چاپ کې دسريزې په توگه ځاى شوې وه  .

خداى بخښلې استاد مجروح هم  په دې اړوند خپل کار ته انکشاف ورکړ چې وروسته په فرانسوي ژبه چاپ اوبيا په انگريزې ژبه د         Song of love and war تر نامه لاندې چاپ شوى اثر دى.

د لنډيو په باب مورفولوجيک او ژبپوهنيز بحث ته اړتيا نشته. ټپه لنډۍ اومسرۍ  د افغان پښتون پختن او پټان په څير د يو شعر نومونه دي. دا د پښتون اولس اولسي شعري فورم دې چې د فولك هنر پوري اړه لري. بده به نه وي چې لږڅه په تيوريك لحاظ د فولك هنر بنيادونو ته پام واچوو او له هغه وروسته تر يوه حده د ټپو د اصلي يوونکو د مافي الضمير شننه وکړو.

يو څه دفولک يا اولسي هنر  اوهستونو په باب چې ټپه يې يوه برخه ده :

اولسي هنر د طبعيت او د انسان دسالميت له مفاهيمو ډك دې. په ټولو اولسې افسانو او ترانو كې د طبيعت ستاينه د بوټو گياوو، شين شوبو، اوبو او پارچاوونو او د ښكلو منظرو زړه راكښوونكى منظر پروت وي.

۱- اولس چې تل په عملي ژوند كې ښكيل او د طبيعت سره لاس وگريوان دي. زده کړه كوي چې څرنگه دطبيعت په قهر برى ومومي اوهغه تر خپل كنترول لاندې راولي. په دې اساس ده چې واقعيت پالنه د فولكلور په اساسي محور بدليږي. عاميانه سرودونه د دې له پاره ايجاديږي چې د ژونديو او فعالو خلكو له خوا زمزمه شي. په دې ډول ټپه چې د اولسي هنر يوه عمده برخه ده د عملي ژوندانه له شور نه ډكه  ده.

۲-د فولك هنر د انسان  له هيلو او اميدونو څخه ډك دى. د دغه هنر قهرمانان د فداكارۍ او ايثار له لارې هدف ته رسيږي. د كوډو او جادو اثار چې د زړې اوسنتي ټولني بوده تنسته ده په اولسي هنر كېځای شوې ده. كه انسان خپل منزل مقصود ته ونه رسيږي له يوې بلي لارې خپل جريان پر مخ بيايي. د فولكلور خيال اوتخييل سره له دې چې واقعيت نه لري اويا له واقعيت نه واټن لري، خو د پيښيدو امكان يې شته. دا سمه ده چې ځينې اساطير او داستانونه د هر دوران د خلكو د غوښتنو نماينده گي كوي اويو ډول غير واقعي اوخيالي انگيرل كيږي. خو دا د خلكو د اختراع په توگه د عيني واقعيت سره تحقق مومي.

۳- د طبعيت تسخير اوايل كول او د تمدن ايجاد د فولك هنر اصلي موضوع ده د فولك قهرمانان داسې سرشاره لکه پرومته يي (يوناني اسطوروي قهرمان پرومته ته اشاره ده، چې له زيوس نه يې اور را پټ کړ انسان ته يې را ووړ بيا محکوم شو) موجودات دي چې د زيات تلاش او تحمل په ترڅ كې بري ته رسيږي. په يو ناني اساطيرو كې يې «پرومته» د خلاق انساني قدرت ممثل دى. پروميتوس انسان ته اور يا رڼا وركوي او د هغه ژوند بدلوي.

۴-د نويو اقتصادي او ټولنيزو پرمختگونو سره سره داسې انگيرل كيږي چى گواكې د فولكلور بنسټ كمزوري كيږي خو له كومه ځايه چې په طبيعت باندې بشپړ برى حاصل شوى نه وي فولكلور به زيږيږي.

۵-دغه اولسي هنر ټولنيز  خصلت لري يوازې د يوه فرد مولود نه بلكې د اولسونو د پراخو پرگنو د محصول په توگه وړاندې كيږي او دوام كوي، د اولسونو د ناپايه او څپانده سمندر څپو ته لوييږي.

۶- لومړنى يا لرغوني انسان په هر څه كې ځان د طبيعت پوري تړلی بولي او له دې امله ده چې طبعيت پالونكی وي، د طبعيت سره ډيري افسانې او اسطوري ايجادې شوي دي چې د «اركي تايپونو»يا زړبيلگو په توگه اوس هم په فولكلور كې شته او د څيړني اوتحقيق له پاره ناپايه سرچينه او مخزن دى.

په اولسي هنركې -حيواناتو ته ارزښت وركول، لمر او سپوږمۍ ته ارزښت وركول، اور ته ارزښت وركول مرگ او ژوند ته ارزښت وركول، هغه څه دي چې زيات د عملي ژوندانه سره تړاو لري او د بدوي انسان او د لومړيو ټولنو د عكس العمل ډگر دی.

ټپه يالنډۍ څنگه ارزولي شو؟

  ټپه يا لنډۍ داسې شعر ې فورم نه دى چې په نورو ژبو کې کټ مټ وميندل شي. دا يوازې د پښتو ځانگړنه ده. لکه چې په ټوله نړۍ کې داسې لږ  اولسونه شته چې ژبه يې هم ژبه وي اوژبه يې هم دژوند قانون وي .خو پښتو دوه گونې مانا لري چې هم د ژوند قانون«کدکس» دى اوهم دژبې نوم دى او دې ځانگړنې پښتو ته يو امتياز وركړى. دغه راز ټپه يې بله ځانگړنه ده چې پښتواو پښتانه له غيرو جلا كوي. استاد مجروح شهيد ليکي:

«د هر ډول موډل پرته چې سيالي ورسره وشي، او د هر ډول شعرې صلاحيت پرته چې درناوى يې وشي په پښتو ژبه کې د دغه عام ادب ويونکو  دغه هستونه له هر ډول کتابونو څخه ډيره ليرې ايجاد کړې ده. په عمومي توگه هغه کسان چې له ښوونځي اويا پوهنتون څخه محروم و ، هغوى دغه ترکيب. له هر ډول بهرنې نفوذ څخه ليرې  ساتلى دى اوپه بې اختياره ډول يې دغه کار ته دځانگړنو داسې قوت ورکړى چې انعکاس يې ټول خلک  اوريدلاى شي.» (۱) سندره اومينه مجروح

استاد د همدې ځانگړنو اړوند په يوه بله برخه کي زياتوي :

((سره له دې چې دا يو داسې په زړه پورې حاضر جو ابه ترکيب اوانکشاف يې کړى چې  دخاصو شعري فورمونو سره زياته تنوع او اختلاف لري ،خاص قواعد لري. له سندرو جلا دا ډول شعرونه دامانا نه لري چې  له ياده وويل شي. دا ځكه چې ددې  ريم اوريتم ميلوديک ارزښت لري ۔ )) (۱)  ايكس پيج

ټپه په څرگنده توگه دمحتوى له پلوه د درې او نورو ژبو له شعر سره توپير لري. په لنډيو كې عارفانه عشق اوج نه نيسي.

له بلې خوا ځينې ساده او ډير ابتدايي اساسي شيان په دوامداره توگه شته. دا سندرې د ځمكني عشق او د بشري مينې اغيز دى. انديښنې، خوندونه، لذتونه په يوه داسې سندره كې چې د طبعيت ستاينه كوي، غرونه، درې ځنگلونه دريابونه سهار او ماښام، شپه او راكښوونكي فضا  ستايي، داسې سندره چې له جنگ او غيرت٬ له شرم او مينې د ژوند او مړينې څخه تغذيه كيږي.

د ميرمنو د کړاو انځور يا د هغوۍ د ژوند هېنداره:

په هر حال په دې اصلي اوستر او ډير محبوب شعر كې د ښځو فعال حضور موجود دى، كه په بل هر ځاى كې وي هغه د نارينه اشعارو ته الهام وركوي. هغه  دمضمون دبې شميره سندرو دليكوال په توگه په دې ځاى كې هم خپل موجوديت له ټولو مخلوقاتو اوچت بولي.دشعر دا بڼه هر وخت دهغه له گډون كوونكي غوښتنه كوي، او دا ټپه ده چې په تحت الفظي مانا (لنډيا لنډۍ) مانا وركوي. په حقيقت كې دا يو ډير لنډ شعر دى چې له دوه مصرعو له نهو او ديارلسو سيلبونو څخه جوړ شوى دى. دا د خوښيو او خوشاليو، زيارت ته له تللو، په ټال كې د ځنگلو، د گودر د غاړو، د مړو له جنازو له سره ان د جمعي حافظي سمندر (تحت الشعوري) ته لاره كوي او هلته خوندي كيږي٠ لنډۍ په واقعيت كې د پښتانه اولس د ژوند بهير دى٠

مشهور شاعر سليمان لايق ليكي :((د لنډيو مست او له شوره ډك سيند تل ديوې څپې ځاى بلې ته اودبلې لا بلې ته ورسپاري اوپه دې توگه دلنډيو رنگين گلستان او د هغوۍ د غاړو (اهنگونو ) مهيجه او نڅوونكې سنفوني له مطلق خزانيدو او وچيدو او غلې كيدو څخه ساتي ٠))  (  ۲) پښتني سندرې. د علومو اکاديمي چاپ. درويشت مخ

سر په كږه څنگله كيږده                  مخ مې راستون كړه ښكلوه شينكي خالونه

زما دزړه صدف دې مات كړ             څكه مې وينې په سينه وهي موجونه

اشنا مې وږى را نه لاړو                  ددسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه

څو دوطن ياران خبريږي                 دغم سيلاب به په دكن ويشتلى وومه

د انسان روح اوروان د دونيا او انسان يو پيچلي اورنگارنگ انگۍ  ته ورته دې لکه که يو څوک د غرونو منځ کې يو اواز وکړي نو انعکاس يې بيرته اورېده شي. پر دې انگۍ له بيلابيلو زاويو څيړنې اوقضاوتونه کيداى شي . روح هم داسې لکه د دونياوانساني انگازو  له وس نه بهر دکايناتو  اوهستۍ يو ډول نظام دى چې موږ زيات دهغه په هکله نه پوهيږو .

دلته دا خبره اړينه ده چې وويل شي ،هغه څه چې دا هنر پري تمرکز لري او يا د هغه موجود د رواني دونيا هېنداره گرځي دانسان معنوي او اروايي دونيا ده چې که له يوې خوا دانسان د دروني او قلبي غوښتني دعکس العمل ډول دې او له بلې خوا  دبهرني دونيا او چاپيريال د ناخوالو په وړاندي غبرگون دى. دا سمه ده چې د انسان جسم او فيزيکي اندام د ژوند حامل او  وړونکي دي. خو د روح اوروان دونيا د کارل گوستاويونگ د ويناوو له مخې ډېره ستره ده. دانسان تحت الشعور داسې سمندر  ته ورته دى  چې دپيړيو اونسلونو د يادونو او غورځو پرځو اثار په کې خوندي دي. خو کله چې د انسان په باب خبرې کوو، يا پښتون انسان په تېره پښتنه پيغله اوميرمن په باب  او د هغو دارزوگانو، سويو اهونو په باب خبري کوو نو  د دې هنر اصلي مالکه او يا د چا خبره الهه يې همداپښتنه ميرمن ده. په داسې ېوه ټولنه کې چې د «سنت» او  «تشدد» فرهنگ ته تقدس ورکول شوي  او يا د«مقدس جهل» په توگه  پيژندل شوى، د دې موجود يعني پښتني ميرمني او پيغلې دزندۍ کولو لامل گرځي . نو هغه يو پټ مقاومت ته لاس اچوي. دا پټ مقاومت له هغه نه هم پياوړي دى چې د لنډيو په ريتم کې يې را څرگندوي.

د لنډيو په اړوند اړينه ده چې تر هر څه لومړی كتيگورايز شي، په بېلابېلو صنفونو ووېشل شي. د باسواده ويونكو لنډۍ، د نورو وگړو او د ښځو له خوا ويل شوې لنډۍ. په منطقي ډول د لنډيو اصلي نوع او ډول چې زيات طبيعي ځانگړنه لري، جلا شي، نو بيا هغه ټپې چې د كليوالو او محرومو  او هم له سواده محرومو ښځو له خوا ويل شوي دي خپل ځاى لري. په دې لړ كې موږ په همدغه ټپو کې د ويونکي دتحت الشعور او د هغو د ځپل شويو غوښتنو اواز اورېدى شو. د پښتني ښځو محروم قشر يعنې د پښتنې مېرمنې پټ او ناخبرې (نا اگاهانه) اعتراض او بغاوت د لنډيو له محتواى نه رابهر کيږي. د انتحار او سندرې تر سرخط لاندې لولو:

«د نارينتوب د قانون له مخې د خپل ځان وژل بې غيرتي ده. د اسلام دين يې هم جدا منع كوي. دا ځكه چې هېڅكله پښتون مسلمان نارينه ځان نه وژني، مگر پښتنه ښځه انتحار كوي او دا يوازې سنكتيا ډوله زهر خوري او يا سيند ته دانگي او په دې ډول د نارينه وو له اصولو سره مخالفت څرگندوي. د دې نارضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لنډۍ ده.»

په ټپو يا لنډيو کې د مينې، ننگ، مرگ او نورو مسايلو په باب يادونې کيږي. په دې شعري فورم کې ويونکي په فى البديهه توگه خپل اعتراض، بغاوت او سركشي جوتوي. په زړه پوري مثالونه يې هم راوړي. په دې اساس ټپه يا لنډۍ يو چوپ  اعتراض دى. د يو سرغړاوي سندره هم ده. د محروم انسان د تحت الشعور اواز هم دى، د هغه حرمان او نوستالژيك غږ هم دى او د ناوړه سننو په وړاندې د ژوند په بيه غږ پورته كول هم دي.

غبرگونونه:

کله  چې دپښتني ميرمني ټولنيز اوفرهنگي ژوند فکر ته را وړو اوپه ذهن کې پرې ېو اوږود نظر اچوو، وينو :  چې کله لور اوخور پيغله شي په زياترو کليوالو سيمو کي له هغي څوک پوښتنه نه کوي چې له چا سره به ژوند پيلوي . مقابل لوري يعني نارينه کولي شي ديوې متاع په توگه  که دسن او عمر له پلوه زيات توپير هم ولري خو  دډيرو پيسو اوثروت په بدل کې يې خپلوي اوواده ورسره کوي. سره له دي چې دسن توپير يې بيخي زيات او ځوانه نجلي بوډا  اوسپين ږيري ته وديږي .

يا د دوه کورنيو په دوښمني کي نجلي په بدو کي ورکول کيږي. يا په ماشومتوب کي ديو چا په نامه کيږي. يا چې کله کونډه شې د ژوندانه دروند پيټي بيا هم دهغې په اوږو ايښودل کيږي. پرته له دې چې پوښتنه ترې وشي يا خو به ليور ته په نکاح کيږي  اويا به ديو ماشوم په نامه کښينول کيږي. د کونډتون په حالت کي تر کلونو پوري چې کونډه وي ان د سر ږمنځولو حق نه لري، د سينگار او رنگه جامو اغوستل خو څه کوي. دا يو څو لنډ مثالونه دي چې وويل شو. دا حالت په مجموع کي يو انسان ورسره چې دښځي نوم پري دي مخامخ کيږي. ټول درد اوکړا و د همدغه ښځي ،پيغلي او ميرمني په روح اوروان تيريږي. دغه وجود نو څه کوي . هغه دڅه ويلو حق اواجازه نه لري. خو کله ناکله  چې وخت يې راشي يا په واده کې يا په ورا کي يا په يوه بله دستوره کي يا ان په مړي کې دستاينو يا مرثييو په توگه يو اواز را ووځي. پرته له دې چې هغې پرې فکر کړي وې دا اواز د ټپو په وجود کي په نا خبري توگه را بهر کيږي. اوسندره اوهنر ترې جوړيږي. دا ځکه چې هنر دانسان د هغه پټو مکنوناتو سره سرو کار لري، هنر د انسان دعاطفي او احساس زيږنده ده، نه د تفکر اوتعقل، نو کاملن دا دانسان د ناخبرې شعور اواز وي. د دې غبرگونونو يوه بيلگه د موزي خطاب دى.

موزي څه ته وايي:

دموزي کليمه د نه رضايت دڅرگندولو له پاره په ټپه کې ډيره کارول کيږي ،موزي يعني خسيس، يعني هغه څوک  چې د ميړاني او غيرت متره نه لري. لنډه دا چې هغه څوک  چې دميرمني په خوښه نه وي، د هغي د کردار  او عمل موافق نه وي. رواني او ذهني تړون ورسره ونه لري نو په همدې نوم يې يادوي. په ټپو کې دا کليمه زياته ياديږي.

څو لنډۍ:

موزي په مینه څه پوهېږي

په ګېډه یې موړ که تر سبا کوي خوبونه

ولې به نه ژاړم عالمه

چې زوړ سړى مې د پالنگ تمه كوينه

زما په برخه دې كمكى كړ

زه چې كمكى يار لويوم زړه به شمه

 اويا داچې له ميړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى

خاونده بيا دې ماخستن كړ

بيا مې په خوا كې موزيگى كوي خوبونه

خاونده بيا دې ماخستن كړ

چې ناراضي كټ ته مې رېږدي اندامونه

اوله موزيگي نه په سندره كې داسې انتقام اخلي:

راځه راځه كټ ته راخېژه

كه بازو مات شو موزيگى به يې جوړوينه

ستا په راتلو موزي قارېږي

زه به خولگۍ په دروازه كې دركومه

ياددښتونه:

Song s of Love ,Afghan women’s poetry,Love and War))1-

2- لنډۍ  دسليمان لايق سريزه  دعلومو اداديمي چاپ

3- امير حسين اريانپور ٬ جامعه شناسي هنر

 دا هم نوې بيلگه :

ولي به نه ژاړم عالمه      له کابل جان د باروتو بوي را ځينه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب