سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې انتحاري برید ۲۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله...

په شمالي وزیرستان کې انتحاري برید ۲۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۳مه) په پاکستان کې د ناامنیو په دوام کې د شنبې په ورځ/ خالي د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د امنیتي ځواکونو د سپرلۍ پر یوه موټر په برید کې لږترلږه ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.

د دې برید په اړه د پاکستان پوځ، چې ځواکونه یې پکې په نخښه شوي، څه نه دي ویلي خو ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او ویلي چې برید د میرعلي په کجوري سیمه د پوځیانو د تلاشۍ په پوسته کې شوی دی.

د پولیسو په وینا حمله کوونکي خپله ریکشا د پوځیانو د سپرلۍ له موټر سره ټکر کړ. له پېښې وروسته پوځ سیمه کلابنده کړه.

پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د برید مسوولیت منلی او ویلي چې د دوی یوه غړي پر پاکستاني پوځیانو «استشهادي» برید کړی دی.

د دې پېښې اکثره ټپیان هم پوځیان دي خو د هغو په منځ کې ۷ ملېشه هم شامل دي.

وروسته له دې چې پاکستاني طالبانو د پاکستان له پوځ سره نامعلوم اوربند پای ته رسولی اعلان کړ، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې تر ټولو خونړۍ حمله د جنورۍ په ۳۰ مه د پېښور په پولیس لاین کې وه چې لږترلږه ۸۴ تنه پولیس پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د پولیس لاین د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو ونه مانه.

2 COMMENTS

  1. جنګ خو مې نه خوښیږي. جنګ دي ورک شي. خو پښتانه وايي: چې څه کري هغه به ریبي.
    رحمان بابا هم وايي:
    کوهی مه کېنه دبل سړی په لار کې چیرته ستا به د کوهي په غاړه لار شي.
    یا دا:
    ته چې بل په غشو ولي هسي پوه شه – چې به دا غشی دا ستا په لور ګذار شي
    موږ خو يي د مرحوم داوود خان له وخته په غشو ویشتلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب