عبدالباری عارض
څلورمه برخه.
۸ ثور۱۳۷۱د مجاهدینو واک ته رسیدل او د طالبانو ظهور:
اتمه د ثور د هیواد د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده بیله شکه چی دا ورځ د ثور د اومی (۱۳۵۷) زیږنده ده. د ثور اتمه هغه ورخ وه چی د هیواد ګوټ ګوټ څخه مسلحی غیر منظمی او پخپل سری ډلی ببر سرونه، څری ګریوانونه د کابل په لوری مارش وکړ د هغه پوشالی حکومت غړی چی په پاکستان کی د صبغت الله مجددی په مشری د ای ایس ای د مشر جنرال حمید ګل په ملاتړ د دو میاشتو په موخه جوړ سوی و او بیلا بیلو تنظیمونه پکښی راټول سوی وه په جلا جلا ډلو کی د هوایی ډزو په بدرګه د کابل ښار ته راغلل چی هره ورځ د دغه ښادیو هوایی ډزو په پایله کی د کایل یو تعداد ښاریان په سړو مرمیو ټپیان کیدل دا هغه کسان وه چی د راتګ وړاندی یی متعلم، معلم، مامور او نور د کفر په نوم وژل، دسته جمعی قبرونه یی ډکول او لوڅ سر او پطلون اغوستلو ته یی د کفر خطاب کاوه او سزا به یی ورکول. خو نن د واک د نمایش په ډول د ډزو په بدرګه کابل ته راورسیدل لمړی یی د اسلام او جهاد په نوم او د غنیمت په دود بانکونه چور کړه ورپسی د وازارتونو او حکومتی ادارو هستی د فرشونو نیولی بیا تر فرنیچر، دولتی موټران چور او چپاول کړه،. وروسته یی بیا تجارتخانی، د اسعارو شهزاده سرای او طلا فروشی چور کړل او بیا یی د ولس د هستیو غلا ته یی ملا وتړل سوداګر یی اختتاف کول کورونه یی لوټول او ورسره یی د جهاد او اسلام په امتیاز د ولس پر نوامیسو تجاوزات پیل کړه چی څرګنده بیلګه یی د شورای نظار د افرادو لخوا په مکروریان کی پر یو انجلۍ د ناهید په نوم د تجاوز هڅه وه چی په پایله کی یی نجلۍ د پنځم پوړ څخه د خپل عزت او عفت د خوندیتوب په موخه ځان وغورځاوه او د شهادت جام یی نوش کړ ورسته یی بیا د غصب لړۍ پیل کړه د دولتی ځمکو او تاسیساتو ترڅنګ یی د ولس ملکیتونه هم غصبول چی په دی لړ کی یی د کارته پروان د هندوانو او سیکانو تعمیرونه د مال سره غصب کړه هندوان یی ځنی ووژل او نور یی فرار ته مجبور کړه ترهغه چی وروسته یی د برق د ستنو کیبلونه شکول او خرڅول د دا ټولو ناخوالو ترڅنګ د جنرالیو د ویش لړۍ یی هم پیل کړه چی ګواکی دوی حکومت جوړوی د تقسیماتو او سهمیی پر بنسټ هر تنظیم خپل افراد دفاع وزارت او کورنیو چارو وزات ته معرفی کول د کوم تحصیلی یا تجربوی معیار پرته دجنرالیو رتبی ویشل کیدلی.
همدا رنګه د واک او غنایمو پر ویش یی خپل منځی کورنۍ جګړه پیل کړه دوی بیا هم د جهاد په دود دولتی هستی په خپل منځ کی سره تقسیم کړه د جمعیت اسلامی مشر ربانی او د هغه لوی قوماندان احمدشا مسعود له وړاندی د پاکستان سره تړون کړی و چی د کابل په نیولو به تول درنی اسلحی او طیاری و پاکستان ته سپاری همداسی یی وکړه جیټ او هلی کوفتر طیاری درانه او سپک ټانکونه او زهره وسایط یی پاکستان ته وسپارل د دفاع وزارت پاته سلاوی لکه توپونه، ده شکی، پیکاوی، زیکو یک، کله شنکوفونه، تفنګچی، به میلیونو مرمۍ او پوځی تجهیزات یی پنجشیر ته انتقال کړی هیره دی نه وی چی د لونا او سکاډ راکتونه او دستګا وی یی هم پنجشیر ته انتقال کړی او هلته یی په غرونو کی سمڅی جوړی کړی او سلاوی یی ځای پرځای کړی دا کار دوه علته لرل یو داچی مسعود خپلو قوماندانانو ته په زغرده وویل چی پرته له پښتون څخه په افغانستان کی هیڅ بل ملیت د حکومتداری ظرفیت، تجارب او توانمندی نلری کیدای سی تاریخ تکرار سی او بیا ځلی د نادرخان په څیر څوک پیدا سی او هیواد تصروف کړی به هغه صورت کی به موږ اسلحی او امکانات هم دجګړی د پاره ولرو او هم به زمو اسلحو او پوځی امکاناتو ته په کتو په راتلونکو حکومتونو کی د پښی ځای ولرو.
روښانه باید وویل سی چی دا هغه وخت و چی د کابل ښار لویه برخه د شورای نظار په ولکه کی وه او پاته برخی د عبدالعلی مزاری، سیاف، نجات ملی، محاذ او اسلامی حزب په کنترول کی وی په دی ډول هیواد څه چی کابل هم پر څو پاچاهیو ویشل سوۍ و. او دهر تنظیم شاته یو بهرنې هیواد ناست و چور او چپاول اوغصب او د ولس پر نوامیسو تیری په عمده ډول د احمدشاه مسعود د ډلی قومندانانو ترسره کول چی د یو تعداد نومونه یی دادی، قسیم فهیم، بسم الله محمدی، فضل احمد معنوی، حاجی الماس، امان الله ګذر، عطامحمد نور، یونس قانونی، ضیا مسعود، ګل حیدر، بصیر سالنګی، ایوب سالنګی، ظاهر اغبر او نور، د وحدت قومندانان شفیع دیوانه، محقق، اکبری، کریم خلیلی او نور، د سیاف استازی زلمی طوفان، ممتاز، دا کسان په لمړیو کی لڅی پښی،
شکیدلی ګریوانونه ببر سری غله وه خو چی کله یی د چور او چپاول په پایله کی پانګی ترلاسه کړی بیا د اسلام انګریزی ټیکه داران سول پر لویو لارو د هر قدم سره تنظیمی پاټکونه جوړ کړه چی د هر موتر، ګاډۍ، موټرسیکل، باسیکل او حتی پیاده خلګو څخه به یی د عبور پر وخت پیسی اخیستلی چی دا ناروا کړونو ولس ډیر تنګ کړ د واک د ویش پر سر کورنۍ جګړی پیل سوی چی په یاله کی یی کابل ښار لو ټی لوټی سو او څه د پاسه شپیته زره کابلیان ووژل سوه مرکزی واک وننګول سو هر قوماندان د خپل واک په ساحه کی پاچا و. یو وار بیا د مهاجرتونو لړۍ پیل سوه هیواد عملا تجزیه و څو ولایتونه شمال شرق کی د جمعیت اسلامی په کنترول کی شمال غرب ولایتونه د دوستم په واک کی، مرکزی افغانستان ځینی ولایتونه د حزب وحدت تر کنترول لاندی شرق د هیواد اوجنوب د اسلامی حزب، محاذ او ملی نجات تر کنترول لاندی وه او کابل کی هم څو پاچاهۍ جوړی سوی د کابل د ښار څلور لاری په جنګی سنګرونه بدل سوی د کابل پر تپو(غونډیو) او شاوخوا غرونو د مختلفو تنظیمونو درنی سلاوی ځای پر ځای سولی په ښار کی په ځینو منطقو کی بی ګناه خلګ د پښتون په نوم وژل کیده په ځینو نور سیمو کی د تاجک، ازبک، او هزاره بیګناه انسانان وژل کیده په دی لړ کی د وحدت او شورای نظار ډلو بی ساری جنایتونه وکړل د مړی رقص، په سر کی میخونه تکوهل او د ښځو سینی پریکول د وحدت د حزب ژوندی کارنامی وی چی ترسره سول همدا رنګه پر افشار د شورای نظار او سیاف خیلو ګډه حمله کی بی شماره جنایات ترسره سول.
د محلی جهادی قوماندانانو په هڅه او هاند د بچه بازی او دنبوره نوازۍ محافلو توسعه پیداکړه، فقر او بیکارۍ ولس تر پوزی راوستلې و، تجارت د ډیرو پاټکونو او سوداګرو د اختطافونو له کبله بلکل سقوط سو لږ او ډیر کوچنی پانګوال چی موجود وه هغوی خپلی پانګی د هیواده وایستلی، هغه هیوادونو چی د جهاد او جنت ناری سوری به یی وهلی د شوروی اتحاد په ماتی خپلو اهدافو ته ورسیدل نور یی نه مجاهد غوښت اونه یی جهاد غوښت او نه یی جنت چاته توصیه کاوه بلکه یو مخ یی افغانستان هیر کړ پر ولس یی ببر سری بدماشان مسلط کړه. هیواد د هرج و مرج قربانی سو
په مجموع کی د عینی شرایطو د تحلیل او تجزیی څخه په مطلق ډول ښکاره معلومیده چی هیواد د یو بل حتمی تغیر په درشل کی دې.
هیر دی نه وی تر ټولو لوی جنایتکار چی هم یی په خلقی نظام کی واک لرلۍ او هم د جهادی حکومت پر وخت د واک څښتن و او په دواړو مرحلو کی یی بی ساری جنایتونه تر سره کړل هغه عبدالرشید دوستم و چی د ګیلم جمع لقب ورکړل سوۍ و.
خلاصه جهادی میچن تر هغه د ملت پر سر څرخیده چی د هیواد په جنوب غرب کی یو ګروپ ملایان د روانی بی عدالتۍ او ظلم او پاټکسالاری په وړاندی قیام وکړ له دی کبله چی ولس د مجاهد د نوم نه ترپوزی راغلی و په بیړه یی د ملایانو ملاتړ وکړ قیام د طالبانو د تحریک نوم خپل کړ ډیر ژر یی د ولسی ملاتړ په پایله کی د شر او فساد د ټکولو په موخه ولایتونه یو په بل پسی ونیول کابل ته را ورسیدل مجاهدین تر کولابه، ایرانه او ترکیی وتښتیدل په وینو رنګ کنډواله کابل طالبانو تصرف او ۱۳۷۵ هجری ش طالبانی حکومت اعلان سو. ببر سر څری ګریوان غله (شر و فساد) ټوله له هیواده وشړل سوه اسلامی حکومت اعلان سو چی ملا محمد عمر مجاهد یی په راس کی د امیرالمومنین په نوم. یاد سو.
طالبانو امنیت بشپړ کړ، د ولس نوامیس محفوظ سول، فساد ته د پای ټکۍ کښیښول سو، تر ټولو مهمه دا چی هیواد د تجزیی څخه وژغورل سو، یو وار بیا مرکزی واکمنی ټینګه سوه، لوی لاری مصون سوی پاټکونه له منځه ولاړل خو تر څنګ یی مکاتب وتړل سوه د علم دیوه مړه سوه لوږه او بیکاری نوره هم ډیره سوه د شرعی قوانینو په موخه طالبان په بازارو کی ګرځیدل د خلګو د سر ویښتان یی غچی کول ږیری یی اندازه کولی چی تر شرعی حد کمی نه وی ټاکنی، لویه جرګه او مشروعیت شتون نه درلود حکومت ملایانو رهبری کاوه وزارتونه چی د پخوا څخه لا نیمګړی وه فلج سوه بهرنی مسلحی ډلی لکه حزب المجاهدین، القاعده او د اوزبکانو مسلح ګروپونه ازادانه شتون درلود دولتی قوانین لکه اساسی قانون، دجزا قانون، مدنی قانون او نور لغوه سول د نړۍ سره مناسبات او مراودات وځنډیدل یوازی پاکستان، سعودی او امارات د طالبانو واکمنی په رسمیت وپیژندل بیا هم د تخار او بدخشان په ځینو سیمو کی د جمعیت اسلامی لخوا مقاومت موجود و او جګړی به کیدلی مسعود او ډله یی په خواجه بهاوالدین د تخار کی شتون درلودی خو اضافه تر ۹۰ فیصده هیواد د طالبانو لاسته لویدلی و.
دا هغه وخت و چی د ۲۰۰۱ م کال د سپټامبر په نهمه چی د ۱۳۸۰ هجری ش د سنبلی د ۱۸ سره برابره وه احمدشا مسعود د تخار ولایت به خواجه بهاوالدین ولسوالی کی د مفروریت په حال کی ترور سو د مسعود د وژنی په اعلان کی وویل سوه چی دو عربی ژورنالستانو چی په کمره کی یی چاودیدونکی توکی ځای پر ځای کړی وه د مرکی پر وخت د انتحار په ډول چاودنه ترسره کړه چی په پایله کی یی دواړه عرب ژورنالیستان او مسعود ووژل سوه خو د واقعی د محل تخنیکی بررسی ونه سول او موضوع همدلته ختمه سول د شورای نظار جګپوړو چارواکو هم ونه غوښتل د واقعی محل مسلکی بررسی سی وروسته بیا داسی ادعاوی وسوی چی دا خبر د حقایقو پټولو په منظور خپور سو د پیښی د بررسۍ مخه ونیول سوه اصلا دوه عرب ژورنالیستان هم ناخبره د پیښی قربانیان وه او کمره د فلمبرداری چی د چاودنی ادعا یی سوی وه هم د اطاق په یو برخه کی پرته وه او د مسعود جسد د پښو او بدن د کښته طرفه تخریب سوی و چی غالبا چاودیدونکی توکی تر هغه کوچ لاندی ایښوول سوی وه چی دی پرناست و.
همدا دلیل و چی عبدالله، انجینرعارف، یونس قانونی او نورو ونه غوښتل چی د واقعی محل تخنیکی بررسی سی او غربیانو هم ونه غوښتل چی موضوع اوږده سی حتی د مسعود دوست یهود فرانسوی برنارد هم خوله پټه کړه په دی ډول غالب ګمان دا سو چی د غرب په پلان مسعود د خپلو نیژدی انډیوالانو په وسیله ووژل سو داچی هدف څه و بل اوږد تفصیل ته اړتیا ده چی په راتلونکی کی به جلا کتنه ورته وسی.
او پر ۱۱ د سپتامبر ۲۰۰۱ م د امریکا په نیویارک کی هغه پیښه وسوه چی په لړ کی یی ترټولو لوړ تجارتی برجونه او پنتاګون هدف واقع سوه او ډیره مرګ ژوبله یی رامنځ ته کړه امریکایی چارواکو دا عمل تروریستی وارزوۍ او په بیړه یی ګوته القاعده ته ونیول ځکه یی د طالبانو څخه اسامه بن لادین وغوښت چی ژر یی ور وسپاری طالبانو هغه خپل میلمه وبللی او دسپارلو څخه یی ډډه وکړه ځکه نو امریکا ته د برید پلمه پیدا سوه پر افغانستان یی لښکرکشی وکړه او د طالبانو حکومت یی ړنګ کړ.
د نیویارک د برجونو ړنګیدل داسی یو مرموز کړنه وه چی تر ننه یی دقیق او کره شواهد پیدا نه سول چی مشخص فاعل په ګوته سی، اسامه د ځنی قراینو پر بنسټ په پیښه کی دخیل وګڼل سو خو افغانستان ته د امریکایی پوځ د راتګ موضوع نوری پخوانۍ ریښی هم لرلی حتی کیداسی اسامه یوه پلمه وه چی د امریکا د پلانو لړۍ یی په عمل کی پیاده کړه لکه پر عراق چی د شیمیایی موادو شتون د پلمی په توګه وکارول سوه خو په حقیقت کی هلته هیڅکله هم شیمیایی مواد ونه موندل سوه کلونه وړاندی د امریکا د لوی درستیزانو په شورا کی پر دی موضوع بحث روان و چی امریکا په څه ډول کولای سی په اسیا کی د پښی ځای پیدا کړی. له بله اړخه افغانستان د کلونو راهیسی ناامنه ساتل سوی و تر هغه چی د امریکایانو لپاره په اسیا کی د قرارګا په توګه وکارول سی.
په لنډو ټکو مطلب ته ځغلنده کتنه وسوه ترڅو راتلونکو مطالبو ته لاره لنډه سی. تفصیل یی کافی وخت ته اړتیا لری.
عارض صاحبه سلام، د دغې منطقې خبرې چه اوس افغانستان نومېږي په ساد نظر ورته کتل سم نه دی. ننی افغانستان له ۳۱۹۹ کالوونو را هيسې د د غربي اروپا نظر لاندې شو چه اول وار د نړۍ په تاریخي دَورو کې د قلعي معدن کشفېدو سره لمړی ځل په بدخشان کې د مسو دوره ختمه او د تاریخي صیقل دوره شروع شوه. بیا د اسکندر خبیث راتګ چه پر موږ د کبیر په نامه وتمبول شو او بیا د اسلامي دوره او پرله پسې چلوونه یا توطیې جوړې شوې تر دا بله لار د د مرکسېزم او لنینیزم دوره د خنزیر مل(کارمل) د نجات د مکتب د جرمنیانو له خوا وروځل شو او ورپسې نورې یې، ۱۹۸۰ کال کې چه په آلمان کې یو سفر کې ؤم، په ګادي کې یو کلیسایي ملا وخوت او ماته نژدې کیناست او ویې ویل چه له روم د کلیسا مرکز نه راغلی دی، سټری اوستومان دی او تر هامبورګه لا هم به شپږ ساعته به په سفر کې وي. له ما نه یې اول سوال دا ؤ چه کوم ملک نه راغلی يې؟ افغانستان کلمه یې چه ما نه واورید، اوچت یې وویل چه موږ هغه شی چه غوښتل هسې وشو او او به ووینوو چه دنداران له مارکسیتانو سره څه کوي. هغه سوالوونه چه له ۱۹۶۳ نه زما په سر کې حل نه ؤ، اوچت ټول راته حل شول. قصه ډېره اوږده ده، موږ په تیارو کې ساتل شوي ؤ، لا په اتم صنف کې چه خپل ډېر ګران دوست سره واسع رویین چه ورک شو د الهام صاحب، بشیر اتل کاسی زا استاد او مشر ورور، سعد الدین شپون یونس سرخابی او د کابل د کتابخانې مدیر چه تر درې کاله مخ کې لا هم ۱۰۲ کلن ژوندی ؤ، موږ ته یې کتابوونه راکول اما زا د مشر ور خبره دا وه چه کتاب مه وایه ، په کتاب پوه شه، کتابوونه خره هم جوړي که دې تحلیل ؤ نه کولای شو او هره خبره دې ومنله. لا هلته موږ ویل چه دا د مارکسیتي ایدیلوژي وطنوونو ته له افغانستان تباههي راولي، دغه خبره زما هغه شېبه چه ملا راته یې وویل چه ، اوس غواړوو چه ووینوو چه دین د مارکسیزم پر ضد څه کوي، زما ماغزه روشان شول چه دا ټولې غربي پروژې وې چه پر موږ وتمبول شول. د یو دوه له پنځوس ترسلو کتابوونو نوموونه او یو تحقیقاتي صفحه به لاندې چه هر یو په ډېرو ژبو لیکل شوي دي د خپل د لیک اثبات له پاره کوز ولیکم، زه تخیلات او چرتوونه هېڅ کله نه لیکم، ګلوونه.
۱: څرنګه غرب د اسلامي دین تعصب یې خپور کړ، تحقیقی نشریه
۲: ۱۱۷۷ پخوا لا میلاد نه نه چه ۳۱۹۹ کال مخ کې د داګتر تحقیقات او مستند
۳: ګوره مه، د رابرت بییر لیک
۴: فرهنګي جنګوونه د هنتنګتن او بیشماره نور کتابوونه او تحقیقات.
او داسې نور او خلاصه دا وایم چه ننی افغانستان هېڅکله پخپل واک نه ؤ، خلک راوړل شوي دي پر څوکیو کېنول شوي دي او له مینځه بېرته وړل سوي دي او دا لا هم دوام لري.