انسان د عقیدې او باورونو پر بنسټ ژوند کوي، خو دغه عقیدې او بارورونو د ټولو تر منځ یو شان نه وي. ځینې عقیدې او باورونه د تقدسدرجه لري او ځینو یې نه لري. بیا هر چاته خپله عقیده او باور ارزښت لري او د تعظیم په سترګه ورته ګوري.
اسلام یو داسې دین دی چې الله تعالی د اخر زمان لپاره پوره ګرځولی.
د دې دین خوبي په دې کې ده، چې د هر زمان و مکان سره عیار دی، د هیڅ نوي پرمختګ او اسانۍ مخالف نه دی، ځکه الله تعالی خپلهانسان ته امر کوي چې ته په کایناتو کې فکر وکړه، مانا دا چې هغه څه چې په دې ځکمې او اسمانونو کې دي د خپل ژوند د بهبود،اسانۍ او ترقۍ لپاره کار وکاروه، ژوند ځان ته اسان کړه او سهولتونه ځان ته محیا کړه. اوس که څوک په یوویشتمې پېړۍ کې د ډبرو دزمانې خبرې کوي او هغه حکمونه پر خلکو مني خو خپله دوی د اسلام دین تر پوښتنې لاندې راولي، پوهېږو چې دا ډول خبرې یوازې هغهدیني علما کوي چې روزنه یې په داسې مدارسو کې شوي وي چې بې له افراطیت، تشدد او توندلارۍ پکې د بل څه خبره نه کېږي. د دویله
مسلمان پرته باید له نورو انسانانو سره زشت بر خورد وشي، یا د ځينې پرته له پوښتنې ووژل شي.
دا ډول خلک یو بل کار دا کوي چې هغه څه چې دوی یې د یوې کړنې د اثبات لپاره له قران څخه را اخلي، بس یوازې پر همغه یوه ایت تمرکز کوي، یوازې هغه ایت ترې را اخلي چې د دوی ذهنیت ته نېږدې وي. مثلاً که د جهاد مسله یاده کړو، دا چې جهاد په څه شرایطو کېفرض یا واجب دی پر دې نه غږیږو. دوی چې کله د جهاد د مشروعیت لپاره کوم قراني دلیل پېش کوي بس یوازې د هغه ایت پر ظاهري ماناتاکید کوي، د دې په مخ کې نور نه مسجد خوندي دی، نه ماشوم، نه ښځه او نه عام المنفعه تاسیسات. د خپل حریف د له منځه وړلو لپارهجومات ته باروت وړي او هلته موجود نور خلک هم ورسره قرباني کوي. تر دې ور هاخوا د کوم کتاب او سنت پیروي چې دوی کوي بېرته دهمغه کتاب سپکاوی هم کوي، څنګه؟ کله چې په مسجد کې بم ته انفجار ورکوي، نو مسجد کې خو خامخا په زیات شمېر کې د تلاوت لپارهد الهي کلام وي، بس د باروتو په لمبو له انسانانو سره یو ځای د هغه کتاب نسخې هم وسیځي د کوم کتاب د رالېږونکي لپاره چې دویخلک وژني.
بس د هغه کافر چې په سویډن یا استرالیا کې د قران نسخې ته اور ورته کوي او د دې مسلمان مجاهد تر منځ کوم فرق پاتې نه شو. هغه عقیده نه پرې لري او دا کار کوي ځکه په اهمیت او مفهوم یې نه دی خبر یا خو خبر دی خو چې عقیده پرې نه لري نو دا کار کوي خو یو بلچې هم یې اهمیت مني هم عقیده پرې لري او هم یې په مفهوم پوه دی هغه له دې سره سره دا کار کوي.
په ممبر کې ناست خلک بیا له ممبره د دوی لپاره د الهي د عذاب غوښتنه کوي او په زیات شمېر ناست خلک امین پسې وایي، خو نه پوهېږمچې یوه ته یې دا فکر ورغلی چې دا موږ یې چې سوزوو، ددې خېرا امین به څوک وایي؟
هغه څوک چې موږ ته یې عملاً او ژر خطر رسیږي هغه که هر کار کوي څه نه شو ورته ویلی، خو که په اروپا یا امریکا کې یو څوک دا کاروکړي، یو شور جوړ شي، واټونه او لارې بندې شي؛ ځکه چې اروپا او امریکا تر موږ په ډېرې فاصلې کې پراته دي او لاس یې نه رارسیږي یا پوهېږو چې زموږ په تظاهراتو د دوی لاس زموږ تر ګرېوان نه را رسیږي.
په مزار شریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر مسجد د رمضان په میاشت کې مرګونی برید وشو او هلته په لمانځه او تراویحو بوختو سرتېرو ته په زیات شمېر کې مرګ ژوبله واوخته، له حکومت پرته چا غږ وکړ؟ داسې لسګونو او سلګونه بریدونه د جمهوریت په وخت کې له یوهلوري وشول خو د هر یوه لپاره یوه توجیه مخکې شوې.
ښا نو څه کول پکار دي چې هم ښه او بې ازاره انسان او مسلمانان شو؟ تر هر څه مخکې خپل انساني ارزښتونه پېژندل پکار دي، عامهخبره ده څوک چې ځان ونه پېژني خدای نه شي پېژندلی. ښه د مسلمان لپاره څنګه؟ الله تعالی قران زموږ د ژوند د لارښود لپاره رالېږلی،وایي تاسې فکر وکړی او ای د عقل خاوندانو تاسې ځان ته سمه او نا سمه لاره انتخاب کړی. همغې خبرې ته بېرته راځو چې ښا ولې ترهر څه لومړی انساني ارزښتونه مهم دي؟ ځکه چاته چې خپل وجود پر دې ځمکه مهم نه وي هغه د هیڅ شي پروا بیا نه لري، له یوه بلانسان ژوند اخېستل او یا مقدساتو ته سپکاوی ورته هیڅ ارزښت نه لري. قران هم کله کله موږ ته د (یاایهاالناس) خطاب کوي یعنی اېانسانانو یا اې خلکو نه وایي چې اې مسلمانانو، کله چې څوک د دین په دایره کې شامل شو بیا یې پیغام خاصو مخاطبانو ته وي ( یاایهاالذین امنو) یعنې اې هغه خلکو چې تاسې ایمان راوړی. نو هغه څوک چې د خپل ځان په انساني ارزښت پوه شي له دین څخه ښه انساني پیغامونه را اېستلی، تر نورو رسولی او په خپل ځان ښهتطبیقولی شي.
ټول دیني شعایر د انسان لپاره او په انسان رالېږل شوي، فکر پکار دی چې لومړیتوب د څه شي دی!