Homeخبرونهروسیه وايي، که لازمه وي سالنګ تونل بیارغولی شي

روسیه وايي، که لازمه وي سالنګ تونل بیارغولی شي

تاند (شنبه، د دلوې ۲۲مه) په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف وايي، که اړتیا وي هیواد یې چمتو دی چې د سالنګ تونل بیاورغوي.

سالنګ تونل، چې د هیواد شمال او جنوب سره وصلوي، د محمدظاهرشاه د پاچهۍ او د سردارمحمد داوود خان د صدارت په دوره کې پخواني شوروي اتحاد جوړ کړی و.

د روسیې سفیر رشیا ۲۴ تلویزیون ته وویل، په روسیه کې د پایپ لاین تولیدوونکي غواړي چې په ټاپي پروژه کې برخه واخلي او د سالنګ تونل هم، چې تل پکې د تګ راتګ ستونزې وي، بیارغېدای شي.

ژیرینوف په عین حال کې وویل«زموږ سوداګري لا هم د هغو اسلامي مقرراتو له ازمېښت سره مخامخ ده چې طالبان یې اجرا کوي.»

د ۲۰۲۲ د دسمبر په ۱۷ مه په سالنګ کې د یوه ټانکر له اور اخیستو وروسته لږترلږه ۳۱ تنه ووژل شول. د سالنګ لار عموماً په ژمي د واورو د اورېدو له کبله د موټرو پرمخ بنده وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...