Homeخبرونههوګو شارتر: له طالبانو سره له تعامله پرته بله لار نه شته

هوګو شارتر: له طالبانو سره له تعامله پرته بله لار نه شته

تاند(شنبه، د دلوې ۲۲مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر هوګو شارتر د خپل ماموریت په پای کې ویلي چې له طالبانو سره له تعامله پرته بله لار نه شته او جګړه په دغه هیواد کې د داعش له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

شارتر، چې د یو شمېر نورو لوېدیځو هیوادونو په شان د قطر له دوحې څخه کار کوي، په څو ټویټونو کې د خپل ماموریت د نتیجه ګیرۍ په توګه لیکلي:«که ښه وي یا بد، بریتانیا او افغانستان اوږد ګډ تاریخ لري. د دې معنا دا ده چې د بریتانیا او افغانستان خلک له یو بل سره تړلي دي. نو د هوسا، اباد او باثباته افغانستان لپاره د کار په اړه زموږ ژمنه دوامداره ده.»

د بریتانیا شارژدافېر د خپل ماموریت په پای کې همداراز ویلي:«هیواد یې دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې له ۴۰ کلونو جګړو وروسته، نښتې او تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی. بې ثباتي او کورنۍ جګړې د لا ژور انساني کړکېچ او د داعش د بیا پیاوړي کېدو سبب کېږي.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له یوې هندۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې د ناامنیو پراخېدا د داعش د حملو د زیاتېدا سبب کېږي.

د امریکا بروکینګز څیړنیز انستیتیوت په یوه تازه شننه کې ویلي چې د طالبانو د مخالفانو په ځانګړي ډول د مقاومت جبهې حملې هیڅ نتیجه نه لري. نو ښه دا ده چې د سختدریځو طالبانو پر ځای له نرمدریځو سره تعامل وشي.

2 COMMENTS

  1. زموږ د سیمی وولسونه به هغه وخت روغه ورځ ووینی کله چی دا د شیطان جزیره ( انګلستان ) تر اوبو لاندی سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...