شنبه, نوومبر 9, 2024
Home+مېلمستیا / نور سعید

مېلمستیا / نور سعید

دسترخوان له سره تر پایه له لوښیو ډک و، بلکې ټوله خونه له دسترخوانه ډکه وه.

په درې متره اوږده خونه کې له لسو تر پنځلسو پورې مېلمانه، د کوربانه وروڼه او د اکا زامن – بیا توشکې، بالښتونه او په یوه کونج کې د کمبلو یوه لوی پنډ… پاتې ځای دسترخوان نیولی و.

کوربنو هلکانو له اشپزخانې تر دسترخوانه په راوړو کې له هر لوښې څکه کوله، بلکې یو – دوې، درې ښې مزې ګولې یې ورپورته کولې او سره خندل یې.

د پخلنځي په وره کې ولاړې زړې ښځې په زوټه څه نه ویل، خو غاښونه یې ورته چیچل او له ځان سره بونګېده.

په کوچني پخلنځي کې دننه بیا د خېلخانې پنځه شپږ ځوانې ښځې په خولو کې غرقې په دېګونو کې خښې وي.

له کوربنې زیاتې یې لیورزۍ او د هغوی وریندارې لرې برې کېدې.

په مالګه، مصالحه او هر یوه لوښي پسې یې د اشپزخانې ټول کونجونونه کتل یا یې ماشومې نجونې په کتغ کې له ګوتو وهلو منع کولې.

کوربانه ته په مېلمستون کې د دریدو ځای نه و پاتې، د دسترخوان په منځ کې ولاړ و، د شوروا د هرې کاسې څنګ ته یې د غوښې ونډه پر یوه پاستي انباروله.

د خونې په بر سر کې ناست سپین ږیري مېلمه توره غوښه له سپینې جلا کړه، د پاستې په ټوټه کې یې ونغښته او شاته ولاړ زلمي ته یې ګوله ونیوه چې د لمدې مېوې لوښی یې ورته کېښود:

”مرزا خانه دومره زحمت دې کړی، ساده ښوروا به دې برابره کړې وه، سړیه!”

کوربانه خوله جینګه کړه:

”حاجي صیب، د عزیزانو جار شم، کاشکې مې هره ورځ ستاسې خدمت کولای شوای، خو پردی وطن او د مهاجرت ژوند دی، زاتي څه وکړو!”

دې سره یې پر پاستي د غوښې پاتې ټوټې د یوه او بل مېلمه مخې ته وغورځولې او پرلپسې یې ستونه کول چې د مېلمه له ښه خوراکه وروسته کوربه فکر کوي، د عزت په سترګه ورته کتل شوي دي.

دعا لا نه وه ختمه شوې چې کوربنو هلکانو د لوښیو ټولول پیل کړل او په برنډه کې یې یو ځل بیا په لوښو کې پر لږ ډېرو پاتې شونو برید خښ کړ.

په دروازه کې ولاړې بوډۍ د هلکانو په لاسونو کې ایله ککړو لوښیو ته او بیا تشو دیګونو او ستړیو ستومانو ښځو ته وکتل، چې په لویه مېلمستیا کې وږې پاتې کېدې.

لوټن بریتانیا

۳۱ مارچ

۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب