ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
افغان ښځې يقيناً زموږ د ملي افتخاراتو ساتونکې دي. د انساني نسل تر ټولو لمړنۍ روزونکې او د افغاني غرور امينې دي.
منم چې د تاريخ په اوږدو کې د افغان ښځو غوڅ اکثریت شرعي حجاب او افغاني دود نه دى مات کړى، خو بيا هم زموږ د سياسي مشرتابه لخوا ورسره د هر سياسي بدلون په پايله کې د سمون په نوم د خپل زور څرګندولو پيل له ښځو څخه کړى دى. د دين په پلوي او دين ستيزي دواړو برخو کې د افراطيت ښکار ګرزيدلې دي.
چا ورباندې د ازادي او حقونو ترعنوان لاندې د غربي کلتور تپلو کوښښ وکړ، د عزت پړونئ يې د هغوى له سر څخه د کش کولو هڅه وکړ، چا خپل بيرغونه په لاس کې ورکړل او نڅا ته يې د افغان تورسرو د را ايستلو فرمانونه صادرول، چا دخپلو ګوندي ترانو د زمزمه کولو لپاره ورباندي فشار راوړ، چا په جګړه کې وځپلې وځورړلې او يې ووژلې، چا هم زموږ د اتلس مليونه خويندو په استازيتوب له لويديځ کلتور څخه اغيزمنې شوي څو ښځې نندارې ته وړاندې کړې، چا په شليدلي پتلون او د نڅا په موډ کې په نړيوالو ناستو کې ځان زموږ د عفيفو استازې نړۍ ته ور وپيژانده او چا هم ورباندي د ښونځي او پوهنتون دروازې وتړلې.
موږ د تاريخ د جبر هغه سناریو ټوله وليده چې افغانو ښځو د هر ډول تيري په وړاندې تر اخره پورې د خپل عزت او عفت ساتنه کوله، د دين او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې يې د خپلو وياړونو د خوندیتوب لپاره د مبارزې په برخه کې هيڅ اړخ ته هم سر ښکته نشو.
نن غواړم د خپلو ليکنو همېشنى اسلوب چې د خپل نظر څرګندول دي مات کړم او د ښځو د ستونځو په اړه څه تاريخي او کلتوري مسائل راوسپړم.
د تاريخ د پاڼو په استناد اوسنۍ چادري د ځينو په باور له ايران، ځينې يې بيا له مرکزي اسيا او يا هم له برتانوي هند څخه د وخت او شرایطو د اړتیا له مخې راوړل شوى دود ګڼي. ځينې سرچينې ليکي چې د لمړي افغان انګلیس د جګړو ۱۸۳۹-۱۸۴۲ ترمنځ کله چې افغانستان ته زيات شمېر انګريزي ځواکونه راغلل. په سياسنګ شيرپور او بي بي مهرو عسکري سيمو کې ځاى پرځاى شول او د ښار په مختلفو برخو کې به يې ډيرې ګزمې کولې، نو افغان مشرانو پريکړه وکړه چې د انګریزانو له بدو سترګو څخه د خپل عزت او عفت د خوندیتوب په موخه ښځې داسې لباس وکاروي چې د بدن هيڅ غړى يې ښکاره نشي.
د چادري غوراوى ځکه وشو چې دا د هندوستان د نوابانو د ښځو مودرن لباس ته ورته حجاب وو. هغه څادر چې د ښکلا کيسې يې تر کابله رارسیدلى وې، نو افغان ښځو هم وغوښتل چې تقليد يې وکړي. که څه هم افغان ښځو کله هم حجاب ته نه نه دي ویلي خو په مختلفو دورونو کې مختلف حجابونه دود شوي دي.
ملکه ثريا له هغو لمړيو ښځو څخه وه چې د وخت پاچا امان الله خان خپلې عنعنوي ټولنې کلتوري لومړيتوبونو ته له پام کولو پرته د ١٩٢٨ زيږديز کال د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت په ستوري په ماڼۍ کې څلور سترې ناستې را وبللې چې په هره ناسته کې له شپږ سوه زياتو لوړ پوړو دولتي مامورینو او د بهرنیو هیوادونو سفارت کارانو له خپلو ميرمنو سره پکې برخه واخيسته.
پاچا د ناستې په څلورمه ورځ د خبرو په مهال وویل چې غواړي په راتلونکو دوو مياشتو کې په ښځو باندې د برقع اغوستلو دود لغوه اعلان کړي خو دا به اجباري بڼه نه، بلکې اختياري بڼه ولري. امان الله خان وویل چې چادري شرعي حجاب نه دى او ښځې به د ترکيي په شان يو دستمال په سر کوي چې له زنې لاندې تړل کېږي.
په همدغه ناسته کې امان الله خان له خپلې مېرمنې ملکي ثريا څخه وغوښتل چې پړونی له سر څخه لرې کړي. ملکې همدغه کار وکړ او ناستو خلکو ورته لاسونه وپړکول. له همدې ناستې وروسته په کابل کې خورا کم شمېر نورو ښځو او نجونو د ملکې ثريا تقليد وکړ، خو د پړوني لرې کولو د پاچا په وړاندې حساسیتونه راوپارول چې پايلو يې هيواد ته سخت زيان ورساوه.
د امان الله خان د حکومت له نسکورېدو وروسته او د امير حبيب الله کلکاني د حکومت په مهال په ١٩٢٩ زيږديز کال او د کلکاني د حکومت له نړيدو وروسته په ١٩٢٩ -١٩٣٣ پورې د محمد نادرشاه د حکومت په مهال د حجاب ختمولو په تړاو د امان الله خان قانون لغوه اعلان او په ښځو باندي د چادري اغوستل حتمي شو.
بايد ووايو چې له ١٩٣٣-١٩٧٣ د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په مهال په ښځو باندې سوکه سوکه د چادري او بيا د حجاب شرط ختم شو. حتي لږ تعداد ښځو د غرب په تقلید کې خپل ورنونه هم لوڅ کړل. دا به له دين او افغاني کلتور سره د ښځو ژور تړون وګڼو چې له دومره په اصطلاح ازادي سره سره بيا هم کم شمېر ښځو د شرعي او افغاني حجاب پريښود.
له ١٩٧٣-١٩٩٢ پورې د محمد داود خان او له هغه وروسته د خلق او پرچم ګوندونو د حاکميت په مهال د حجاب په هکله هيڅ مکلفیت نه و، خو خلق او پرچم له لږ شمېر ښځو څخه د ابزارو په توګه د دې لپاره نندارې ته وړاندې کولې ترڅو د شوروي مشرانو ته يې وښئي چې هغوى د ښځو له ملاتړ څخه برخمن دي. د مجاهدینو له بريا وروسته ښځو ته د پړوني اغوستل شرط او د طالبانو په اوله دوره کې د چادري کارول ورته حتمي، د پوهنې او روزنې دروازې ورباندي وتړل شوې.
د خورا وياړ خبره داده چې د کرزي او غني د حکومتونو په مهال د لويديزوالو لخوا د زياتو هڅو، تشويقي، ترغيبي او تطميعې نيرنګونو له کارولو سره سره بيا هم زموږ افغاني خويندو خپل شرعي مکلفیت او کلتوري ارزښت ته په بشپړه توګه ژمنتیا وښوده. په ټول افغانستان کې داسې ښځه نه وه (الّا ماشأالله) چې په متفقه توګه ورته د بيحجابه ښځې عنوان وکارول شي. موږ په خپلو عفيغو افغان ښځو وياړو او د هغوى شهامت شجاعت او همت ته د درنښت مراتب وړاندي کوو.
محترم عبدالوحید وحید صیب!
زمونږ سلامونه او نیکی هیلی قبول کړۍ
لکه د همیشه په څیر ستاسو لیکنی ډیری پر ځای دی او همیشه مو په خپلو لیکنو کی د واقیعتونو په رڼاکی د خپلی څیړنې محتوا لوستونکو ته وړاندی کړه ده .او د افغانستان او افغانانو دردونه او کړاونه مو په خپلو لیکنو کی په ډیر ښه شکل رانغښتی او د حل د لارو مو ډیری ښی سپارښتنی کړی دی
خو له بده مرغه زمونږ حال دادی چی تاسو ورباندی په تیرو لیکنو کی هم رڼا اچولی چی زمونږ د هیواد حاکمان د ولس له منځه نه دی راپیداشوی چی په ریښتینی ډول د ولس نماینده ګی وکړی بلکه د بل چا په فکرونو او د پردو په جوټو روزل شوی او افغانستان کی ددې لارو نه واک ته رسیدلی جی موښی يی د افغانستان او افغانانو ښیرازی او خوشحالی نه بلکه د خپل قدرت سرچینو ته د افغانستان او افغانانو د بربادۍ په قیمت خپله وفاداری ورکول او شاباسی تری اخستل دی
بلی خوا زما په شمول زمونږ د ولس ډیره برخه همیشه د احساساتو په نیلي سواره همیشه د وخت سیاسی مداریانو، ددین او مذهب ټیکه دارانو او د ژبی اوسمت په نوم خود غرضه معتصیبونو تیریستلی او د خپلو ګټو لپاره يی د بی خبره پاک زړو افغانانو نه د خپلو ناوړو ارمانو نو د پوره کولو لپاره ګټه پورته کړیده
بیا ځنی هغه خلک دی چی هرواکدار ته يی غوړه مالی او بوټ پاکی کړی او همیشه يی د هر واکدار دربار ته ځان رسولی او واکداران يی په خپلو مدحو کی داسی غرق ساتلی چی د بل هیچا غږ اوریدو ته وخت نه لری
په افغانانستان کی لکه تاسو چی د میرمنو او نجونو موضوع روښانه کړی ده نه خو ورته د اسلام په چوکاټ کی حقوق ورکړل شوی او نه هم د انسانیت په چوکاټ کی
په اوسنی حالت کی هم یو وار بیا ددین او شریعت په نوم ورنه هغه حقوق هم په رڼا ورځ غصب کیږی چی رب العزت ورته ورکړی خو بلی خوا د دین همدا ټیکه داران خپلی لورګانو ته په پاکستان او عربی ملکونو کی د عصری تعلیم او تحصیل زمینه برابروی
د اوریدو له مخی د لوړو زده کړو وزیر کورنۍ اوس هم په پاکستان کی ده تر څو لورګانی يی د مردان په پوهنتون کی عصری تحصیلات تر سره کړی خو بیا دلته د خوار افغان بچیان نه پریږدی چی د باعزته ژوند تیرولو لپاره په تور او سپین وپوهیږی او علم او پوه تر لاسه کړی
اوسني حالاتو ته په کتلو، زمونږ هیواد د یو بل ناورین او بدبختۍ طرف ته په ډیره چټکۍ روان دی خو زمونږ ولس لا په ډیر دروند خوب ویده دی او یايی داسی نشه کړی چی عقل يی سرته نه راځی او په داسی خیالونو کی غرق دی او فکر کوی چی هر څه به ورته د اوسنی واکدارانو د کراماتو له امله ډیر ژر له اسمانه راولویږی او دوۍ به پکی بیا دحورو او غلمانو سره انډوخری کوی
سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب دردمن افغان صاحب محترمه
زه يقيناً له تاسو سره ستاسو په ټول ارزښتناکه ارزونه باندي توافق لرم. همدغه راشغول شوي مشران، چاپلوسان مفسدين د خاورې او دين په نوم سياسي دوکاندارانو ټولو لاسونه سره ورکړي دي ترڅو موږ نور هم په تنور کې وسوځوي. مګر زه نه پوهېږم بله چاره څه ده. که پټه خوله ورته کينو خو دا هم د هرڅه سم دي باچا سلامت خبره شوه. وطن نور خرابيږي او ولس مو نور زيان هم ويني. که موږ او تاسو په پاک نيت د هر ډول امتیاز غوښتنې پرته دغو او نورو ته د نيکي لارې په دعوت وخت ولګوو کيداى شي رب العزت را باندي دومره مهربانه شي چې د حاکمې ډلې په زړونو کې نرمي راولي او ووايي چې دغه خلک خو زموږ بريا د هيواد د مينى په خاطر غواړي نو ولې ورسره د سمون او بدلون لپاره په ګډه کار ونکړو.
نوره له ما هم ورکه ده. هيڅ غوښتنه نلرم خو که ددغه ستر هېواد له ډيرو قرضونو څخه يوه وړه برخه ادا کړم يقيناً به مې روح ارام او مطمئن وي.
بيا هم مننه وروره
ښاغلی عبدالوحيد وحيد صاحب
د الله ج څخه درته اجرونه غواړم پر شه وخت مو شه لیکنه کړیده.
وروره شځه ځمونږ آبۍ، مور، خور، اما او ترور ده. مګر په افغانستان کی مونږ د دغه عزتمندو شځو په حقوقو تل زیاتی کړیدی. په تیره بیا روشنفکر خلقی، اسلام فکره تنطیمونو او اوس سپینو پټکیو ملایانو خپل ظلم داسی حالت ته ورساوه، چه غربی نړی ته وایی چه یا ډالری راکړی، یا مو په رسمیت وپیژنی؟ که نه؟ زه خپله آبۍ، مور، خور، آما او ترور نه پیژنم. او نه یی د پوهنی برخی ته پریږدم.
ځمونږ د شځو او انجونو عزت، تعلیم او زده کړی اوس په سیاست پوری تړل شویدی. مونږ اوس خپل عزت او ذلت په شځو پوری تړو، چه دغه کړه وړه او حالت د اسلامی احکامو او افغانی دود او ارزښتونو سره سر سخت په ټکر کی دی.
الله ج دیی داسی انسانان د افغانستان په خاوره حاکم کړی چه د الله ج د مخلوق(نر او شځی) انسانی حقوقو ته په یوه سترګه وګوری. نه دا چه وعده خلاف وی، چه یو ځل ووایی د حمل میاشتی په لمړی هفته کی به ټولی انجونی شونځی ته ځی، او بیا انجونو ته ووای چه د امر ثانی پوری ستاسی تعلیم معطل دی، مګر د خپل وزیر (شیخ شهاب الدین دلاور) لور ګانی یی د قطر په پوهنتونو کی عصری زده کړی کوی.
د الله ج حکم دی کله چه په اسلام کی څوک وعده ماته کړی، د هغو خلکو ټولی کړنی دروغ او دوکی وی.
آیا زمونږ انجونی د نورو اسلامی حکومتونو د انجونو سره توپیر لری؟
آیا زمونږ انجونی د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او شیخ دلاور او نورو طالب چارواکو د انجونو سره توپیر لری؟
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ وطن وروره
له پيرزوونو څخه مو نړۍ مننه. واقعيتونو ته مو اشاره کړې ده. يقيناً همدغه شان ده او يقيناً موږ هم له موعظه حسنه دعوت او سوله ایزې مبارزې پرته بله چاره او حل لاره نه لرو. موږ هم يو بام او دوه هوا په غبرګو سترګو وينو موږ هم دغه کار نا له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې او غيرمسئولانه اقدام ګڼو. د ولس د هيلو غوټۍ مو رژېدلې دي. کيداى شي زموږ بدبختي وي چې يا مفسدينو اوړو او يا هم په مټکورو.
بياهم مننه وروره. دعا راته کوئ کيداى شي رب په کومه ګناه نيولې يو
سلامونه او نېکې هیلې
ګواښ او وچ سیاست زموږ دکړکېچونو محراق نه د پرون باید پرېږدو او بر نن کار وکړو چې کوم کار دملت په خیر او فلاح دی . وطن مور ده و مور مو ده چې په څو ژبو کې په میم پیل کیږی.
ډېر جالب او مهم بحث دی زه هم غواړم له تاسې سره به دې برخه کې حصه واخلم خو خدای ج دې وکړی چې زما خبرې ستاسې دسوچ او اندېښنې خنډ ونه ګرځی. لیکوال جبرا لیکلی دغه کلیمه زماهم خوښیږی راځی جبرا دښځو موقف ، مقام او ارزښت دیوه انسان په توګه وڅېړو ، جبرا دکور د یوه مهم غړي په توګه ورته ګورو، جبرادژوند دشریک په توګه امتیاز ورکړو، جبراد محرم په توګه یی اهمیت وبېژنو ، د زړه سوانده خواخوږی په توګه، جبرادماشومانو او اوچت زعیم جوړونکی مبنایې وګڼو او جبرا دژوندانه په لوړو او ژورو معنوی ارزښت کې داقتصادی،تعلیمی، پوهې ،سیاسی ،تولنیزه پېچلو برخو ستره ملګرې او هغه تاریخچه رابرسیره کړو چې څلور لسیزو کې یې داستعمار په وړاندې دمجاهد ولس بې ساری قربانۍ ګاللی. کوم حق چې الله عزوجل بې له هرډول کرکې او انحصار په اسلام کې ښځې ته ورکړی بل هیڅ ایین کې یی حوک نشی ورکولی.ښځه په عامه توګه ابزار نه ده دمیلو او تماشو اله او وسیله نه ده بلکې بشپړ مکمل انسان دی.
دښځو په هکله دنا برابریو عوامل دادی:
الف: بې وخته سوء استفادې او په اتکل دهغو پر حق سترګې پټول
ب:په دوامداره توګه دیوه نسل څخه بل نسل ته دفرهنګ په نوم کرکې ، مرد سالاری او انحصاری پاټکونه
ج:دمقا ماتو عمومی تصدی او له قدرته ګټه اخیستل سیالی او نور هوسی تقلید اوپېښې
د: دیوه ملیت اړیکی برتری ،تعصب ، سمتی اوژبنی شرایطو باندې ولاړ
اسلام دفرد مقام باندې په پوهه عمل او کار باندې تاکید کوی نه فساد.
دښځو د کړکېچ په هکله په کال ۱۹۴۸ دملګرو او ناملګرو سازمان نړیواله اعلامیه کې چې دبشر دحقوقو په نوم تصویب شوه دغه نړیوال کنسواسیون کې احساساتی ، اخلاقی تکلیف او نورې اجتماعی ستونزو نمایشی ، سازش کاره ، جاسوس او لیونی کارونه ملګری شول. سیما سمر شعله ای هم دغه فساد کې له یوشمیر نورو د«راوا »دډلی غړې ملګرې شوې چې په هر استخباراتی تنور کې یې دمنافقت پکې ووهلی. لوڅه اریانا سعید، شکریه بارکزی، بې خبره محبوبه سراج، ناهید فرید، کوفی بدخشی دپخوانی پارلمان غړې ، کم اصل هنر مندان ،دامریکا دسولې انستتوت غړې دښځو په نوم چیغې او نارې وهی او نظام ننګوی چې دافغانستان داکثریتو عفیفو ،کونډو او رندو ،بې ګناهو ښځو څخه په هیڅ توګه استازیتوب کولای نشی چې دنړۍ په استخباراتی شبکو کې دحق ډبره په سینه ډبوی. کور مو ودان اوخوښ اوسی.
اسلامی امارت باید دنجونو ښونځی ژر تر ژره پرانیزی او ددې معصومې کتلې غم وخوری دا په هر لحاظ دملت په ګټه ده او یوه مجرده او عادی موضوع نه ده. افغانان اوس ضرورت لری چې خپله لاره خپلو کې وموندی اودمشروعیت لارې ته دمشرتابه مناسبې زمینې برابرې کړی وایی له پردي زوی خپله لور ښه ده!
سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
همدغه زموږ مطلب او موخه هم ده. اړتیا ديته شتون لري چې خپلې او دخپلو معصومو عفيفو خويندو د ديني حقونو ورکړي ته ذهنونه تيار کړو. طبيعي خبره ده چې د ناشولتو مټکورو او متعصبو ډلو له غبرګون سره مخ کيږو خو که نن له دغو سره د مخامخ کېدو جرئت ونکړو سبا کيداى را باندي ناوخته شي او ستا په خبره د دين وطن او ملت دښمنان د خپلو پراخو تبلیغاتي شبکو له لارې زموږ د نيمګړتياو او د کمزوري نکاتو د کارولو په مټ د ديني او ټولنيزو ارزښتونو د بدلون هڅه وکړي.