ارواښاد نصیراحمد احمدي دا لنډه کیسه د ۲۰۱۰ په سپټمبر کې له انګلیسي ژبې ژباړلې.
دوه ناروغان د يوه روغتون په يوه کوټه کې بستر ول، د يوه کټ د کوټې يوازينی کړکۍ ته نږدې ايښودل شوی و، خو دوهم يې له کړکۍ لري وره ته نږدې، پروت و، دوی دواړه د ولاړيدو نه ول، ورسۍ ته نږدې ناروغ د سږو سرطان درلود، له دوهم څخه هم يوې ترافيکي پيښې د ولاړيدو سيکه اخيستې وه.
کړکۍ ته نږدې ناروغ به تل له کړکۍ څخه د باندي کتل، ده به خپل ملګري ته په ساعتونو ساعتونو خبرې کولې، هغه څه به يې ورته ويل، چې تر سترګو به يې تيرېدل…
وره ته نږدې ناروغ به د ده له خبرو خوند اخيست، وخت به يې ښه تيرېده او د يوازيتوب احساس به يې نه کاوه.
ده به د خپل ملګري خبرې په غور اورېدې، د هغه خبرو به يې په ذهن کې مختلف تصويرونه جوړول او ناليدلې صحنې به يې تر سترګو تيرېدلې.
کړکۍ ته نږدې ناروغ خوږې خبرې کولې، ويل به يې: هلته يو ښکلی پارک دی، يوه کونج ته يې يو لوی حوض ښکاري، زه يې وينم، دوو سپينو بتو خپلې اوږدې غاړې سره تاو کړي دي، هلکان خواړه ور اچوي، هاخوا، لږ لري، د حوض د سپينو اوبو پر سر څو ماشومان په کوچينيو کشتيو کې سپاره دي، دوی خاندي… يوې نجلۍ د يوه هلک لاس نيولی، دواړه تر شنو ونو لاندې ورور ورو ګامونه اخلي، نرم باد رنګارنګ ګلان ښوروي، په اسمان کې شنه زرغونه ولاړه ده…
ورځې ووتې، کړکۍ ته نږدې ناروغ به ټوله ورځ خبرې کولې، ملګري به يې خوند ترې اخيست او انرژي به يې ورپخښله.
يو ماسپښين کړکۍ ته نږدې ناروغ خبرې کولې، د ده په خبرو کې هيجان نغښتی و، ويل يې چې په پارک کې عسکر يوه ليکه، منظم روان دي، دوی د ازادی د ورځې په وياړ پرېډ ترسره کوي.، ډير ښکلي ښکاري…
وره ته نږدې ناروغ له پريډ سره د موزيک غږ نه اورېده، خو په ذهن کې يې په يوه ليکه د روانو عسکرو تصويرنه تيرېدل او په خيال کې يې هغه څه ليدل، کوم چې کړکۍ ته د نږدې ناروغ له خولې څخه راوتل…
کړکۍ ته نږدې ناروغ به هره ورځ خبرې ورته کولي او څه به چې د باندې تيرېدل، د هغه په اړه به يې خپل ملګري ته مالومات ورکول.
وره ته نږدې ناروغ به د هغه خبرو ته غوږ نيولی و، خو وروسته يې کينه ورسره پيدا شوه، دا يې نه لورېدل چې هغه بل دي کړکۍ ته نږدې پروت وي، ټوله ورځ دي د باندي ګوري او له ازادي فضاه او ښکلې منظرې دي خوند اخلي.
وره ته نږدې ناروغ ډير خواشينی و، تل به يې له ځان سره ويل چې دی ولي کړکۍ ته نږدې نه دی پروت.
دی هيڅ هم نه شي ليدلی.
يوه شپه کړکۍ ته نږدې ناروغ ټوخي واخيست، ټوخی يې ورو ورو ډير شو، وروسته يې ان د دې توان هم نه درلود چې څنګ ته د ايښي زنګ تکمه ټينګه کړي.
وره ته نږدې ناروغ هم سر پسې ونه ګرځاوه، نه يې د ډاکترانو د خبرولو له پاره څنګ ته ايښي زنګ ته لاس وروغزاوه او نه يې هم په لوړ اواز د مرستې غوښتنه وکړه. کړکۍ ته نږدې سړی څو شيبه وخرېد، وروسته غلی شو.
سهار وختې چې کله نرسه راغله، کړکۍ ته نږدې ناروغ مړ پروت و.
شيبه وروسته جسد د باندي يو وړل شو او کړکۍ ته د نږدې کټ روجايي بدله شوه.
وره ته نږدې سړي نرسې ته وويل:
_کيدای شي چې ما کړکۍ ته نږدې کټ ته انتقال کړي؟
نرسې په ورين تندي د هغه غوښتنه ومنله.
سړی خوشاله شو، له ځان سره يې وويل چې له دې هيسته به د ښکلي طبيعيت ننداره کوي، هغه څه به ويني چې دا څو ورځې ترې محرومه و.
شيبه وروسته د روغتون څو پياوړي کارکوونکي راغلل، ناروغ يې له ځايه پورته کړ او پر هغه کټ يې څملاوه چې کړکۍ ته نږدې و.
ناروغ په بيړه کړکۍ ته وکتل، ناڅاپه يې خوله وازه شوه، کړکۍ ته نږدې يو خړ او بدرنګه، هسک ديوال ولاړ و.
پای