یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپه دوه نیمو کلونو کې افغانستان سره نږدې ۳ میلیارده ډالره مرسته

په دوه نیمو کلونو کې افغانستان سره نږدې ۳ میلیارده ډالره مرسته

تاند (چار شنبه، د دلوې ۱۱مه) په افغانستان کې د پراخې بېوزلۍ له دوام سره- سره د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي اداره( سیګار) وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ملګرو ملتونو افغانستان ته نږدې ۳ میلیارده ډالر لېږدولي دي.

سیګار زیاتوي چې د دغو پیسو ډېره برخه یعنې دوه اعشاریه ۶ میلیارده یې د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته ورکړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملګرو ملتونو او نورو موسسو او نادولتي بنسټونو دغه پیسې په افغانستان کې په بشري مرستو لګولي دي.

سیګار زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نقدو پیسو لېږد، د طالبانو حکومت ته هم ګټه رسولې، ځکه په وینا یې دغه ډالر له افغانستان بانک څخه اخلي، چې د طالبانو په کنټرول دی او دوی ته یې ګټه رسیږي.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو  مخکې یې له نړیوالو بشري مرستو د دوی د ناوړه استفادې ادعاوې رد کړي او هم یې د بشري مرستو تر څنګ د بېوزلۍ ختمولو لپاره د انکشافي مرستو غوښتنه کړې ده.

که څه هم یو شمېر خلک د بشري مرستو د څومره والي او څرنګوالي په اړه شکونه ښيي، خو پلویان یې باور لري چې که دا مرستې نه وای، افغانستان به په اوسنۍ قحطۍ کې سختو بشري فاجعو سره مخ شوی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب