دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهچینايی شرکتونو په افغانستان کې د څو فابریکو جوړولو او د تېلو...

چینايی شرکتونو په افغانستان کې د څو فابریکو جوړولو او د تېلو استخراج ته چمتووالی وښود

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۰مه) چینايي شرکتونه غواړي چې په افغانستان کې د سمینټو او شیشې د فابریکو د جوړولو ترڅنګ د انرژۍ په سیکتور کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومخت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن وویل چې دا خبره د شان دونګ شینزو شرکتونو ګروپ استازي رابرت منګ د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې وکړه.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي منګ وویل چې په کابل کې د شاوخوا ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ترڅنګ د سمینټو او شیشې جوړولو فابریکې جوړوي.

ده همداراز د سړکونو او تعمیراتي شرکتونو په جوړولو کې د لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې په افغانستان کې د تېلو استخراج او پروسس ته هم چمتووالی لري.

د شان دونګ شینزو شرکتونو ګروپ غواړي چې په افغانستان کې د کال ۵۰۰ زره ټنه تېل استخراج او پروسس کړي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ هم د طالبانو حکومت وویل چې د چین ‘سي ډي سي’ شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه چینايي شرکت رييس د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په کابل کې کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس، په دې کتنه کې د افغانستان په کاني سرچینو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وشوې.

طالبانو د تېر کال په جنورۍ کې د شینجین د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو له شرکت سره د امودریا د حوزې د تېلو د استخراج قرارداد، چې ارزښت یې ۵۴۰ میلیون ډالره کېږي، لاسلیک کړ

1 COMMENT

  1. نورالدین عزیزی څومره لکه اسمعیل خان انرژی سره بلد دی ؟ تورن اسمعیل دکرزی په دوره کې د اوبو او برېښنا وزیر وه ترکاڼی دبزو کار نه دی .
    عزیزی هم نه وایی ګې چې دا زما کار او مسلک نه دی؟
    تپه تیاره ده بینا او نا بینا په یوه ترازو تلل کیږی دلته د اسلام عادلانه نصاب او حکم څه وایی؟ مشت نمونه خروار !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب