پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۲ بندرونو کې الکترونیکي سکنرونه نصبیږي

د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې الکترونیکي سکنرونه نصبیږي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲مه) د پانګونې لپاره د طالبانو د رژیم بین‌الوزارتي کمېټې د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه تایید کړه.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون دا خبر خپور کړی، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان تجارتي بندرونه مخکې تر ډېره د فساد سرچینې ګڼل کېدې او د سیمه ییزو جنګسالارانو او چارواکو د حیف و میل دعوې پکې وې.

د طالبانو له داسې هڅو یو شمېر خلک هرکلی کوي او وایي، چې داسې کړنې د اصلاحاتو او سیستم جوړولو لپاره ګټورې دي.

له دې سره، ځینې نور خلک باور لري چې دا هڅې د مسلکي کسانو له موجودیت پرته مطلوبې پایلې نه شي لرلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...