دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد طالب سفیر د باور لیک منلو په اړه د امریکا اعتراض...

د طالب سفیر د باور لیک منلو په اړه د امریکا اعتراض ته د چین ځواب

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین وایي، چې د طالبانو د سفیر باور لیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده او د یوه دوست ګاونډ په توګه یې تل له افغانستان سره ښې اړیکی پاللي دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تعامل ته پراختیا ورکړي او هغه وهڅوي چې د نړیوالو اندېښنو ته په اغېزمن ډول ځواب ووایي.

چینایي ویاند زیاته کړه: «  د افغانستان په وړاندې د چین سیاست ثابت او روښانه دی. چین د افغانستان د یوه اودمهاله دوست ګاونډي په توګه تل د ټولو افغانانو په وړاندې دوستانه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې او له افغانستان سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې او په بیلابیلو برخو کې یې راکړې ورکړې او همکاري کړې دي.»

طالبانو څه موده مخکې په چین کې بلال کریمي د خپل سفیر په توګه معرفي کړ.

د چین ولسمشر اوړمه ورځ د نورو یو شمېر بهرنیو سفیرانو په ګډون د بلال کریمي باورلیک هم ومانه.

په دې اړه دا هم لوستلی شئ:

امریکا چین ته؛ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مو دریځ په ډاګه کړئ – تاند (taand.net)

امریکا چین ته؛ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مو دریځ په ډاګه کړئ – تاند (taand.net)

لاوروف: مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب