لا به د سهار سپيدې نه وې چاودلي زه به له خوبه راپاڅيدم ،ټول کور به مې جارو کړ سهار چاى به مې تيار کړ د تيرې ورځې په ګټل شوو پیسو به مې له ليرى نانوايۍ څخه یو څو ډوډۍ راوړې خپل کوچنى ورور او وړه خور به مې له خوبه راپاڅول مخ لاس مېورته مينځل ښوونځي ته به مې تيار کړل.
ما هم خپل د ښوونځي جامې اغوستلې او د کاروبار سامان مې له ځان سره اخيست، لومړى به مې خور او ورور ښوونځي ته بوتلل ﺯر به مې ځان د ښار پخوانى دوکان مخته ورساوو، هلته به مې د خلګو بوټونه رنګول، سهار وختي کاروبار يو څه ښه وو زیات شمیر کسانو مخکې له دی چې خپلو دندو ته ولاړ شي لومړی به یې بوټونه رنګول ما هم ژر ژر د هر چا بوټونه په شوق ور رنګ کول، کومه ورځ به چې ډير خلګ د بوټ پاکولو په خاطر راغلل ﺯړه به مې له خوشحالۍ ټوپکې وهلې.
زما د ښوونځي وخت د ورځې لس بجې و ښوړنځی مې لري و له دي امله چې د ځان، خور او ورور د کتابچو او قلمونو لپاره یو څه اندازه پیسې وسپوم په موټر کې به نه تلم.
همداسي ورځې تيريدې، په خپل حال راضى وم باور مې درلود چې له زدکړو وروسته به ښه دنده پيدا کړم او خپلې کورنۍ سره به مرسته کوم، مګر دا هر څه يو خوب پاته شو، د يوولسم ټولګي وروستۍ ورځې وې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوي.
لا تر اوسه کله چې له بوټ رنګولو وروسته کورته راځم هره ورځ یو څو شیبې د خپل ښوونځي د درواﺯې مخته دريږم خپلې هيلې مې تر سترګو تيرې کړم او تير وختونه رايادوم.