یکشنبه, مې 12, 2024
Home+د نورستان اسطورې، یوولسمه برخه

د نورستان اسطورې، یوولسمه برخه

د نورستان په پخواني فرهنګ کې د پيشداديانو د اريايي واکمن

يمرا يا يما الوهيت (رب النوعتوب)

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

 له اسلام څخه وړاندې د پخواني نورستان يوه په زړه پورې برخه د هغه ځای د خلکو مذهبي بارونه دي چې د اريايي مذهبي باورنو اثار او ارکان پکې ليدل کېږي او له دواړو برخو ويدي او اوستايي څخه را منځته شوي دي. نورستانيان هم لکه د ويدي عصر اريايان د ارباب الانوعو یې باور درلود چې ډېر يې د طبيعي پېښو د مخنيوي موکلين وو، د هغه ارباب الانواعو له ډلې چې پالل کېدل يو يې د (يمرا yamrā يا ايمرا imrā ( په نوم ياديده چې تر ټولو ستر ګڼل کېده. غواړم دلته د يمرا رب النوع د نوم ترکيب او د بلخ د اريايي پيشداديانو د لومړي واکمن چې د يم، يما، جم او جمشيد په نومونو ياد شوي دي او په پایله کې د خلکو تر منځ په ځانګړي ډول د اريايي قبايلو تر منځ لکه د پخواني نورستان د وګړو په څېر د ارباب الانواعو مرحلې ته رسيدلی دی، تاريخي اړيکي وڅېړم او پرې بحث وکړم.

د موضوع له پيل وړاندې غواړم يادونه وکړم چې (يمرا، يمرای، ايمرا او مار yamrā, yamrai, imrā , mārā) د يوه نوم (يمرا) چې پخواني نورستانيانو له اسلام وړاندې تر ټولو ستر رب النوع وو، بېلا بېل نومونه او ډولونه دي چې د نورستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو ياد شوی دی، د يمرا د نوم د تاريخي رېښې د موندلو لپاره تر هر څه د مخه د تاريخ پاڼو ته مراجعه کوم. يما، جم: په ويدي يشت او اوستايي سردونو کې د اريايانو په شاهنامو او نورو ادبي او تاريخي ماخذونو کې د يما نوم ( ياما، يم، جم او جمشيد) د بلخ د پيشداديانو د سلطنت موسس بلل کېږي. په ويدي سرودونو کې هغه د ياما yamā او ياما راجا yamārajā (لوی پاچا) په نوم ياد شوی دی او په اوستايي سرودونو کې يما يا ياما د خشایه يما (ښکلي يما او روښانه يما) په نوم ياد شوی دی.

د اسلامي دورې اثارو او شاهنامې له يما او ياما څخه جم جوړ کړی او (شيد) چې د پاکي او روښان والي په مانا دی، د يما له صفتونو څخه يو دی، د هغه د نوم سره يو ځای کړی او له صفت او اسم څخه يې يو نوم (جمشيد) را منځته کړی. (احمد علی کهزاد، تاريخ افغانستان، ج۱، ص ۲۲۲)

جمشيد په اوستا کې د ښه ګلې درلودونکي ته کارول شوی دی، په اوستا کې د جمشيد يو بل صفت (سريره دی) چې د ښکلي او ښه ښکاريدونکي په مانا دی، لومړی صفت د جمشيد وظیفې او مسؤوليت سره سمون خوري. ځکه هغه د ځمکې د ډېرولو او د چهارپايانو د پالنې لپاره ټاکل شوی و.

( پور داود، ادربیات مزديسنا،یشت ها، ج۱، ص۱۸۰، همچنان ديده شود (: Karl Jettmar the Religion of Hindu-kush,vol 1 ,p. 52):

د یسنا یشت په نيکونو کې راغلي دي چې جمشيد ډېره لويه ګله (رمه – د څارويو ډله) درلوده چې د هکر د غره د پاسه يې سل اسونه، زر غوايان او لس زره پسونه د ناهيد لپاره قرباني کړل او له هغه يې وغوښتل چې هغه په ټولو هېوادونو کې تر ټولو لوی واکمن کړي او هغه په ديوانو، خلکو، پريانو او نورو څېزونو برلاسی کړي او ناهيد هغه بریالی کړ. ( ادبیات مزديسنا،ص ص ۱۸۵-۱۸۶)

د څه مودې لپاره شان او شوکت د جمشيد په برخه وو، په اووه هېوادونو يې سلطنت کاوه، پر ديوانو، خلکو، پريانو او نورو مسلط وو، خو د ديوانو يوې ډلې یې ګټه او سلطنت له منځه يوړه، د رمو او ګلو پريماني، خوښي او جلال د هغه په برخه وو، د هغه د حکومت پر مهال خواړه او څښاک نه خرابيدل، نه ناروغيو وجود درلود او نه سپين ږېري توب او مرګ وجود درلود. دا په همدې ډول وو چې هغه دروغ ويل پيل کړل او خپل فکر يې مشغول کړ، په هغه مهال (فر) له هغه څخه د يو مرغه په شان جلا شو او (مهر) ته ورسېد، د دویم ځل لپاره (فر) له هغې څخه جلا شو او فريدون ته ورسېد.

د درېیم ځل لپاره (فر) له هغې څخه جلا شو او ګرشاسب ته ورسېد. کله چې له جمشيد څخه (فر) لرې شو، نو ستړی او سرګردان په ټولې نړۍ وګرځېد، تر دې چې د چين د سيند په غاړه ونيول شو او په اره دوه ټوټې شو. (ادبيات مزد يسنا، ص ۱۸۷-۱۸۸)

يمرا: د پخواني نورستان په مذهبي عقايدو کې د ټولې نړۍ او کايناتو جوړونکی او د ټولو ارباب الانواعو په سر کې يې ځای درلود، درناوی ورته کېده او د بېلا بېلو قبیلو په منځ کې د بېلا بېلو کارونو په کولو مشهور و او د هغې د زور، صلاحيت او کارونو په اړه اسطورې جوړې شوي دي. خلکو باور درلود چې يمرا ټول ارباب الانواع تر موني (Mone, Mon) پورې د خپل قدرت په وسيله را ژوندي کړي، خو د (دیسرݩیـ disřni) ارباب الانواع يې له خپلې ښي سينې څخه منځ ته راوړی، يمرا په همدې ډول شيطانان، پیريان او انسانان هم خلق کړي، هغوی فکر کاوه چې يمرا انسان د وزې (بز) د طلايي مشک څخه منځ ته راوړی دی. (سميع الله تازه، ریشه های تاريخي و فرهنګي نورستان، ص ۲۲۸ )

د نورستان د خلکو روایتونه او اسطورې وايي چې يمرا په پيل کې درې ښځې پيدا کړې او له هغوی هر يو يې د ډېرو خلکو د اوسېد ځای کلښوم دره (وايګل دره) واښګون ته واستوله، د نورستانيانو په نا ليکلي(شفاهي) روايانو کې (يمر) د مرګ او ژوند څښتن بلل کېده او په لوړو ځایونو کې یې ژوند کاوه، لکه د يمرا د اوسېدو ځای په اسمان کې دی، لمر او سپوږمۍ يې د (ديو) له خطره ژغورلې او په اسمان کې یې مناسب ځای کې اېښې ده او خپله د وريځو په منځ کې ژوند کوي. يمرا انسانان، شيطان او پيريان پيدا کړي او تر دې ډېر ځانګړي کارونه يې کول. (يتمار، ص،۵۳)

په يو ديني شعر کې ويل کېږي:

ای يمرا! په هغه مهال کې چې ټول اسمان په وريځو کې پټ وي.

ای يمرا! د اسمانانو رب النوعه!

په اووه ډوله جامو کې راشه

ای يمرا! ای د اسمانونو محبوبه رب النوعه (سميع الله تازه، ادبيات شفاهي نورستان، دريم چاپ،۹۹ )

د نورستان په اسطورو او ناليکلي رواياتو کې چې کله يمرا د ارباب الانواع له لویې مرتبې ښکته کېږي او د معمولي او عادي ارباب الانواعو په قطار کې ودريده او کله کله د غلامانو منځ ته ځي او انساني شرافت ته درناوی کوي، د بېلګې په ډول يمرا لوړ ټولنيز مقامونه د خپلې زیرکۍ په وسیله لاس ته راوړي، يو وار خو نورو ارباب الانواعو يمرا ته د خوب د بستر او له طلايي چوکۍ څخه د ګټې اخيستنې اجازه ځکه ور نه کړه چې دا د ټولو حق دی، يمرا په څوکۍ کښېناست او ټول يې وننګول چې څوک يې په وړاندې مقابله کولای شي؟ نورو ارباب الانواعو د هغه مخ ته ګونډې ووهلې. ( ادبیات شفاهي نورستان،ص ۲۹۲)

په يو بل ځای کې راغلي دي چې یمرا د نورو ګټې په زور خپل واک ته راوړلې، د پارون د خلکو په يوه اسطوره کې ويل شوي دي چې د يمرا مور يوه ښه مېرمن وه، خو ښځه يې يوه داسې جادوګره وه چې ځان يې د نورو ارباب الانواعو سره په قطار کې شمېره. (يتمار،ص ۴۸)

په ځينو اسطورو کې يمرا ته انساني هویت او قيافه ورکړل شوې ده چې د انسانانو منځ ته ځي او ځان ته مېرمن خوښوي، په يوه اسطوره کې راغلي دي چې په یوه ځای کې هغه انسانانو ته ښاخ لرونکې وزه ور پېژني او هغوی ته شېدې لوشي، د غنمو تخم ويشي او خلکو ته قلبه کول ښايي، په همدې ډول ايمرا د لومړي ځل لپاره د پارون خلکو ته د ژرندې جوړول ور وښودل. (یتمار، ص ۴۹او۵۲)

په دې ټولو اسطورو کې ايمرا انساني قيافه او شکل لري. په پورته اسطورو کې د اريايانو د وخت درې تاريخي مرحلو يا درې موضوعاتو ته اشاره شوې ده چې د مالدارۍ د سيستم د منځ ته راتګ، د کرنې او زراعت منځ ته راتګ او په پایله کې د تخنيک وده او د اريايانو د ژوند مدني(ښاري) کيدل پکې شامل دي. په دې ځای کې د (يما) او (يمرا) وظيفوي مشابهتونه د څېړنې لاندې نيسو چې په پورته ځای کې د هغې يادونه شوې ده. په اوستا کې يما د تر ټولو لوړ رتبه پاچا چې انسانانو ته يې هستي، مال او متاع ورکوله او خپل چاپيريال يې د لمر په رڼا روښانوه، پېژندل شوی دی. (يتمار،ص،۵۳)

څرنګه چې مخکې وويل شول په اريايي اسطورو کې يما د (يمای درخشان) روڼ يما او د ښو شپو په نوم ياد شوی دی او د جمشيد د نوم په وروستۍ برخه کې د (شيد) کلمه په اريايي رواياتو کې راغلی دی چې د ښه رمې لرونکې ته کارېده چې ناهيد ته د سل اسونو، زر غوايانو او لس زره پسونو په قربانۍ سره يې پر ديوانو، انسانانو او پیريانو برلاسی پيدا کړ، جمشيد په همدې ډول ايزد ته د غوښې قرباني ورکړه چې هغه بریالی کړي چې وشي کولای مخلوقاتو ته يوه رمه جوړه کړي. په نورستاني اسطورو کې وينو چې يمرا يو شمېر ارباب الانواعو ته د خپل نفس په وسيله ژوند بخښلی دی، يمرا شيطانان، پیريان او انسانان خلق کړي دي، د طلايي وزې د مشک څخه يې انسانان خلق کړي دي او هغه قدرت لري چې انسانانو ته مال او متاع ورکړي. که له اسلام څخه وړاندې اريايي او نورستاني اسطورو ته پاملرنه وکړو، څرګندېږي چې يمرا هغه دندې په غاړه اخیستي چې يما يې تر سره کولو ته منسوب کېده. يما په همدې ډول په ويدي، اوستايي او ویشت سردونو، شاهنامه او نورو ماخذونو کې د ښکلي يما، د روڼ يما، د ښو شپو يما په نوم ياد شوی دی؛ په نورستاني شفاهي اثارو کې يمرا هم د (طلاي یما) زر مخی يمرا، مصفا، نوراني او روښانه يمرا په نومونو ياد شوی دی.

د هغې شعر په يوه برخه کې چې يمرا ته ليکل شوی دي، راغلي دي:

يمرا ته پام او روښانه يې

ستا صفا او نورانيت لرې، له روانو اوبو څخه پاک یې

ته يوه ځانګړې طلا (سره زر) يې چې تل ځلېږې. (تازه، ادبیات شفاهي نورستان، چاپ سوم، ص،۱۰۰)

په نورستاني اسطورو کې يمرا هغه رب النوع دی چې ځواکمن دی او د اتلانو په څېر عمل کوي، خو د جنګ ځانګړی وياړ يې ( په ځينو اسطورو کې) خپل ورور (ګيښ Giṣ ) ته چې د جګړو رب النوع دی، سپارلی دی. اوس به ووينو چې اريايي يما د نورستانيانو په منځ کې څنګه د ارباب الانواع مرحلې ته رسيدلی دی. نورستانيان له قبیلوي پلوه (الينا) د اريايي لس پېژندل شویو قبيلو څخه يوه ده، د تاريخي رواياتو په وينا د (فر) له (يما) پاچاهي څخه تر اوسه پورې سينه په سينه لېږدول شوی دی او نورستانيان توانيدلي دي چې د نولسمې پيړۍ ټول اريايي تاريخ په ښه ډول وساتي.

د ټولنپېژندونکو د وينا پر بنسټ يما د وخت په تېرېدلو سره د اريايي ملت په يو فوق العاده او افسانوي شخصيت بدل شوی دی او د يو ارماني شخصيت په توګه لوړ ځای او موقف لري او بلاخره د وخت په تېرېدلو سره خلک ورته په ارزښت او سپېڅلتیا قایل دي. په پخوانيو ټولنو کې دا چې شاهان او پېژندل شوي شخصيتونه د ارباب الانواع مقام ته ورسيږي، يوه معمولي خبره وه، نو په همدې ډول د اريايي قبيلو او په ځانګړي ډول د نورستانيانو تر منځ د اريايي پاچا يما رب النوعيت ته رسېدل کوم غير معمول (عادي) خبره نه ده؛ ځکه چې دا کار په ويدي او اوستايي اريايانو تر منځ یې دود درلود، په ځانګړي ډول د پخواني نورستانيانو په کلتور کې او يما ته د دين په منځ نقطه او لوړه مرتبه کې ځای ورکړل شوی دی او په غوره بڼه تر ډېره لمانځل کېده. پخوانيو نورستانيانو مذهبي ژوند درلود، په هر کلي کې يمرا ته د عبادت لپاره د (يمراتان yamrā tā̃) په نوم يو عبادت ځای جوړ شو چې د عبادت او دعا لپاره ورته غوايان او نر وزان حلالېدل، د قرباني پر مهال به په عمومي ډول په دعا کې د ښې روغتيا او ښې اب او هوا د لرلو غوښتنه کېدله. د قربانۍ پر مهال به د خامې غوښې يوه برخه يمرا ته خوښېده او جدا کېده، يمرا ته د قربانۍ په مراسمو کې کوچ او اوړه د نظر په ډول په اور کې اچول کېدل.

د نورستان اسطورې، لسمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب