دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو په افغانستان کې د القاعده د روزنځایونو په اړه د امنیت...

طالبانو په افغانستان کې د القاعده د روزنځایونو په اړه د امنیت شورا راپور رد کړ

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعده د روزنځایونو د جوړېدو په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا راپور رد کړ.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ملګروملتو له لوري پر دوی د تور پورې کولو منظم پروګرام پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه نوي راپور کې ویلي چې القاعده په افغانستان کې د روزنې اته نوي مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې دي او په پنجشېر ولایت کې یې یو سلاکوټ هم جوړ کړی دی.

خو مجاهد د ملګروملتو دامنیت شورا د دې راپور په غبرګون کې ویلي:«دا ملګروملتو له ادرسه سو استفاده ده چې متاسفانه غړي هیوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول استفاده دوام وکړي. موږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځینې غړي هیوادونه په افغانستاان کې له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعاً خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي خو هغه نور غړي هیوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې دي، باید اجازه ورنه کړي….»

امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا د امنیت شورا دایمي غړي هیوادونه دي.

محاهد وايي، په افغانستان کې د القاعده اړوند هیڅوک حضور نه لري او نه هم اسلامي امارت چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد کار واخلي.

د ملګروملتو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې القاعده شبکې په افغانستان کې مدرسې او تاسیسات هم جوړ کړي دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د القاعده پخواني او اوسني غړي د دې وړتیا نه لري چې پراخې حملې تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب